لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په هندوستان کي چي کله انګریزانو ورځ تر بلې خپل استعمار زیاتوی مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه او مو لانا رشید احمد ګنګوهي رحمة الله علیه په ۱۸۵۷ میلادي کال کي د ازادۍ د جنګ وروسته د دارالعلوم دیوبند مدرسې بنسټ کښیښود، مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خوب کي ولیدی چي د دارالعلوم ټول حدود یې ورته معلوم کړل،مولانا رفیع الدین د دارالعلوم دیوبند دوهم مهتمم بیا خوب ویني چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم راغلی چي مبارکه لکړه یې په لاس کي ده، د مدرسې شمال لورته چي د مدرسې کوم تهداب ایښودل سوی دی، هغه ته یې اشاره وکړه، او بیا یې وویل چي د مدرسې صحن کوچنی دی، تر دغه ځای پوري دا مدرسه اوږده کړئ.
بالاخره همدغه مدرسه په یوه ستر نړیوال علمي، فکري او جهادي مرکز باندي بدله سوه، او دیوبند نه صرف یوه مدرسه ده بلکې یو مسلک او یوه نظریه او عقیده ده، چي بې شماره حقاني علماء، مجاهدین، روحانیین او مفکرین یې و زیږول، له همدې مدرسې څخه دارالعلوم حقانیه، دارالعلوم کراچي، جامعة العلوم الاسلامیة بنوریه، دارالعلوم اشرفیه او نورې په زرهاوو د علم او عرفان مرکزونه ورڅخه تشکیل سول، دارالعلوم دیوبند نه یواځي مسلمانانو ته ګټه ورسول بلکې غیرمسلمانان هم د هوسایی پر ټغر کښیناستل، انګریز ښکیلاک دړې ورړې سو، اولسونه ازاد سول، فکري شعور یې وده وکړه، ملتونه د ښه تجارت، شتمنیو، علم او امتیازاتو خاوندان سول.
(خطبات احتشام ۱/ ۳۹۲)، خطبات فقیر ۲/ ۱۸۹)، ( درس حدیث ۷/ ۱۱۸)
اړوند: