تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه څوک يم؟
 
  February 15, 2016
  0

 زه څوک يم؟

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دا هغه پوښتنه ده، چي د انسان لپاره مطرح کيږي. 
د انسان د پيدايښت په اړه دوه قسمه معلومات دي، چي يو يې منقول او بل يې د ډاروين ناقص او له خرافاتو ډک معلومات دي.
 
منقول معلومات:
الله جل شانه  وخت پر وخت خپلو بندګانو ته د خپلو رسولانو له لاري داسي خبر ورکړی دی، چي اول انسان حضرت آدم علیه سلام وو، او دا مؤمن به موضوع ده.
 
الله جل شانه هغه له خټو  څخه جوړ کړ او څه وخت وروسته يې ساه پکښي پوه کړل. تر څه وخت تېرېدلو وروسته يې د حضرت ادم  علیه سلام له چپې پوښتۍ څخه سيدتناحوا رضی الله عنها  خلق کړه، بيا يې دوی ته په جنت کي د ژوند کولو اجازه ورکړه، له يوې درختي څخه يې منع کړل، چي په آخر کي يې د الله جل شانه  د حکمت په اساس ممنوعه خوراک وکړ او د الله جل شانه  د پلان مطابق حضرت ادم علیه سلام او د هغه زوجة سيدتنا حوا رضی الله عنها دنيا ته را ولېږل، چي د الله جل شانه  تر حد زيات حکمتونه پکښي نغښتي وو؛ ځکه الله جل شانه  د آدم علیه سلام تر خلق مخکي ملائکو ته وويل، چي زه په مځکه کي یو خليفه پیداکوم. 
 
لدې آیت څخه په واضح ډول معلومیږي، چي الله جل شانه  د آدم علیه سلام تر خلق مخکي مځکي ته د بشر د لېږلو اراده درلوده او خپله اراده يې عملي کړه، چي وروسته به مفصل بحث پر وکړو.
 
د ډاروين معلومات:
ددې نظريې پلويان  غواړي د موجوداتو ژوند داسي توجيه کړي، چي دتکامل په صورت کي اوسنی بشر  په وجود راغلی دی. ځيني انسانانو د ډاروين نظريه علمي وبلله او ښه ګمان يې پر وکړ، نو د پراختيا او پر مختګ لپاره يې ډېري هڅي وکړې.
 
يو شمېر انسانانو بيا د دغي نظريې سره موافقه درلوده او په اړه يې دلائل ويل، چي متاسفانه ځيني ساده خلک يې په ګمراهۍ کي واچول او د دوی د فرېب او افتراء قربانی سول.
د ډاروین نظريه د ټولو دينونو د اساساتو تکذيب کوي؛ ځکه ټول الهي دينونه پر دې شاهدان دي، چي اول بشر حضرت آدم علیه سلام دی؛ خو د ډاروين نظريه د دغو ټولو الهي دينونو د کلام سره مخالفه ده. 
 
د ډاروين نظريه:
دغه نظريه وايي، چي د انسان او ژونديو موجوداتو اصل له داسي وړوکي حيوان څخه پيليږي، چي هغه حيوان په اول سر کي له اوبو څخه په وجود راغلی دی. 
دغه حيوان د وخت په تېرېدلو سره د تحولاتو او بدلونونو په اثر خپل شکل له لاسه ورکړی دی، چي اوس يې دغه موجوده حالت او فعلي صورت اختيار کړی دی. د دغه نسل حاصلي سوي ځانګړتياوي او صفات  وروستنيو نسلونو ته انتقال سوي دي، چي د مليونونو کلونو په دوران کي يې واړه –واړه خصوصيات په لوړو او لويو ځانګړتياوو بدل سوي دي او د چاپېريال د تغييراتو او تحولاتوپه نتيجه کي اوسنی انسان په وجود راغلی دی.
 
دغه نظريه پر کومو دلائلو ولاړه ده؟ 
د ډاروين نظريات پر لاندي امورو مبتني دي:
الف. انسان د حيواناتو له ډلي څخه دی، چي د پيدايښت او پرمختګ پر طريقه په وجود راغلی دی او د بېزو سره د مشابهت په علت ممکنه ده، چي دواړه له يوه اصل څخه مشتق سوي وي.
ب. دغه نظريه پر هغو مشاهداتو مبتني ده، چي د ډاروين په وخت کي يې تحقق پیداکړی دی لکه د مځکي پر مخ کيندني.
ج. د دې نظريې پلويان پدې نظر دي، چي لومړني او پخواني نسلونه ابتدايې او ساده وه او وروستني نسلونه په تدريجي ډول د پرمختګ په حال کي وو او تر دې وروسته هم دغه د نسلونو پر مختګ ادامه لري.نو د ډاروين مشاهداتو ته معتقد سول« اوسني مترقي موجودات او حیواناتد پخوانيو ژونديو ساده او ابتدائي موجوداتو څخه په تدريجي ډول په وجود راغلي دي» 
 
د ډاروين نظريه پر هغو شيانو بنا ده، چي د ډاروين په وخت کي يې شهرت درلود: ژنونه او د ټولو حيواناتو جنينونه په ابتداء کي يو له بل سره ورته والی لري او دغه ورته والی او تشابه  د دې ښکارندويي کوي، چي د موجوداتو اصل يو دی. لکه څنګه چي ژنونه او جنينونه يو شی وي، د مور په رحم کي تر تغييراتو او تحولاتو وروسته خپل شکل اړوي، همداسي په خارجي ژوند کي يعني د مور تر رحم دباندي هم خپل شکل ته تغيير ورکوي او د زمان په تېرېدلو سره مترقي حالت غوره کوي.

د ډاروين د توضيحاتو په اساس د ارتقاء عمل د دوو صورتونو په موجوديت کي انجاميږي:
اول- طبيعي انتخاب:
 ضعيف او ناتوانه موجودات د محيط سره د عدم توافق په صورت کي له منځه ځي، قوي او ځواکمن موجودات باقي پاتیږي. دا هغه څه دي، چي د دې نظريې پلويان يې د (پاتېدل د اصلاح لپاره دي) د قانون پنامه تفسيروي. د دوی د دغه ضابطې په اساس هر موجود، چي قوي او سالم وي پرورښت کوي او خپلو راتلونکو نسلونو ته خپلي ځانګړتياوي نقلوي او دغه ځانګړتياوي د زمان او وخت په تېرېدلو سره راټوليږي او نوري ځانګړتياوي او صفتونه په وجود راوړي، چي د دوی دغه وده د ارتقاء او پرمختګ سبب کيږي، له يوه وضعيت څخه تر هغه ښه وضعيت ته بدلون کوي او دغه بدلون او برمختګ ادامه پيدا کوي. 
 
دوهم- جنسي انتخاب:
جنسي انتخاب يې د ميل او رغبت په اساس، چي مخالف جنسونه يې یو او بل ته لري د ګډون څخه وروسته ښايسته او قوي کيږي، چي په نتيجه کي يې قوي او ښايسته صفات پاتیږي او د حيوان ضعيف او ناتوانه صفات د تمايل د نشتوالي په صورت کي له منځه ځي. نوي صفات يې وروستنيو نسلونو ته انتقاليږي.
 
د ډاروين د نظرياتو د تردید ځيني دلائل:
 كلايد كلوكهون د ډاروين د نظريې لرونکی دی او د"الانسان في المرآة" پنامه يې يو کتاب ليکلی دی يعني انسان په هنداره کي. د کلايد کلوکهون په عقېده لومړني انسانان د بېزو له جنسه څخه متحول سوي دي، چي دغه ته  د دوی په اصطلاح (نئاندرتال) وايي. دكتور مصطفي شاكر سليم دکلايد کلوکهون پر کتاب شرحه ليکلي ده. دوکتور مصطفی د خپلو خصوصي بياناتو په لړ کي د (نئاندرتال) انسانانو په توصيف کي په ډاګه وايي:  د حجم له نظره  د هغو دماغ نسبت د اوسنيو انسانانو دماغ ته غټ وو او جمجمې يې هم لويي او هواري وې. هغه په خپلو خبرو کي وايي: د کيندنو له علم څخه، چي کوم ځنځيرونه لاس ته راغلي دي پرې سوي او په ورکو سوو کړيو شهرت لري.
د طبيعي علم زياتو پوهانود ډاروين د نظريې رد کړی دی، چی له هغه جملې څخه يو هم دالاس دی هغه وايي: د انسان په اړه د طبیعي انتخاب په واسطه تکامل صدق نکوي او موږ هيڅ بله چاره نلرو بېله دې، چي په مستقيم او مستقل ډول د خلقت معتقد ونه اوسو.
همداسي استاذ فرخو وايي: د واقعيتونو څخه داسي په لاس راځي، چي د انسان او بيزو تر منځ دومره زيات فرقونه موجود دي، چي په هيڅ صورت نسو کولای پدې خبره باور ولرو، چي انسان دي يا د بيزو له جنسه وي او یا دي د بل حيوان له جنسه وي او د دې مسئلې ويل په هيڅ صورت علمي او صحيح ندي.
 
بل عالم ميګرت وايي: د ژونديو موجوداتو په اړه تر زياتو څېړنو وروسته دې نتيجې ته رسيږو، چي په هيڅ صورت د ډاروين نظر او کړني د تائيد وړ ونه بولو؛ ځکه دا ماشومانه نظريه ده.

 د ډاروين نژدې ملګری هکسلي پدې اړه خپل نظر دغسي بيان کړی دی: 
هغه شواهدو ته په پام سره، چي زما په لاس کي دي په هيڅ عنوان نده راته ثابته سوي، چي هيڅ نبات يا حيوان دی د طبيعي یا مصنوعي انتخاب په صورت کي تکامل کړی وي.
د ډاروين نظريات فقط د هغه نظرونه او ویناوي دي کوم حقيقت يا علمي قانون ندی. يعني هر څوک دا حق لري، چي هغه رد کړي.
 
که څه هم د محيط سره توافق او انطباق په نباتاتو او حيواناتو کي وجود لري د بيلګي په توګه افتاب پرست ګل خپل ځان د اطرافو سره همرنګه کوي، همداسي حیوانات د محيط سره د توافق په اساس خپل شکل او رنګ اړوي، چي دغه خاصيت په ځينو کي قوي او په ځينو کي ضعيف دی؛ خو دغه خاصيت په ټولو حيواناتو او نباتاتو کي محدود دی او تر خپل سرحد نسي اووښتلای، چي خپل اصل ته تغير ورکړي. په همدې اساس د تطابق او توافق خاصيت يو قوت دی نه داسي، چي خپل جنس ته تکامل او ارتقاء ورکولای سي، لکه څنګه چي د تکامل د نظريې خاوندان عقيده لري.
 
د اسلام مبارک دين د دغي نظريې په رد کي ډېر څه لري، چي زه يې فقط څو نکتو ته اشاره کوم:
۱- دوی ادعاء لري، چي طبيعت د مخلوقاتو په خلقت او تغيراتو کي نقش لري او انسان خالق نلري. د دوی دغه ادعاء هم نقلاً بې اساسه ده او هم يې عقل نه مني، الله جل شانه  فرمايي:
 «اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ (الزمر-۶۲)».
ژباړه: الله جل شانه  د هر شي خالق او پیدا کوونکی دی او هغه ذات پر هر شي وکيل دی. د عقل هم مخالفه ده يعني هيڅ ممکنه نده، چي داسي منظم موجودات دي له ناظم پرته موجود سي.
په بل ځای کي الله جل شانه فرمايي: 
« إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ (القمر-49)».
ژباړه: موږ هر شی په اندازه پيداکړي دي.
 
۲- د هغو دغه ادعاء، چي د مځکي پر مخ د موجوداتو د پيدايښت په اړه معلومات لري، الله جل شانه  داسي ور رد کړې ده:
 
« مَا أَشْهَدْتُهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَا خَلْقَ أَنْفُسِهِمْ...(الکهف-51) ».
ژباړه: موږ نه هغوی د اسمانونو د پيدايښت پر وخت شاهدان ګرځولي دي او نه مو د دوی د پیدايښت پر وخت شاهدان کړي دي. يعني دوی حاضر نه وو.
 الله جل شانه  د انسان د خلقت څخه مخکي ملائکو ته خبر ورکړ:
« وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ... (البقرة-30) ». 
ژباړه: او ياد کړه هغه وخت، چي ستا رب جل شانه  ملائکو ته وويل: زه په مځکه کي يو خليفه پيدا کوم.
 
دلته معلومه سوه، چي انسان د الله جل شانه  لخوا مقصودي مخلوق دی، نو مقصودي شی اول لا مکمل جوړيږي نه دا چي د زمانې او حوادثو وروسته به هغه تکميليږي.
ذَلِكَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (6) الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ مِنْ طِينٍ (7) ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ (السجدة- 8).
ژباړه: دغه(الله جل شانه )  د پټو او ښکاره وو (مخلوقاتو په حالاتو پوره) عالم دی عزيز او رحيم ذات دی. هغه ذات، چي هر شی يې د (خلقت په اعتبار) ښه(د خپل حکمت د تقاضا مطابق) پیدا کړی دی او د انسان د خلقت ابتداء يې په خټو سره کړې ده(لومړی انسان حضرت ادم علیه سلام يې له خټو څخه جوړ کړیدی) او د هغه نسل يې له را ایستل سوو ضعيفو اوبو څخه خلق کړ.
دا د مسلمانانو عقيده ده، چي لومړنی انسان حضرت ادم علیه سلام دی، چي هغه له خټو څخه جوړ سوی دی او د حضرت عیسی علیه سلام په استثناء نور انسانان له نطفې څخه په وجود راغلي دي، حضرت عيسی علیه سلام د الله  جل شانه  د خاصو حکمتونو په اساس بې پلاره خلق سوی دی. دا د مسلمانانو څخه ماسېوا د نورو اديانو د پیروانو عقيده هم ده.
الله جل شانه  د انسان د پیدايښت مواد هم موږ ته راښوولي دي، چي هغه اوبه او خاوري دي:
«فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ (الحج-۵) ».
ژباړه: موږ تاسو له خاوري څخه پيدا کړي ياست.
ابو موسی اشعري رضی الله عنه  روايت کوي، چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: 
په حقيقت کي الله جل شانه  حضرت ادم علیه سلام له يوه موټ خاوري څخه، چي له ټولي مځکي څخه يې اخیستي وه خلق کړ، له همدې امله انسانان د مځکي سره ورته والی لري، ځيني يې سره دي، ځيني يې سپين دي او ځيني يې تور دي او د دوی په منځ کي ځيني نرم مزاجه دي، ځيني يې سخت طبيعته دي، ځيني يې نا پاک او ځيني يې پاک دي.
 
اوبه هم د ژونديو موجوداتو د خلقت يو ترکیبي عنصر دی، الله جل شانه  فرمايي:
« وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ (النور-۴۵)».
ژباړه: الله جل شانه  هر ژوندی شی (ابتداءً) له اوبو څخه پیدا کړی دی.
 
الله جل شانه  لومړی انسان په خپلو بلاکيفه لاسونو خلق کړی دی:
« قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ ...(ص-75) ».
ژباړه: الله جل شانه  شیطان ته وويل: ته څه منع کړې، چي هغه (حضرت ادم علیه سلام)ته سجده مه کوه کوم چي ما پخپلو لاسونو خلق کړی دی؟
د قرآن عظيم الشان او ټولو الهي دينونو په اتفاق حضرت آدم علیه سلام د بشريت اول کس دی، چي الله جل شانه  له خټو څخه جوړ کړ او بيا يې روح پکښي پوه کړه.
«فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ(ص: 72و الحجر: ۲۹)».
ژباړه: کله چي ما هغه برابر او پوره کړ او د خپلي روح څخه مي په هغه کي پوه کړه، نو ملائکو ته مي امر وکړ، چي حضرت آدم علیه سلام ته سجده وکړئ( ).
الله جل شانه  په خپل عظيم کلام قرآن کريم کي د انسان د خلقت توصيف کړی دی:
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ﴿التين: ٤﴾.
ژباړه: موږ انسان په ډېر ښه صورت خلق کړی دی. د تقويم ډېري معناګاني دي د احسن اسم تفضيل هم ورسره مل دی. تقويم د قائم، قد، جوړښت، ښايست، سيده والي، قامت، برابرۍ او نورو په معنا دی. چي يوازي يې د قائم پر معنا څه بحث وکړو ښه به وي؛ ځکه پر نورو معناوو يې بحث د کتابونو ليکلو ته اړتيا لري:
 
قائم هغه جسم ته وايي، چي د مځکي سره ۹۰ درجې زاويه جوړه کړي او د انسان څخه پرته هيڅ ژوندی او متحرک مخلوق نسته، چي د مځکي سره ۹۰ درجې زاويه جوړه کړي. بيزو خو په هيڅ صورت د تقويم موصوف نسي کېدلای. 
 
بل الله جل شانه  د احسن صفت ورسره ملګری کړ، چي د ډېر ښه او ښايسته په معنا دی، نو بېزو خو په هيڅ صورت ښايسته نده، حتی نور حيوانان لا تر بيزو ښايسته دي، که پسه يا آس ته وګورو تر بيزو څو چنده ښکلا لري، نو الله جل شانه  به څنګه بيزو يا د هغه اولاد  ښايسته وبولي؟
 
الله جل شانه  د قرآن عظيم الشان په ګڼو ایاتونو کي د انسان د خلقت توصيف کړی دی، چي ټول دلته نسي بيانېدلای؛ خو دومره وايو، چي که انسان د خلقت له پيله بل ډول وو او تر تکامل وروسته يې دغه شکل غوره کړی دی، چي د پخوا په نسبت پرمختللی شکل دی، د دې بې بنسټه ادعاء په رد کي الله جل شانه څه دپاسه ۱۴۰۰ کاله پخوا داسي فرمايلي دي:
 
مَّا تَرَىٰ فِي خَلْقِ الرَّحْمَٰنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِن فُطُورٍ ﴿الملك: ٣﴾.
ژباړه: د رحمن په خلقت کي هيڅ تفاوت نسته، نو بيا هم وګوره ايا کوم تفاوت ويني؟ د پورته ايت په اړه د مفسرينو مختلفي رايي دي، ځيني وايې د اوو اسمانونو دوهم صفت دی يعني اول صفت يې طباقاً دی. ځيني يې مخکي جملو ته مستانفه کلام بولي او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته خطاب دی. د مِن کلمه، چي د تفاوت څخه مخکي ذکر سوی ده دا د نفي د تاکيد لپاره کاريږي؛ ځکه دا  قاعده ده، چي کله د حرف نفي وروسته پر نکره اسم من داخل سي، نو هاته تعميم افاده کیږي. يعني هيڅ نسته لکه:
وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا ... ﴿هود: ٦﴾.
ژباړه: په مځکه کي هيڅ ژوندی شی نسته مګر د هغه رزق پرالله جل شانه  دی. 
ما، نافيه حرف دی، مِن د تاکيد لپاره دی او نکره اسم تفاوت دی.
د رحمان ذات په خلقت کي به نه تناقض وويني، نه به تباين (خلقتي اختلاف) وويني، نه به کوږ والی وويني، نه به سره مخالف وي بلکي سره برابر دي، مستقيم دي، چي دغه پر دې دلالت کوي، چي يو خالق لري.
 
مجاهد او ضحاک وايي: فطور شقوق ته وايي، د فطر جمع ده او فطر مات ته وايي. يعني په کوم ځای کي ته ماتوالی ويني؟ بلکي ماتوالی او اختلاف نسته.
 
قتاده  وايي: ايا ته د الله جل شانه  په خلقت کی خلل او ګډوډی ويني؟
دضمير پر ځای اسم ذکرول د تعظيم لپاره دی، چي د هغه ذات په خلقت کي څوک هيڅ فرق نسي محسوسولای، نو چي الله جل شانه  فرمايي، چي هيڅ څوک د رحمان ذات په مخلوق کي هيڅ فرق نسي ليدلای او د تکامل نظريې والا بيا وايي، چي د رحمان ذات مخلوق د تکامل وروسته فرق کوي، نو مسلمان خو د رحمان ذات بنده دی د هغه ذات پر ټولو خبرو ایمان لري. د مقابل جهت کلام له يوې خوا د رحمن ذات جل شانه  د کلام څخه مخالف دی او له بلی خوا يې ادعاء هيڅ اساس نلري، نو د هر مسلمان او عاقل لپاره دا ضروري ده، چي د تکامل پر نظریه هيڅ باور ونلري.
 
الله جل شانه  په خپل کلام کي د انسان داسي صفت کړی دی، چي پنامه يې هم ندی ذکر کړی بلکي د بشريت پلار حضرت ادم علیه سلام ته په نسبت يې د انسان ذکر کړی او فضيلت يې بيان کړی دی:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ ... ﴿الإسراء: ٧٠﴾.
ژباړه: موږ د حضرت آدم علیه سلام اولاد ته کرامت ورکړی دی.
نو بيزو يا بل حيوان خو د حضرت ادم علیه سلام اولاد ندی او نه کوم کرامت لري.
د قرآن علمي شواهد په واضح ډول دا په اثبات رسوي، چي انسان مقصودي مخلوق دی او له اوله سره يې همدغه شکل وو په شکل کي يې هيڅ بدلون ندی راغلی د قدونو لوړوالی او ټيتوالی، چي په احاديثو کي مذکور دی، چي د وخت په تیرېدلو سره قدونه کوچني کيږي هغه د شکل تغيير نه بلل کیږي.
 
الله جل شانه  موږ ته دغه خبر لا راکړی دی، چي په پخوانيو امتونو کي د ګناهونو له امله ځيني ډلي مسخ سوي دي د یهودو يوه ډله، چي د شنبې په ورځ له ښکار څخه منع سوي ول؛ خو هغو حيله جوړه کړه او د شنبې په ورځ به يې ماهیان خپلو جوړو سوو حوضونو ته رهنمايي کول د یکشنبې په ورځ به يې نيول، نو الله جل شانه  د دوی بيزوګان کړل او د نورو ګناهونو له امله يې نور بيا خنزيران کړي دي؛ ځکه دا ممکنه ده، چی مترقي او تکامل يافته مخلوق دي په ناقص واوړي او دا د عادت خلاف ده، چي ناقص مخلوق دي تکامل وکړي او په مترقي مخلوق دي بدل سي، نو انسان له اوله سره پر همدغه شکل خلق سوی دی.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته