لیکنه: نعمت الله شاکر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ژباړي ارزښتونه ډېر دي خو موږ يې د وخت په نظركي نيولوسره څو درته وړاندي كوو:
ژباړه ياترجمه ديوه مذهب، ژبي او فرهنګ د غنا لپاره هغه اړين اوضروري كار دى، چي په هره ټولنه او اولس کي يې خلک په اهميت پوه او خبر دي؛ ځكه د ژباړي په وسيله د يوه اولس مذهب، فرهنګ او دودونه ژوندي پاتېدلاى سي او نورو اولسونو ته رسيږي؛ خويوه خبره د يادوني وړ ده هغه داچي خپلي ژبي ته د هغو اثارو ژباړل، چي د دين، مذهب يا دودونو سره ټكر ولري د ګټو پرځاى تاوانونه لري، نو ښه به دا وي، چي خپلي ژبي ته هغه اثار و ژباړل سي، چي ديني، مذهبي، علمي، فرهنګي او اجتماعي اړتياوي پوره كړي او په معلوماتو يې ژبه غني سي.
دا هم بايد ووايو، چي په هر عصر كي د يوه اولس د علمي تحقيقاتو او انكشافاتو د انتقال عمده سبب همدا ژباړه ده، چي يو اولس خپل علمي انكشافات او څيړني د نورو اولسونو سره شريكوي.
فرضاً كه د عربي يا نورو ژبو څخه پښتو ژبي ته معلومات و ژباړل سي، له يوې خوا به د هغو له تجربو او علمي څيړنو څخه خبرسو او هم به په ژبه كي معلومات ډېر سي او له بلي خوا به د عربي ژبي ويونكو له دودونو څخه خبر سو.
كه فرضاً د خپلي ژبي څخه عربي يا نورو ژبو ته يو اثر و ژباړو له يوې خوا به موخپل معلومات تر نورو رسولي وي او له بلي خوا به مو د خپلو مذهبي او كلتوري اثارو په ژوندي ساتلوكي ونډه اخيستې وي؛ ځكه هغه اثار، چي بلي ژبي ته نه وي ژباړل سوي ژر محو كيږي او هغه څه چي نورو ژبوته ژباړل سوي وي هغه په اسانۍ نه محو كيږي.
دا چي ژباړه دومره مهمه ده نو ويلاى سو، چي هر مهم كار اسان هم نه وي! د مهموكارونو لپاره د اړوندو علومو د پوهانو لخوا اصول او شرائط وضع كيږي او هر وخت چي يو كار د اصولو او شرائطو په نظر كي نيولو سره تر سره سوى دى هغه تر توقع ښه نتيجه وركړې د، نو ښه به دا وي، چي د ژباړي اصولو ته هم پام وسي:
۱ – ژباړونكى بايد پر دواړو ژبو كاملاً حاكم وي او د دواړو ژبو د ګرامر او د الفاظو او اصطلاحاتو څخه په كافي اندازه خبر وي؛ ځكه ځيني وخت يوه لفظي يا اصطلاحي تېر وتنه د ليكوال مقصد او اصلي موضوع ته تغير وركوي، چي له يوې خوا اصلي مقصد خلکوته نه ورسيدى او له بلي خوا په امانت كي خيانت دى؛ ځكه ترجمه يا ژباړه امانت رسول دي بايد بېله دي، چي زياتونه ياكمونه په كښي وسي مقصد په اصلي شكل او هغه مفاهيمو وژباړل سي په كوم مقصد، چي يې اصل موجود دى.
۲ – ژباړن د ژباړي څخه مخكي بايد مضمون يا كتاب ډېر دقيق مطالعه او د ليكني په هدف ځان پوه كړي.
۳ – په ژباړه كي دي له تلوار څخه كار نه اخلي؛ ځكه تلوار ډېر وخت د ليكني يا ژباړي ارزښت کموي.
۴ – ټكي په ټكي ژباړه هم ډېر وخت موضوع وركوي مثلاً: ضَربَ زيدٌ بکراً. كه لفظ په لفظ وژباړل سي نو داسي ليكل كيږي وواهه زيد بکر. دلته اصلي مقصد يا ورك دی يا ګونګ دى؛ ځكه په عربي ژبه كي فعل مخكي فاعل وروسته او مفعول په آخر كي وي او په پښتو ژبه كي بيا داسي نه وي بلكي لومړى فاعل وروسته مفعول او په آخر كي فعل راځي، نو ذكرسوې جمله داسي وايو: زيد بکر وواهه. همداسي د ژبو د ګرامرونو تر منځ زيات توپيرونه سته، چي پام ورته ډېر اړين دى.
۵ – نومونه او لقبونه بايد ونه ژباړل سي لكه نذير په ويروونكي يا سعيد په نيك بخته، خادم په خدمتي يا چوپړي، مخلص په اخلاصمند او ... لكه د عربي ژبي څخه د علامه أبو الفضل احمد بن علي بن حجر عسقلاني رحمة الله علیه يوه رساله چا ژباړلې وه د هغه لقب ابن حجر يې د ډبري په زوى ژباړلى وو؛ لكه څنګه چي اسم د يو چا خاص دى همداسي لقب هم دهغه خاص بلل كيږي يعني بايد ونه ژباړل سي.
۶ - ژباړه بايد ډېره پېچلې او مغلقه نه وي او هم د كلمواو جملو له تكرار څخه ډډه وسي او د خپلي ژبي د ويونكو عام او مشهور لغتونه او جملې په كښي كارول سوي وي.
۷ – يو مطلب بايد په داسي ترتيب وژباړل سي، چي لوستونكي د اصلي مضمون ګمان پر وكړي يعني سكته ګي ونلري.
۸ - ژباړه او اصل دواړه بايد دپوهوكسانو سره شريك کړل سي . (ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه)