حضرت ابن عمرو او ابوهریره رضي الله عنهما فرمايي چي موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چي د منبر پر لرګي (زینو) يې وفرمایل: خلګ دي د جمعې د لمونځو د پرېښولو څخه لاس واخلي (د جمعې لمونځ دي حتماً کوي) که نه الله به د هغو پر زړونو مهر ولګوي او بیا به هغوی د غافلینو څخه وشمېرل سي. رواه مسلم