ژباړه: نوید احمد نعیم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-06-06
د لاندي اعمالو په کولو سره څرګندیږي چي د یوه مسلمان عبادات د قبولیت درجې ته رسیدلي دي.
۱: د الله تعالی پر حکم هر شی قرباني کول او پر دین غیرت کول
۲: د الله پاک بیره پر انسان غالبه کیدل.
۳: نیک خوبونه لیدل.
۴: ښه فراست ورته نصیب کیدل یعني داسي ځراکت الله پاک ور نصیب کړي چي د انسانانو په حالاتو (روحیاتو) پوهیږي.
۵: د دعاګانو قبلیدل. دعاګاني یې قبلیږي.
دا علایم دا جوتوي چي د مسلمان عبادات قبلیږي.
د امام شاه ولي الله رحمه الله د القول الجمیل څخه په مختصر ډول