ليکوال: عبدالحميد "ارغندابی" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ځيني کمزوري وګړي دژوندانه په ډګر کي دخپل فکري استعداد له مخي د پيښو او مسائلو ارزيابي اوتحليل کوي، دغو کسانو ته خپلي کړني حقيقت ښکاري؛ نوځکه کله چي په عمل لاس پوري کړي، د خپلو اعمالو او کارونو د مثبتو نتايجو او برياوو انتظار باسي، مګر کله چي دخپل اقدام څخه مطلوب نتايج ترلاسه نه کړي، هغه وخت نو د پښيمانۍ لاسونه پړکوي، غواړي چي په خپل تحليل او اعمالو کي بدلون اونوښت رامنځ ته کړي؛ ترڅو د خپلو مطلوبو اهدافود تحقق له پاره ګټه ترې پورته کړي؛ مګر د هغه په کارونوکي نوښت هم ګټور نه وي داځکه چي د دوی په عمل اونظرکي څه داسي بدلون نه راځي، چي هغه علمي او د ژور فکر محصول وي.
داسي وګړي نه د چا مشوره مني او نه د مشاور خيال ساتي، د بې ځايه ټينګار له مخي څوک د ځان سيال هم نه بولي، هرڅه ته په سپک نظر ګوري، خپلي تېروتني پټوي اوحقايق په بډه وهي؛ حقايق په بډه وهل ناشونی عمل دی، دا ځکه چي حقايق سترګور خلګ ويني او د هر هغه څه پټونه، چي ليدل ئي دونه ګران نه وي دعقل اومنطق سره سمون نه خوري.
ښه داده، چي په ژوندانه کي حقايق بربنډ اوبرملا سي، ترڅو په دې هکله د خلګو عکس العمل ښکاره او د زيانونو په اصلاح کي لازم اقدامات ترلاس لاندي ونيول سي.
په هرکار کي دتخصص د خاوندانو او هوښيارانو څخه مشوره اخيستل او په عمل کي دخپل ارمان د تحقيق له پاره ګټه ورڅخه اخيستل يوعلمي او منطقي عمل دی، چي نتيجه ئې تل مثبته اوګټوره وي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه