سیرت نبوي (۱۲۷ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اولنئ اسلامي قانون
اوله ماده: ټول مسلمانان که د قريشو څخه وي که د مدينې منورې د اوسېدونکو څخه وي او هر بل هغه څوک چي د دوى سره يو ځاى کيږي او د دوى په ملګرتيا جهاد کوي، دا ټول د نورو خلکو څخه جلا ځان ته يو امت دى.
دوهمه ماده: دغه ټول مسلمانان د قبيلوي يا قومي اختلافه سره سره په خپل منځ کي مرسته سره کوي او د خپل بندي يا بنديانو د خلاصولو دپاره په عدل او احسان سره فديه ورکوي.
درېيمه ماده: مسلمانان په خپل منځ کي يو پورَوړى يا غريب عيالداره نه پريږدي چي د ده سره مرسته و نه کړي، يا يې د بندي فديه نه کي ور برابره.
څلورمه ماده: ټول مسلمانان و هغه چا ته يو لاس دي چي پر دوى ظلم او تجاوز کوي يا په دوى کي فساد او ګناه نشروي، که څه هم دغه څوک په دوى کي د يو چا اولاد وي.
پنځمه ماده: يو مسلمان به بل مسلمان د کافر په بدله کي نه وژني،
او نه به د کافر سره د مسلمان په مقابل کي مرسته کيږي.
شپږمه ماده: د کفارو سره به په في سبيلِ الله جنګ او جهاد کي د مسلمانانو صلحه په پوره اتفاق او اتحاد سره وي، داسي نه سي کېدلاى چي ځيني مسلمانان په انفرادي ډول د کفارو سره صلحه وکړي.
اوومه ماده: هر هغه مومن چي پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان ولري او په دغه عهدنامه اقرارکوي او ويې مني، دا نه ده ورته روا چي د يوه کافر نصرت او کومک وکړي يا ځاى ورکي،که يې د کافر مرسته وکړه يا يې ځاى ورکړی د قيامت په ورځ پر هغه د الله جل جلاله غضب او لعنت دى او د ده څخه هيڅ شئ نه قبلول کيږي.
( دغه ماده يو وار بيا په غور سره و وايه)
څرنګه چي د مدينې منورې ځيني يهود د مسلمانانو سره په دغه معاهده کي شامل او داخل سوه، نو اوس يو څه مادې د هغو په باره کي هم سته، په ښه غور او دقت سره ورته متوجه سه.
اتمه ماده: د بني عوف يهود په دغه عهد نامه کي د مسلمانانو سره يو ځاى دي، د يهودو خپل دين دى او د مسلمانانو خپل دين دى، بېله هغو کسانو څخه چي ظلم يا يوه ګناه وکړي، هغه څوک بېله خپله ځانه او خپلي کورنۍ څخه بل څوک نه هلا کوي.
نهمه ماده: يهود د خپلي نفقې مـسئوله دي او مـسلمانان د خپلي نفـقې او دوى يو د بل مرسته د هغه چا په مقابل کي سره کوي چي د دغه عهد نامې پر افرادو تجاوز او تېرى کوي.
لسمه ماده: د دغه عهد نامې د منونکو په منځ کي که کوم داسي اختلاف يا قضيه پېښه سوه چي د هغه په نتيجه کي د فساد او فتنې بېره وه، هغه موضوع و الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راجع کيږي، هر څه چي د هغو حکم ؤ په هغه سره فيصله کيږي.
يوولسمه ماده: د دغه عهد نامې د افرادو څخه هرڅوک که په مدينه منوره کي وي هم په امان دى او که تر مدينې منورې دباندي ولاړ سي هم په امان دى.دغه قانون نوري مادې هم درلودلې خو دغه ذکر سوي مادې يې زموږ د بحث دپاره مهمي مادې وې، چي بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه بل هيڅوک حق نه لري چي تر مدينې منورې دباندي د يو چا سره عهد، اتفاق او قرار داد وکړي، نه يهودو او نه د مدينې منورې نورو مشرانو ته دا اجازه سته چي د خارجي خلکو سره تعهد يا اتفاق وکړي، دا کار فقط په رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري تعلق لري او يوه ماده هم داسي وه: که د يو چا د بل چا سره دعوه وه يا يې حق ور سره ؤ، د اسلام او مسلمانانو و قانون ته به رجوع کيږي، په مدينه منوره کي بېله اسلامه بل قانون نه چليږي او د قريشو په باره کي معامله ډيره شديده وه، هغه داسي: که چيري د قريشو دکفارو څخه يو څوک دلته راسي نه به ځاى ورکول کيږي او نه به ساتل کيږي، په مدينه منوره کي هيڅکله کافر قريش نه پرېښوول کيږي، د دغه امره څخه داسي معلومېدل چي دا د قريشو پر ضد د جنګ اعلان ؤ چي د هغو سره نه صلحه سته نه ګډ ژوند کول، دا هغه قانون ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په الْهي وحيو سره کښېښاوه او اصحابِ کرامو وليکى او بيا د مسلمانانو او همسايه يهودو په منځ کي متفق عليه يا په اتفاق سره د ژوند عملي قانون وګرځېدى.
اوس او نن ورځ هم دا ممکنه نه ده چي په يوه وطن يا يوه مځکه کي دي اسلامي حکم او شريعت جاري سي ترڅو چي په دغه قانون چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اېښى دى عمل و نه سي، ځکه په عين وخت کي د اسلامي شریعت احکام هم داسي دي لکه د دغه قانون مادې.
دغه قانون د اسلام پر عدالت دلالت کوي، تاسي وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د يهودو سره د ژوندکولو څومره عادلانه مادې کښېښوولې، که په دغو مادو د يهودو د طرفه عمل سوى واى دا ممکنه وه چي د مسلمانانو او يهودو ژوند ته يې ښې خوږې مېوې راوړي واى، خو بد بختانه پر يهودو هغه خپل د مَکَر، چم او خيانت طبيعت غالبه سو او لږ موده وروسته يې هغه مادې چي په دغه عهد نامه کي ليکل سوي وې او دوى پرځان لازمي کړي وې ماتي کړې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره يې قِسم قسم خيانتونه وکړه، چي ان شاء الله تعالْی په مناسبو وختو کي به په تفصيل سره درته بیان سي
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net