تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسواک اداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 29, 2021
  0


 د مسواک اداب

راټولونه : بصیر یوسفزی /تعلیم اسلام ویب پاڼه


۱. مسواک وهل ډېر غوره کار او سنت طریقه ده (کتاب الاداب).


۲، په جمعه، اخترونو او کوم بل مجلس کي تر ګدون کولو مخکي مسواک استعمال کړئ (کتاب الاداب).


۳. په هر اوداسه کي مسواک وهل سنت طریقه ده (سنت حبیب)۔


۴. د ذكر او د قرآنکریم د تلاوت لپاره هم لومړی مسواک استعمال کړئ (کتاب الاداب).


۵. له خوب څخه تر راپورته کېدلو وروسته هم مسواک وهل سنت طريقه ده (کتاب الاداب).


۶. ماشومانو ته هم باید د مسواک وهلو لارښوونه وکړئ (کتاب الاداب).


۷. مسواک لږ تر لږه درې ځلي په غاښونو باندي ووهئ (کتاب الاداب).


۸. بلكي مسواک تر هغه وخته استعمال کړئ او پر خپلو غاښونو او خوله يې ووهئ، تر څو مو د خولې بدبویي او د غاښونو ژړوالی ورک سي (کتاب الاداب).


۹. مسواک په راسته لاس استعمال کړئ (کتاب الاداب).


۱۰. مسواک په پیل کې باید یوه لوېشت وي وروسته که تر یوې لوېشتي كم سي څه پروا نه لري (کتاب الاداب).


۱۱. که کوم وخت مسواک درسره نه وو نو د ګوتي په واسطه خپله خوله ښه پاکه کړئ (کتاب الاداب).


۱۲. مسواک له استعمال څخه مخکي هم باید ښه پرېولئ او له  استعمال څخه وروسته هم (کتاب الاداب).


۱۳. له خوب څخه مخکي هم په مسواک خپله خوله ښه پاکه پرېولئ (کتاب الاداب).


۱۴. کورته د داخلېدلو په وخت کي هم مسواک وهل غوره کار دئ(سنت حبیب).


۱۵. د تهجد لمانځه ته هم مسواک وهل سنت طریقه ده (سنت حبیب).


۱۶. مسواک د غاښو په سور وهل سله طريقه ده او د غاښو په اوږدوالي يې مه وهئ (سنت حبيب).


۱۷. د مرض په حالت کي هم مسواک وهل سنت طریقه ده (مشکوة).


۱۸. د سفر په حالت کي باید مسواک له ځانه سره ولرئ (کتاب الاداب).


۱۹. له استعمال څخه وروسته مسواک همداسي مه غورځوي بلکي کوم پاک ځای یې جګ او نېغ و دروی (کتاب الاداب).


۲۰. مسواک باید په داسي ډول ونیسئ چي خچنی گوته ترې لاندي کړی او نوري درې ګوتي پرې دپاسه کړی او د شهادت گوته يې د سر خوا ته ترې لاندي ونیسئ (کتاب الاداب).


۲۱. د پرېوتو په حالت کي مسواک مه وهئ (سنت حبیب).

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته