تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي دحرام او فحشا څخه دپرهيزګټي
 
  April 20, 2017
  0
لېږونکی: محب الله ذاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

الله جل جلاله چې کوم شیان په خپلو بندګانو حرام ګرځولي دي د هغې د زيان او نقصان کچه يواځې په پوره ډول د الله عزوجل په علم کښې ده نو ځکه يې د ايمان خاوندان ورڅخه منع کړيدي، الله عز وجل فرمايلي دي: 

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.) (المائده: ۹۰)
 
ژباړه: اى هغو کسانو! چې ايمان يې راوړى دى (اى مؤمنانو) بيشکه هم دا خبره ده چې شراب او قمار او بتان او غشى (د فال، داڅلور واړه ټول) پليت دي دا کار د شيطان څخه دی نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه له پاره ددې چې نجات و مومئ تاسې (په دې ځان ساتلو سره).

څرنګه چې قرآن کريم کښې الله جل جلاله د ډېرو پيړيو را په دې خوا شراب منع کړي دي، په داسې حال کښې چې نن ورځ ټول هغه هيوادونه چې وګړي يې په دغه ناوړه کار باندې معتاد دي د شرابو د کمولو او ختمولو لپاره زيار او کوښښ کوي، همدارنګه د زنا او لواطت په سبب چې کومې ناروغۍ مينځ ته راځي او هر کال د مليونو څخه زيات انسانان پرې ککړيږي. او ننى طب د هغې د علاج څخه هم عاجز دى،

 الله رب العزت فرما يلي دي: 

(وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً). سورة الإسراء
ژباړه: او مه نژدي کيږئ تاسې ښځو ته بيشکه چې دا زنا ده قبيحه (عقلاً او شرعاً) او بده ده دغه زنا له جهته د روش هم (چې زيان او فتنه ځنې پيدا کېږي).
 

په همدغه اساس د اسلام په دين کښې ددغې فتنې د مخنيوي او نورو زياتو ګټو ته په کتنې سره نکاح (واده کول) پر مسلمانانو واجب ده ، په فتاوٰى حقانيه درېيم ټوک کتاب الحج کښې ذکر دي چې کچېري په فتنې کښې د مبتلا کېدو خطره قوي وي نو بيا دې بايد د حج د اداکولو څخه مخکې واده وکړي. 

څرنګه چې ددې عصر نوي تحقيقاتو دا خبره ثابته کړې ده چې د غلطو او ناروا روابطو په سبب يو شمير مهلک امراض لکه: (ايډز، سيلان، مرض الزهرى، هر بس او...) را مينځ ته کېږي چې ټول طبيبان او حکما يې د مخنيوي او علاج څخه عاجز پاتې دي مګر د اسلام مقدس دين کښې د قرآن کريم او مبارکو حديثونو د حکم او وضاحت له مخې، ددې ټولو وژونکو ناروغيو او نورو آفاتو څخه د ساتل کيدو يقيني او حقيقي نسخه د ډېر پخوا څخه بيان سوې ده، چې د زنا، لواطت ، فواحش او نورو بدو عملونو څخه په دائمه توګه ځانونه وساتئ ، رښتيني رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه ښه فرمايلي دي:

قال: ( لَمْ تَظْهَرِ الْفَاحِشَةُ فِي قَوْمٍ قَطُّ ، حَتَّى يُعْلِنُوا بِهَا ، إِلاَّ فَشَا فِيهِمُ الطَّاعُونُ ، وَالأَوْجَاعُ الَّتِي لَمْ تَكُنْ مَضَتْ فِي أَسْلاَفِهِمُ الَّذِينَ مَضَوْا.) ابن ماجه
يعنې که چېرې په يو قوم او ټولنه  کښې د زنا او بې حيائې عملونه رواج پیدا کي ، نو الله جل جلاله  به په دغه قوم طاعون او هغه دردونه (مرضونه) راولي چې د دوئ څخه وړاندې په نورو انسانانونه وو راغلي، 

همدارنګه په نن عصر کښې د ځوان نسل د بې حيائی او فحاشۍ او نورو جرمونو د ارتکاب اسباب او وسيلې لکه (تلويزون، ويسيار، کيمره لرونکي مبائلونه، ډش (کيبل) او انټرنيټ) تر هغې چې دا بې کاره وسائل لرې نه سي او يا يې منفى (غلط او بې فائدې) استعمال بند نه سي نو د انسانيت پاک او عزتمند ژوند به په وحشت او تباهۍ تبديل سي لکه څنګه چې اوس يې وينو. 

العبد يُقرعُ بالعصا 
والحُرُّ تکفيه الإشارة 
 
وإذاکان رب البيت ضارباً بطبل 
فلاتلوم الأولاد فى الرقص 

سرچنه: د کوثر اوبه 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته