تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- په سجده کي استغفار ويل
 
  November 23, 2011
  0

سوال: که څوک د لمانځه څخه دباندي په سجده کي د تسبيح پر ځاى استغفار ووايي جواز لري که يې نه لري؟

د سوال کونکي نوم:ياقوت

جواب: په رکوع او سجده کي د تسبیحاتو ویل سنت دي خو البته د دې په څنګ کي استغفار او دعاوي هم کېدلای سي او د تسبیحاتو څخه علاوه د استغفار او دعاګانو ویل هم د رسول الله  صلی الله علیه وسلم څخه رانقل سوي دي :  عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ  رضي الله عنه وایي : څه وخت چي دا ایت { فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ } نازل سو.نو رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم وفرمایل : اجْعَلُوهَا فِي رُكُوعِكُمْ .يعني سبحان ربي العظيم په رکوع کي وایاست .

 او څه مهال چي دا ایت { سَبِّحْ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى } نازل سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل :اجْعَلُوهَا فِي سُجُودِكُمْ (ابوداود ) سبحان ربي الاعلي په سجده کی وایاست .همدا راز أَبِو هُرَيْرَةَ رضي الله عنه  وایي : رَسُول اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم   به په سجده کي دا استغفار وايه : اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ وَجِلَّهُ وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ (مسلم )ژباړه : یا الله ! زما ټوله ګناه وړه وي که لویه ، اوله وي که آخره ، ښکاره وي که پټه راته وبخښه .او بل داچي أَبِو هُرَيْرَةَ رضي الله عنه  وایي: رَسُول اللَّهِ صلی الله علیه وسلم   فرمایلي دي : أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ (مسلم ) بنده  خپل رب ته تر بل هر وخت په سجده کي نژدې وي نو تاسو په سجده کي دعاوي زیاتي کوئ . لهذا په سجده کي پر تسبیحاتو برسیره استغفار او دعاوي ويل کېږي او په کار ده ،چي وسي البته دا ټول په انفرادي لمانځه کي ځکه د جماعت لمونځ باید د مقتدیانو د حال سره سم ورکول سي . د یادوني وړ ده، چي د لمانځه څخه دباندي، چي سجده کول جواز لري هغه یا د تلاوت سجده ده او یا د شکر سجده ده د دې څخه علاوه ،چي ځيني کسان د مناجات سجده کوي هغه مشروعیت نه لري د سجدو اړوند تفصیلي معلومات په نورو سوالونو کی کیدلای سي ،چي جواب سي .


د تعلیم الاسلام مجلې د دريمي ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته