لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم لیرليد
په مکه مکرمه کي په دونه سختو حالاتو کي د هغه دونه عميق او عالي ليرليد ته سخت حیران يم.
۱) حضرت خباب بن الارت رضي الله عنه روايت کوي، چي يوه ورځ د کعبې شريفي سيوري ته رسول الله تکيه وهلې وه. موږ شکايت ورته وکړ، چي ته ولي زموږ لپاره مرسته نه غواړې؟، ولي موږ ته دعاء نه کوې؟
رسول الله راته وويل: ستاسو څخه مخکي خلکو يو کس (نبي يا داعي) ونيوی، هغه ته ئې په مځکه کي کنده وکينله، هغه ئې په هغه کنده کي کښيښاوه، وروسته ئې اره راوړله او د هغه کس پر سر ئې اره کښيښووله او هغه ئې دوه ځايه کړ او د اوسپني په تيرو ټوټو ئې د هغه غوښي له هډوکو بيلولې؛ خو هغه ئې پدغه سزا سره د خپله دينه څخه منع نکړ.
په الله تعالی قسم کوم، چي دغه امر به حتمي پوره کيږي، ان تر دې چي له صنعاء څخه تر حضرموته پوري به سپاره تګ کوي، له الله تعالی ماسيوا به له هيچا نه بيريږي او نه به پر خپلو پسونو بيريږي چي شرمښ به ئې وخوري؛ خو تاسو تلواريان ياست (۱).
۲) حضرت ثوبان رضي الله عنه روايت کوي، چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
الله تعالی ماته مځکه راټوله کړه، ما د مځکي د لمرختلو او لمر لوېدلو ساحې وليدې، بيله شکه زما امت به د مځکي ټولي هغه ساحې نيسي، چي ماته را ټولي کړل سوي وي.
او ماته دوې خزانې راکړل سوي دي: يوه سره خزانه بله سپينه خزانه (۲).
امام نووي رحمه الله ليکلي دي، چي د سرې خزانې څخه مراد د شام خلکو سور نژاد دی يا ورڅخه مراد د شام خلکو شتمني يعني سره زر دي. او د سپيني خزانې څخه مراد د فارسيانو سپين نژاد دی يا ورڅخه مراد د فارسيانو شتمني سپين زر دي (۳).
که متوجه سو، نو په هغه تنګو حالاتو کي دونه عظيم زیری د رسول الله د عظيمو اهدافو لرلو يوه علامه ده.
۳) حضرت تميم داري رضي الله عنه روايت کوي، چي ما له رسول الله څخه واورېدل، هغه وفرمايل:
هرو مرو به دغه امر(د اسلام دين) هر هغه ځای ته رسيږي، چیري چي شپه او ورځ رسيدلې وې، الله تعالی نه د لوټو (د مځکي له جنسه)څخه جوړ کور پريږدي او نه د وړيو(مراد ورڅخه خيمې او کږدۍ دي) کور پريږدي، چي دغه دين ور داخل نکړي.
د عزت په سبب به ئې خلک عزتمن کړي او د ذلت په سبب به ئې خلک ذليل کړي. الله تعالی چي د چا عزت وکړي، نو په اسلام به ئې عزتمن کړي او د چا چي ذلت په برخه کوي، نو الله تعالی به ئې په کفر سره ذليل کړي.
تميم داري رضي الله عنه زياته کړه: قسم دی د دغه حديث مصداقونه مي زموږ په کورنۍ کي وليدل، هغه چاچي اسلام راوړ، خیر، شرف او عزت ئې حاصل کړ او هغه چاچي کفر غوره کړ، ذليل او خوار سول او حتی جزيه ئې ورکوله (۴).
————————————————————
۱) ماخذ: صحيح البخاري، کتاب المناقب، باب علامات النبوة في الاسلام. سنن ابي داود، کتاب الجهاد، باب في الاسير يکره علی الکفر. مسند احند، مسند البصريين، حديث خباب بن الارت رضي الله عنه.
۲) ماخذ: صحيح مسلم، کتاب الفتن واشراط الساعة، باب هلاک هذه الامة بعضهم ببعض. و سنن ابي داود، کتاب الفتن و الملاحم، باب ذکر الفتن و دلائلها. و سنن الترمذي، ابواب الفتن عن رسول الله صلی الله عليه وسلم، باب سؤال النبي ثلاثا في امته. و مسند احمد، مسند الانصار، و من حديث ثوبان رضي الله عنه.
۳) ماخذ: ألمنهاج في شرح صحيح مسلم بن الحجاج.
۴) ماخذ: مسند احمد، مسند الشاميين، حديث تميم الداري رضي الله عنه.
www.taleemulislam.net