لیکنه: حامد افغان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اندلس وتلی اموي خلیفه عبد الرحمن الناصر (مړ: ۳۵۰هـ= ۹۶۱م) رحمه الله نیمه پېړۍ (۳۰۰هـ/۳۵۰هـ) په اندلس واک چلولی، د ده د ښه سړیتوب کیسې تاریخ خوندي کړې دي، یوه زه درته رااخلم، چې هغه سره له ستر قدرته او خلافته د ده د عاجزي او له الله نه د وېرې په اړه ده.
یو وخت اندلس کې کاختي او وچکالی راغله، پاچا خپل ستر قاضي منذر بن سعید رحمه الله ته وویل چې خلک د استسقاء (باران غوښتلو) لمانځه ته راوبوله، هغه خلک راوبلل او د ښار له بېخي زیاتو خلکو سره بهر ته ووت، مخلوقات د استسقاء لمانځه لپاره رایو ځای شوي دي خو خلیفه عبد الرحمن الناصر پخپل قصر کې دی، لا نه دی راغلی، چې هغه ډېر ناوخته سو قاضي منذر څوک ورولیږه چې معلومه کړي خلیفه ولې ناوخته شو.
د خلیفه له لورې د هغه یو خاص غلام قاضي ته راغی او هغه ته یې وویل: خلیفه د هر وخت پر خلاف نن په عجیب حالت کې دی! هغه زړې او زیږې جامې اغوستې دي، په ځمکه ناست او په خاورو لړلی دی، ژاړي او الله ته زارۍ کوي چې یا الله! زه سخت ګناهګار یم، زه ستا په واک کې یم، ته احکم الحاکمین ذات یې زما د ګناهونو لامله ستا بندګان مه عذابوه، شخصا په ما چې هر څه کوې ویې کړه، خو زما په ګناه خلک مه عذابوه.
قاضي منذر ته چې د خلیفه دا حالت ورسیده سخت خوشاله سو، خپل غلام ته یې وویل: هله ماته هغه د باران جامې راوړه، اوس به الله تعالی خامخا باران کوي، ځکه د ځمکې جابر (خلیفه) چې عاجزي غوره کړي د اسمان جبار خامخا رحم او مهرباني کوي، خلک بېرته کورونو ته لا نه وو رسیدلي چې شړکنده باران پیل شو. (مطمح الأنفس، ابن خاقان (۱۰۳). تاريخ الإسلام، الذهبي (۲۵/۲۳۷)