تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د نصراني دعوتګرانو هڅي او حرص
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 3, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

(پنځلسمه برخه)


یوه یهودي دعوتګر، خپل دین ته دعوت کول


د افریقایانو په منځ کي یوې ځواني نجلۍ زما پام ځان ته واړوی، چي سپین رنګ او طلایي وېښتان یې لرل، په ظاهر کي د دېرشو کلونو ښکارېدله،  زه حیران سوم، له خپل ملګري څخه مي وپوښتله، چي دا څوک ده؟ هغه وویل: هغه د ناروې هيواد یوه نصراني دعوتګره ده، شپږ میاشتي کېږي همدلته ده.


په دې موده کي یې زموږ ژبه هم زده کړې او په سوونو خلک یې په خپل لاس د مسیحت دین ته اړولي دي.


هو! الله جل جلاله د سورت النساء په ۱۰۴ نمبر آیت کي فرمايي: (وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا)


ژباړه: د دښمني ډلي په تعقيبولو کي سستي مه كوئ، كه تاسي کړاؤ ګالئ، نو ستاسي په شان هغوى هم کړاؤ ګالي او تاسي له الله جل جلاله څخه د هغه څه هيله من ياست چي هغوى یې هيله من نه دي.


الله جل جلاله په هر څه پوهېږئ او الله جل جلاله د حكمت او پوهي خاوند دی، یو بل دعوتګر بیا وايي:


ما په المان کي ژوند کاوه، یو چا دروازه وټکوله، نو یوه ځوانه ښځه وه، ما وویل: څه غواړې؟ هغې وویل: دروازه خلاصه کړه. ما وویل: چي زه مسلمان یم او دلته یوازي اوسېږم او زموږ په دين کي دا جائز نه دي، چي په یوازيوالي کي دي نارینه له ښځینه سره وګوري، خو هغې ټینګار وکړ او ما دروازه ورته خلاصه نه کړه.


هغې وویل: زه یوه یهودۍ دعوتګره یمه، د خپل دین د دعوتګرو ډلي څخه یمه، دروازه خلاصه کړه او دا کتابچه در واخله.


ما وویل: چي زه هیڅ څه هم نه غواړم. زارۍ یې وکړلې، خو زه خپلي کوټې ته ولاړم، هغې خپله خوله د دروازې د کيلیو پر سوري کښېښووله او د لسو دقيقو له پاره يې د خپلو عقایدو بیان وکړ، کله چي يې خبري پای ته ورسولې، دروازې ته ورغلم او ومي ويل: ولي دي ځان دومره ستړی کړ؟ هغې وویل: چي زه اوس د آرامۍ احساس کوم، ځکه هغه څه چي زما په توان کي وه، ما د خپل دین د خدمت له پاره وکړل.


د دين دښمنانو يعني کفارو او ورته ډلو هڅي تر هغه زياتي روښانه دي، کوم  فکر چي موږ کوو.


وګورئ چي دوی د سټلایټ چینلونو، سي ډي نوارونو، کتابونو او مجلو له لاري څومره هڅي کوي، ترڅو مسلمانان بې لاري او د دین څخه يې غافل کړي.
د دوی هڅي که د مسلمانانو له هڅو سره پرتله کړو، نو د افسوس خاوري به پر سرونو وپاشو.


یو ځوان د تېلو پمپ ته نژدې ودرېدی او د پمپ کارګر څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو موټر ته یې تېل ور واچوي، په عین حال کي یې له هغه کارګر څخه پوښتنه وکړه، چي آیا ته مسلمان یې؟ هغه وايي: نه! زه مسلمان نه یم. بیا یې ځني وپوښتل: ولي! نه مسلمانېږې!؟ هغه ورته وویل: د اسلام په اړه معلومات نه لرم. ځوان ورته وویل: د اسلام په اړه به درته یو څه کتابونه ډالۍ کړم؟ کارګر هغه ته وویل: درواغ وایې. وویل: ولي به درواغ وایم!؟ هغه کارګر وویل: پنځه کاله کېږي چي په دې تېلو پمپ کي کار کوم، هر څوک چي له دې ځایه تېرېږي، وایي د اسلام په اړه لیکل سوي کتابونه درته راوړم، خو تر اوسه یوه یې هم نه دي راوړي، دا د مسلمانانو پر کمزورۍ دلالت کوي، چي هیڅ د اسلام دعوت ته توجه نه کوي.


په ښو امر او د بدو څخه منع یوازي د یوې خاصي ډلي کار بولي او ځانونه ځني فارغ ګڼي، خو اصلي خبره دا ده چي امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دې امت له ځانګړتیاوو څخه دي او هر مسلمان مکلف دی، چي دا وجیبه تر سره کړي، د نه ترسره کولو په صورت کي به تل د ناخوالو ورته مخ وي.


یو بل ملګری چي په یو هوایي ډګر کي د غیر مسلمانانو د دعوت په مرکز کي زموږ فعال غړی دی، وايي: یوه ډله خدمتګاران چي اندونیزیا ته روان وو، د دیني کتابو کڅوړي مي ورباندي ووېشلې. هغه وايي: چي یوه مسلمانه ښځه له خپلي خدمتګاري سره هلته له هغه ځایه تېرېدله، ترڅو له خپلي خدمتګاري سره خدای په اماني وکړي، ما هغې ته ور ږغ کړل او ومي ویل: خوري! واخلئ دا ډالۍ ستاسو خدمتګاري له پاره دی، ما هغې ته یو کڅوړه ورکړه، هغې وویل: دا څه دي؟ ما وویل:  دا ستاسو د خدمتګاري له پاره دي، کڅوړه یې خلاصه کړه او کله چي يې کتاب ولیدی، په بې پروايۍ یې وویل: چي دیني کتابونه! دیني کتابونه نه غواړو، بیا یې کتابونه پر مېز وغورځول او له خپلي خدمتګاري سره روانه سوه.


سبحان الله! د ځینو مسلمانانو شتون هیڅ ګټه نه لري. وګورئ، ځیني کسان چي زموږ په منځ کي دي د اسلام لوري ته د رابللو څخه څومره بې پروا دي. يو غیر مسلمان چي په  کلونو زموږ په منځ کي ژوند کوي او بیا په همغه شکل چي راغلي وي، بيرته په هغه ډول ستنېږي او د خپل بت او غوا عبادت کوي او یا تل خدای دوه یا درې  ګڼي.


مسلمان هم باید ځانونه همداسي جوړ کړي، چي دین ورته تر هر څه ارزښت ولري او د دین د یو ښاخ ساتلو له پاره د سر قربانۍ ته چمتو اوسي.

 

نور بیا... 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته