سوال: په کور کي و ښځو ته په جماعت سره لمونځ ورکول د اسلام له نظره څنګه دی؟
د سوال کوونکي نوم: عبدالولي
جواب : بېله عذره په کور کی و ښځو ته جماعت ورکول کراهیت لري ځکه د صحیح قول پر بنسټ د اذان عملي اجابت پر نارینه ؤ واجب دی یعني اذان چي وسي نو د جماعت د لمانځه د ادایني د پاره به مسجد ته خامخا ورځي لکه څنګه چي په دالمحتار کي وایي : وَسَيَأْتِي أَنَّ الرَّاجِحَ عِنْدَ أَهْلِ الْمَذْهَبِ وُجُوبُ الْجَمَاعَةِ وَأَنَّهُ يَأْثَمُ بِتَفْوِيتِهَا اتِّفَاقًا . وَحِينَئِذٍ يَجِبُ السَّعْيُ بِالْقَدَمِ او ژر به دا مسئله درته راسي چي زمونږ د مذهب د علماؤ په اند راجح قول دا دی چي په جماعت لمونځ اداء کول واجب دی او د ټولو په آند د جماعت په پریښولو ګناهکاره کیږي . د همدې مسئلې د لږ څیړني او تشریح وروسته وایي : إنَّ مَذْهَبَ الْإِمَامِ الْحَلْوَانِيِّ أَنَّهُ بِذَلِكَ لَا يَنَالُ ثَوَابَ الْجَمَاعَةِ وَأَنَّهُ يَكُونُ بِدْعَةً وَمَكْرُوهًا بِلَا عُذْرٍ ، د امام حلواني په آند که څوک په کور کي و ښځو لره جماعت ورکوي نو په دې سره د جماعت د لمانځه ثواب نه سي لاس ته راوړلای او بل داچي دا ډول کار بېله عذره څخه بدعت او مکروه کار دی.
د عذر د جملې څخه دا هم ګڼل کیږي چي کله ناکله د جماعت لمونځ د چا څخه تیر سی نو بیا دی په خپل کور کي و ښځو لره لمونځ په جماعت ورکړي لکه څه ډول چي په ردالمحتار کي د عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ عَنْ أَبِيهِ روايت رانقل کړي دي: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ لِيُصْلِحَ بَيْنَ الْأَنْصَارِ فَرَجَعَ وَقَدْ صَلَّى فِي الْمَسْجِدِ بِجَمَاعَةٍ ، فَدَخَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَنْزِلِ بَعْضِ أَهْلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ فَصَلَّى بِهِمْ جَمَاعَةً .وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور څخه ووتۍ څو د انصارو تر منځ جوړه راولي د جوړي څخه چي راستون سو د جماعت لمونځ ځني تېر سوی ؤ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلي یوې ښځي و حجري ته ننوت هلته یې خپله کورنۍ راغونډه کړه او د جماعت لمونځ یي ورته ورکړی .دا مسئله به هم پر زیاته کړو چي د ښځو د پاره په خپل منځ کي جماعت کول هم کراهیت لري په الدر المختار وایی : ( وَ ) يُكْرَهُ تَحْرِيمًا ( جَمَاعَةُ النِّسَاءِ ) وَلَوْ التَّرَاوِيحَ د ښځو جماعت کول په تحريمي ډول مکروه دى که څه هم تراویح وي .
د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه