لیکنه: ز. عزيزي
سرچينه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اصلاحاتو ارکان او پايې دمسلمان له کورنه ټولنې ته سرايت کوي، دمسلمان دکورنه مخکښ دعوتګر، ريښتينی معلم، ريښتينی مجاهد، نيکه ميرمن، روزونکې موراوسترسترمصلحان ټولنې ته وړاندې کيږي، کله چي کورنۍ ته پاملرنه دومره ارزښتمنه ده، او زموږ کورونه د ډول ډول منکراتو، کميو، بې پرواييوڅخه ډک دي، نودلته دا پوښتنه را ولاړيږي چي دکورنۍ داصلاح وسايل څه دي ؟
په دي ليکنه کي دپورتنۍ پوښتنې په ځواب باندې بحث کوو، چې په دي اړه د نصيحتونو يوه مجموعه ده، هيله ده چي الله تعالی به يې ګټور وګرځوي اوددې په وسيله به د اسلام رښتيني زامن پيدا اودمسلمان کور رسالت به يوځل دسره نوی سي، دا وسايل په دوو ټکيو باندې څرخيږي چي يا د منافعو راجلبول دي چي له معروف سره تړلي، ياهم د مفاسدو د فع کول دي، چې دا د منکرسره تړلي.
لومړۍ لارښوونه: د صالحې ښځې غوره کول
الله تعالی فرمايي: (وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ). سورة النور:۳۲
ژباړه:اونا واده هلکان اوپيغلې، نيک غلامان او وينځې مو واده کړئ، که بې وسې وي نو الله تعالی به يې له خپلې لورينې ماړه کړي، دالله تعالی هرڅه پراخ اوپه هرڅه ښه پوه دی.
ځوان بايد د ښځې په غوره کولوکې لاندې شرطونه په نظرکې ونيسي:
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
(تنکح المراةلأربع:لمالها،ولحسبها،ولجمالها،ولدينها،فاظفربذات الدين تربت يداک ) (بخاري ،ج:۴:ص،۳۲۲).
ژباړه: ښځه د څلورو ځانګړتياوو په درلودلوسره په نکاح کيږي: د مال په وجه (چې شتمنه وي) دحسب په وجه (ښه قوم اوکورنۍ ولري) د حسن اوجمال په وجه، دديندارۍ په وجه، کوښښ وکړه چي په دينداره ښځه باندی بريالی سې، لاسونه دې په خاورو ککړسه (په دې معنی چي غټه سرمايه دې ترلاسه کړه).
څنګه چي نيکه ښځه دنيکمرغۍ اوسعادت د څلورو اسبابوڅخه يوسبب دی، بده ښځه هم د بدمرغۍ او شقاوت د څلورواسبابوڅخه سبب دی.
لکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(فمن السعادة: المراة الصالحة تراهافتعجبک،وتغيب عنهافتأمنها علی نفسهاومالک،ومن الشقاء المراة التي تراها فتسوؤک،وتحمل لسانهاعليک،واء ن غبت عنهالم تأمنهاعلی نفسهاومالک) (رواه الترمذي؛ج:۶ ؛ص:۲۳۲).
ژباړه: اودنيکمرغۍ د اسبابوڅخه، يوسبب هم نيکه ښځه ده، چې په ليدويې خوشحاله سې، او کله چي له هغې نه ليرې ياغائب سې نو د خپل ځان او ستا د مال په اړه يې امانتداره وګڼې، اود بدمرغۍ د اسبابو څخه يوهم بده ښځه ده چي کله ورته وګورې، خوښ دې نه کړي (خپه دې کړي) ژبه يې تل پرتاحمله کوي، اوکه چيرې ترې ليرې ياغائب سې، نوپخپل ځان اومال باندې يې امانتداره نه ګڼې.
څرګنده خبره ده چې، نيک اوصالح سړی دنيکې ښځې سره، د نيک کوراو کورنۍ بنسټ ږدي، ځکه پاکه او سوتره ځمکه د خپل پروردګارپه اجازه او امرخپل فصل را اوباسي، او پليته ځمکه خپل فصل پرته د سختۍ اوپريشانۍ نه نسي را ويستلی.
-----------------------------------------------