تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوري ژبي څنګه ژر زده کړو؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

نوري ژبي څنګه ژر زده کړو؟

 

لیکنه: علي الله متوکل

 

په څو ژبو پوهېدل کمال دئ. د ژبو په مټ ژوند اسانه او رنګین کیږي. که ستاسو یوه ژبه زده وي، ګواکي تاسو یو انسان یاست، که مو دوې ژبي زده وي، نو دوه انسانان؛ هغه داسي، چي د هري ژبي په زده کولو تاسو د هغو خلکو کلتور، عادات او د ژوند ډول پېژنی. د هغوی د علم، کتابونو او تاریخ څخه ګټه اخیستلای سی. چي څومره ژبي زده کوی هغومره مو کارونه اسانه کیږي او علمي بصیرت او پوهه مو لوړیږي.

د یو ژبي د زده کولو لپاره د ۵۷۵ ساعتونو څخه نیولې بیا تر ۲۲۰۰ ساعتونو پوري وخت ته اړتیا سته. د ژبي په زده کړه کي بیړه نه ده پکار. خو دا پیاد لری، چي هر انسان هر څو ژبي زده کولای سي، یوازي او یوازي و لیوالتیا او یو څه زحمت ته اړتیا سته.

ژبپوهانو، د ژبو استادانو او د پوهنتون پروفیسورانو په بېلا بېلو کتابونو، لیکنو او ویډیوګانو کي د ژبي د ژر زده کړي لپاره ځیني لارښووني وړاندي کړي. راسی، وې لولو:

 

یو: د ژبي زده کولو سبب

یوازي ژبه نه، بلکي تر هر کار مخکي باید د هغه د سرته رسولو سبب معلوم سي. ولي ژبه زده کوی؟ سبب مو معلوم کړی. د کار لپاره، تعلیم لپاره او که یا هسي ملګرو او کورنۍ ته ځان ښودني لپاره. څومره چي مو سبب قوي وي، هغومره به ئې په لیوالتیا زده کړی. افغانستان کي تر ډېره ځایه تعلیم د سند لپاره کيږي. د ژبي په زده کړه کي که مو سند هدف وي، نو بیا ډېر داسي تعلیمي مرکزونه دي، چي د یو څو پیسو په بدل کي سند درته جوړه وي- وخت به مو هم نه مصرفیږي.

 

دوه: صحیح درسي مواد

دا خورا اړین دي. ځیني خلک په ژبه کي یو داسي څه باندي تمرکز کوي او وخت ورباندي لګوي، چي هغه د ژبي په زده کړه کي چندان رول نه لري. د بېلګي په توګه: څوک چي غواړي د روانو خبرو او ورځنیو ستونزو د حل لپاره انګلیسي زده کړي، نو د انګلیسي ژبي و ټولو دولسو زمانو ته اړتیا نه لري. یوازي ۸ زمانې بسنه کوي. دترکي ژبي په اړوند هم خبره عیني ده؛ د ښوونځۍ په وختونو کي ترکی استادانو و موږ ته د ترکي ژبي له شپاړلسو زمانو څخه یوازي ۹ زمانې ویلې. موږ د افغان ترک لېسې ټولو زده کونکو کولای سوای د یوه کال په ترڅ کي په ترکي ژبه رواني خبر ي وکړو.

 

درې: وړ ښوونکي

ښوونکي د ژبي په زده کړه کي لوی رول لري. د ژبي زده کړه له هغه ښوونکو څخه ښه کیږي، چي د هغوی مورنۍ ژبه وي. یعني انګلیسي د امریکایي، کاناډایي او انګلېسیانو څخه ښه زده کولای سی، ترکي ژبه له ترک او عربي له عرب څخه. خو داچي زموږ هیواد کي دا اسانتیا نسته، نو بیا هڅه وکړی، چي د ژبي د زده کړي لپاره پر کیفیت برابر مرکز پیدا کړی او تر شروع کولو مخکي ئې د ښوونکو سره مجلس وکړی. یعني بې ځایه پیسې او وخت مصرفوی. او په داسي کولو سره مو د ژبي د زده کړي مینه هم کمیږي.

 

څلور: د ژبي اساسي لغاتونه زده کول

هره ژبه کي ځیني داسي لغاتونه سته، چي تر ټولو زیات کاريږي. ددغو لغاتونو په زده کولو سره به ژبه په ډېره اسانۍ زده کړی. اوس پوښتنه داده، چي په یو ژبه کي به اساسي لغاتونو څنګه پېژنو؟ ددې لپاره یوازي په انګلیسي کي کار سوی دئ او تر یوځایه په عربي، فرانسوي، هسپانوي او ترکي کي هم سوی دئ. په انګلیسي کي دا کار اکسفورډ کړی دئ .

 

پنځه: تمرین، تمرین او تمرین

څومره چي تمرین ډېر کوئ، هغومره به مو ژبه ښه زده کیږي. په تمرین کولو کولو به مو ژبه په ښه توګه زده سي. یوازي په تعلیمي مرکز یا ټولګي کي نه، له ټولګی دباندي هم د ژبي و زده کړي ته وخت ورکول اړین دي.

 

شپږ: چاپیریال جوړول

کومه ژبه چي زده کوی، ټول چاپیریال مو په هغه ژبه جوړ کړی. د بېلګي په توګه: د سودا لیست مو په هغه ژبه ولیکی، خپل یاداښتونه، ملګرو ته میسجونه، لارښوني او نور په هغه ژبه ولیکی. د ملګرو، استادانو او ټولګیوالو سره مو په هغه ژبه و ږغېږی. خبرونه هم په هغه ژبه واوی، دا صحیح دئ، چي په شروع شروع کي به نه په پوهېږی، خو وروسته به عادي سئ.

 

اووه: له تېروتنو مه وېرېږئ

هرڅوک تېروتني کوي. تاسو چي کومه ژبه زده کوی، له هرچا سره په هغه ژبه خبري کوئ. له تېروتنو مه وېرېږی. که مو له تېروتنو و وېرېږی، نو هیڅکله به ژبه نه کړی زده. له ماشومانو ئې زده کړی. د څېړونکو په وینا هغوی ځکه ژبه ډېر ژر زده کوي، چي له تېروتنو نه وېرېږي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته