تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یو آهنګر قصه - د لمانځه ارزښت
 
  July 2, 2016
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د حضرت امام احمد بن حنبل رحمه الله د کور مخي ته یو آهنګر اوسېدی، د عیال د زیاتوالي په وجه به هغه ټوله ورځ کار کاوه، د هغه عادت و که چيري هغه به چکوش په لاس کي پورته کړی و چي په هغه اوسپنه ماته کړي او په دغه وخت کي به د اذان اواز راغلی نو هغه به چکوش پر اوسپني د وهلو پر ځای پر ځمکه کښېښودی او ویل به يې چي زما د پروردګار له خوا څخه اواز وسو، زه به مخکي لمونځ کوم بیا به کار کوم، کله چي هغه مړ سو نو چا په خوب کي ولیدی، هغه پوښتنه ځني وکړه چي څه وسوه؟ 


وې ویل چي الله تعالی ماته له امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه (چي د حنبلي مذهب مشر امام دی) لاندي درجه راکړې ده، هغه پوښتنه ځني وکړه چي ستا علم او عمل خو دومره نه و، هغه ځواب ورکړ چي ما به د الله تعالی د نوم ادب کاوه او د اذان په اورېدو سره به مي کار بس کاوه چي لمونځ وکړم، د دې ادب په وجه الله تعالی پر ما مهرباني وکړه (او د یوه دومره لوی امام سره نژدې درجه یې راکړه).
 
ماخذ: پاشلي ملغلري
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته