مولوي عنایت الله علمي
یوه عالم و خپل شاګرد ته و ویل: څومره تعلق چي انسانان د رزق سره لري که یې په دغه اندازه تعلق د رزق ورکوونکي سره درلودلای تر ملایکو به په درجه کي لوړ سوي وای.
هغه ذات چي ته یې هغه وخت هېر نه کړې چي ته د منیو یو څاڅکی وې، روح یې درکړی، عقل او إدراک یې درکړه، ښایست او خبري کول یې درکړه، فکر او هوښ یې درکړی، لس ګوتي یې ستا پر اورغوو در و اوډلې، دوه بازوګان یې ستا پر اوږو در جوړ کړه، اې کم همته اوس دا فکر کوې چي ستا رزق به هیر کړي؟
(مختصر معلومات)