په هر کار کې میانه روي په کار ده
لیکنه : محمد شفیق (فرهادي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یوه شپه د رسول الله ( صل الله علیه وصلم ) پر ابوبکرصدیق ( رضي الله تعالی عنه ) تیریدل وشوه ، هغه ډیر په روږغ سره لمونځ وکاوه ، بیا يي حضرت عمر ( رضي الله تعالی عنه ) ولید چې هغه په لوړ ږغ سره لمونځ کاوه .
له دواړو څخه يي پوښتنه وکړه ، نو حضرت ابوبکر ( رضي الله تعالی عنه ) وفرمایل چې زه چې د چا په صفاتو کې مشغول وم ،هغه زما ږغ اوریده او حضرت عمر ( رضي الله تعالی عنه ) ځواب ورکړ چې زما مقصد د ویده خلګو ويښول او د شیطان تښتول وو.
رسول الله ( صل الله علیه وصلم ) حضرت ابوبکر ( رضي الله تعالی عنه ) ته وفرمایل چې خپل ږغ لوړ کړه او حضرت عمر ( رضي الله تعالی عنه ) ته يي وفرمایل ته خپل ږغ کښته کړه .
ماخذ: [ تفسیر مسجد نبوي صلی الله علیه وسلم ص ۷۹۸ ، تفسیر ابن کثیر سورة نبي اسرائیل : ۱۱۵]
www.taleemulislam.net