تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غيبت اوريدل هم غيبت دى
 
  December 18, 2015
  0
راليږونکي: فدا محمد سحر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ډير داسي وخت پيښيږي کله کله نارينه او يا هم ښځينه سره يو ځاي سى دوی دي و څه خبرو کولو وروسته دستي په غيبت شروع کوي دا چي خپله غيبت زياته ګناه لري خو اوريدل يې هم ګناه لري. په یوه روایت کي راځي چي د غيبت اوريدونکی د غيبت کونکو څخه دى. 

..... قال أحدهما لصاحبه إن فلانا لنئوم ثم طلبا أدما من رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال قد ائتدمتما فقالا ما نعلم فقال بلى ما أكلتما من لحم صاحبكما. ( أخرجه أبو العباس الدغولي في الآداب من رواية عبد الرحمن بن أبي ليلى مرسلا نحوه/ احيا العلوم ج ٣ ص ١٥٥)

روايت راغلى دى چي دوه صحابه کرام په يو مجلس کي يوه هغه بل ته وويل فلانى ډير خوب جن دى بيا دوى و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يو کس ورواستوى چي موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يو نان خور شى راوړه چي موږ ډوډۍ ورسره وخورو عليه السلام وهغه کس ته وويل ورسه ، وا تاسى خوړلى دى بيا دوى ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل موږ هيڅ شى نه دى خوړلى عليه السلام ورته وويل بيشکه ليکن تاسى د خپل ورور غوښه خوړلې ده.

عن ابن عمر نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الغيبة وعن الاستماع إلى الغيبة. (الترغیب والترهیب)
مَنْ أُذِلَّ عِنْدَهُ مُؤْمِنٌ وَهُوَ يَقْدِرُ عَلَى أَنْ يَنْصُرَهُ فَلَمْ يَنْصُرْهُ أَذَلَّهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى رُءُوسِ الْخَلَائِقِ. (شعب الایمان و رواه احمد مثله...)

نبي کریم عليه السلام فرمايي د کوم انسان په حضور کي چي يو څوک رسوا کيږي او دى يې کومک ونه کړى او پر کومک قادر هم وي نو الله (جل جلاله) به دى په ورځ د قيامت کي د ټوله مخلوقاتو په حضور کي رسوا کړي.

په بل روایت کي راځي چي څوک د خپل ورور څخه په غيابه د هغه رسوايي دفعه کړي نو پر الله حقه ده احسانا چي د قيامت په ورځ به دد د مخ څخه اور رد کړي.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته