سوال: د چرګانو او يا هر ژوندي شي په ترازو کي تلل څه حکم لري؟ او آيا رښتيا د ژوندي شي په تللو سره هغه حراميږي؟
د سوال کوونکي نوم: عبدالله
ځواب: لکه څه ډول، چي په لیدلو سره د ژونديو چرګانو، پسونو او داسي نور حیوانانو رانیول جواز لري که څه هم د ژونديو حیوانانو په نسونو او جوجرو کي دا ډول فاضله مواد وجود لري چي هغه د حلالېدلو څخه وروسته غورځول کیږي څوک یې په کار نه لري. همدا فضله او ناکاره مواد یې پر بیع کوم اثر نه اچوي همدا ډول د ژونديو چرګانو او نورو ژوندیو حیوانانو په تاله او وزن باندي رانیول او خرڅول هم جواز لري که څه هم يې د نس فضله مواد ورسره تلل کیږي. د اسلام په مقدس دین کي د مبیعې یعني د رانیولو او خرڅولو د شي په هکله رانیونکي ته د اطمنان وړ معلومات حاصل کېدل د رانیولو او خرڅولو عمومي معیار ټاکل سوی دی همدا وجه ده که څوک نالیدلی شی رانیسي نو هغه لره خیار رویت ثابتيږي.
یعني څه مهال ،چي یې مشتري وویني که يې د خوښی وړ و قبلولا ی یې سي او که یې د خوښي وړ نه و رد ولای یې سي خو مشتري لره که په مشاهده د شي معلومات حاصل سي او یو ځل یې قبول کړي بیا یې رد ولای نسي همدا معلومات د هر شي دا په بېل بېل ډولونو حاصليږي د ځینو شیانو ښه او بد په لیدلو معلومېږي او د ځینو دا بیا په بویولو او څکولو معلومېږی .نو د غوښو د پاره ،چي ژوندي چرګان یا نور حیوانان په تاله او وزن رانیول کېږي دا د شریعت خلاف کار نه دی او نه یې کوم ممانعت راغلی دی. بلکي د شریعت د ټاکل سوي معیار سره برابر کار دی ځکه د غوښو د پاره، چي ژوندی حیوان په تاله رانیول کېږي په دا سودا کي کوچنی لا هم نه زیانمن او تیر وځي خو تش په لیدلو یا یې په لاس کي وزن ځان ته معلومول به د قصاب پرته د نورو د پاره ستونزمن کار وي .
د تعلیم الاسلام مجلې د دريمي ګڼې څخه