لیکنه: محب الله ذاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د شیطان وار
شیطان تر ټولو لمړی زموږ ژبه بندوي یعني د الله تعالی، له ذکر څخه مو غافله (لیري) کوي.
بیا هغه د رب العزت ذکر راڅخه هېروي.
د هغه څخه وروسته دلته و هلته، په فضول (بېځایه) او وخت ضائع کولو خبرو ښایسته کوي او په هغه کي مو بندوي، ځکه بنده چي څومره د الله تعالی، څخه لیري کیږي یا وي همدومره په آسانۍ سره شیطان پر حاوي (غالب) وي.
د الله تعالی، په ذکر سره نفس په کنټرول کي وي.
د الله تعالی، ذکر د انسان زړه ته یخوالی ورکوي، نو ذکر کول ټنګ کړه.
او هر وخت د الله تعالی، ذکر کوه چي د شیطان له جال څخه په امان یې.
همېشه مسنون اذکار وایه، چي د الله تعالی، په ذکر سره دي زړه مطمئن وي او په سکون به یې.
www.taleemulislam.net