تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تقوا څنګه وکړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 9, 2018
  1

ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دلته دا پوښتنه پيدا کيږي، چي زموږ چاپيريال او ماحول د ګناهونو څخه ډک دئ. چي هري خواته ځو نو د ګناه دعوت او د ګناه ډېرښت دى. سترګي د ګناه څخه را ګرځول آسان کار نه دئ ، غوږونه د ګناه څخه را ګرځول آسانه کار نه دئ. يو ځاى ساز او موسيقي شروع ده، يو ځاى غيبت شروع دئ ، يو ځاى ښکنځل دي او بل ځاى درواغ دي. خپل نس د حرامو څخه ساتل آسانه نه دئ، په ځينو ځايونو کي رشوت، په ځينو ځايونو کي سود او په ځينو ځايونو کي ناجايزه مزدوري يا وظيفه وي. د ځينو کارونو او وظيفو څخه غلا کيږي (تنخوا خو پوره اخلي مګر کار پوره نه کوي) او داسي نور. لنډه دا چي د تقوا د کولو حکم (اتَّقُوا اللَّهَ) ډېرلنډ دئ مګر کله چي د عمل ځاى راسي نو د ګناهونو څخه ځان ساتل آسانه نه معلوميږي. ګواکي د ټولني حالت داسي دئ چي هر ځاى مرداري (نجسي) اوبه ولاړي دي او ته بايد په دې اوبو کي تېر سې، مګر خپل بدن، کالي او چپلۍ به ددغو مردارو اوبو څخه ساتې چي دا يو آسانه کار نه دئ.

 

د قران مجيد ځانګړى اسلوب
د تقوا کولو حکم کونکى رب الارباب (د ټولو پالونکو پالونکى) دئ. زموږ پيدا کونکى او مالک دئ ، زموږ په بدن کي د ګناهونو جذبه هم الله پاک جل جلاله پيدا کړېده او هغه زموږ په کمزوريو هم خبر دئ او ددې کمزوريو علاج هم ور ته معلوم دئ. حال دا چي د قران مجيد اسلوب داسي دئ چي کله الله تعالى يو داسي حکم صادر کړي چي د هغه په عملي کولو يو څه تکليف او مشکلات وي نو ددې حکم تر څنګ يو بل حکم هم کوي چي ددې دوهم حکم په عملي کولو سره لومړى حکم ډېر اسانه کيږي. 


د تقوا د اختيارولو طريقه...


لومړى طريقه: د الله تعالى د دوستانو سره ناسته ولاړه کول


په مخکني ايت کي چي يې دا حکم وکړئ (اتَّقُوا اللَّهَ) چي تاسو تقوا اختيار کړئ (د ګناهونو څخه ځان وساتئ) نو تر څنګ يې يو بل حکم هم وکړئ چي په هغه سره عمل کول (تقوا کول) اسانه سول، هغه حکم دا دئ:


(وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) سورة التوبة: ۱۱۹
ژباړه: او د رښتينو (صادقو) سره واوسيږئ.


يعني د الله تعالى د رښتني دوستانو سره ناسته ولاړه کوئ. د الله تعالى د دوستانو سره تعلق جوړ کړئ، د هغو سره مينه او محبت پيدا کړئ، د هغو ليدو ته ورځئ، د هغو سره ملاقات کوئ، د هغو خبري اورئ او داسي نور. کله چي دا کار وکړئ نو په تاسو کي تقوا په خپله پيدا کيږي. د الله تعالى د دوستانو سره چي څومره ستاسو ليدل کتل ډېر وي په هغه اندازه به د ګناه څخه ځان ساتل ستاسو لپاره آسانه وي (چي اوسې نو په خوى به د هغو سې).


د الله تعالى دوستان به د قيامت تر ورځي پوري وي
ځني خلک وايې چي نن سبا د الله دوستان چيري پيدا کيږي؟ علامه مفتي محمد شفيع رحمة الله عليه به فرمايل: که تاسي په اوس زمانه کي په اولياوو الله پسې ګرځئ نو د شيخ عبدالقادر جيلاني، بايزيد بسطامي او مولانا رومي رحمة الله عليهم په څير خلک نه سى پيدا کولاى خو تاسي دهمدې زمانې اولياء الله خامخا پيدا کولاى سئ. 


او الحمد لله هغوئ سته، تر قيامته پوري به وي، ولي؟ په خپله په دې ايت کي يې دليل دئ. په دې ايت شريف کي الله تعالى د قيامت تر ورځي پوري و راتلونکو انسانانو ته دا حکم کړئ دئ چي تاسي د الله جل جلاله د دوستانو سره واوسېږئ. که چيري د الله تعالى دوستان نه وي نو بيا خو د هغو سره اوسېدل ممکن نه دئ (او الله جل جلاله داسي حکم نه کوي چي پر هغه عمل کول ناممکن وي).


نو له همدې کبله همدغه ايت شريف دا فرمايي چي تر قيامته پوري به د الله جل جلاله رښتني دوستان موجود وي او ستاسو کار دا دئ چي هغوئ پيدا کړئ. 


پر صراط مستقيم يې د الله جل جلاله د دوستانو حواله ورکړې ده
سورة فاتحه (الحمد لله...) چي موږ يې د هر لمانځه په هر رکعت کي وايو، په دې کي الله تعالى موږ ته يوه دعا را ښوولې ده چي تاسي داسي واياست: 


(اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) الایة 
ژباړه: (اى الله ( جل جلاله و موږ ته د سيده لاري لارښوونه وکړه.


او بيا يې د سيده لاري تشريح داسي وکړه: صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ. 
ژباړه: د هغو کسانو پر لاره (هدايت را کړې) چي تا انعام پر کړى  دئ.


د انعام والا خلکو علامې يې هم راښوولي دئ. د قران مجيد په يو بل ځاى کي د الله جل جلاله ارشاد دئ: 
(
فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ...)  ( سورة النساء: ٦٩ ) 
ژباړه: نو هغوئ به (د قيامت په ورځ) د هغو خلکو سره وي پر کومو چي الله تعالى انعام کړئ دئ چي انبياء، صديقين، شهداء او نېک خلک دي. 


ددې ايت شريف څخه معلومه سوه چي انعام والا خلک څلور ډلې دي لکه:


١: انبياء عليهم السلام
٢: صديقين
٣: شيهدان
۴: صالحين


که څه هم اوس انبياء عليهم السلام موجود نه دي مګر د الله تعالى د دوستانو پاته درې ډلې نن هم سته. نو قرانکريم دا وايي چي د هغو لاره پيدا کړى او په هغو پسې سئ، سيده به جنت ته ولاړ سئ.


د څه ډول خلکو مجلس بايد اختيار کړو؟
د اولياؤ الله څخه هم هغه خلک مراد  دئ چي خپل ټول ژوند يې د شريعت په غالب کي اچولي وي او که داسي شخص باوري او مستند ديني عالم هم وي نو د داسي چا مجلس او ملګريتوب اختيارول خو زر واره غنيمت دئ. مګر که چا نژدې يو باوري عالم ولي الله پيدا نه کړئ مګر داسي څوک يې پيدا کړئ چي ځانته تکړه ديني عالم خو نه وي مګر د علماؤ په صحبت کي اوسېدلى وي او علماء کرامو پر ده باور کړى وي نو بيا دده صحبت يا مجلس هم غنيمت دئ.


دوهمه طريقه: د تبليغي جماعت سره وخت لګول
او که د چا تعلق د الله جل جلاله د رښتني دوستانو سره په يوه وجه سره مشکل وي، مثلاً: يو ولي الله (د الله جل جلاله دوست) ډېر ليري اوسيږي او د هغه سره د اړيکو ټينګولو موقع نه پيدا کيږي نو بيا يوه بله لاره سته. هغه دا چي الحمد لله زموږ د تبليغي جماعت کار شروع  دئ. دا يو خاموش ديني انقلاب دئ. اوس په ټوله نړۍ کي داسي لحظه نه تيريږي چي په هغه کي دي ددې تبليغي جماعت قافلې د الله جل جلاله پيغام تر انسانانو نه رسوي. 


دا خبره پر خپل ځاى صحيح ده چي په دوئ کي د علماوو کمښت دئ مګر په څومره  ديني کار چي دوئ اخته دئ ، دومره  ديني کار په علماؤ پوري تړلى نه دئ (چي خامخا به علماء دغه کار کوي بلکي بې علمه خلک هم دومره د دين خدمت کولاى سي لکه څومره چي يې تبليغي جماعت کوي). د دوئ  ديني کار تر شپږو نمبرو پوري محدود دئ. البته ددې شپږو موضوعاتو په برکت سره  دوئ نور ډېر شيان هم په نصيب کيږي. نوهغه چا ته چي د اولياؤ الله مجلس ورته اسانه نه وي، هغوى دي د تبليغي جماعت سره ډېروخت ولګوي. 


دا ښه په ياد ولرئ، چي د تبليغي جماعت سره په وخت لګولو کي د الله تعالى د نورو حدودو او قيوداتو ساتنه هم ضروري ده، نو ځکه په تبليغ کي داسي وخت ولګوئ چي په دې کي د نورو حقوق تر پښو لاندي  نه سي، نه د مور او پلار حقوق او نه د ښځې او ماشومانو حقوق. که د دوئ حقوق تر پښو لاندي سول نو په دې سره د قيامت په ورځ مواخذه (نيول) کيږي.


ورځني کارونه
١- د قران مجيد تلاوت: هره ورځ د قرانکريم د تلاوت پابندي وکړئ او ناغه مه پکښي کوئ، که ډېر نه سى کولاى نو لږ تر لږه يوه رکوع تلاوت خو وکړئ. د سهار تر لمانځه وروسته چي څومره وخت پيدا کړى، که څه هم دوې، درې دقيقې وي نو بيا هم د قرانکريم د تلاوت کوښښ وکړئ.


٢- د ديني کتابونو مطالعه: په فارغه وختونو کي د  ديني کتابونو مطالعه کوئ. الحمد لله په هره ژبه  ديني کتابونه موجود دي او هر څوک په خپله مورنۍ ژبه مطالعه کولاى سي.


٣- د مناجات مقبول  دعاګاني ويل: پر دې سربېره د مناجات مقبول څخه هم هره ورځ د هغې ورځي  دعاګاني وغواړئ. په دې کتاب کي هغه ټولې دعاګاني سته چي په قرانکريم کي راغلي دي او هغه  دعاګاني هم پکښي سته چي رسول الله صلى الله عليه وسلم کړي دي او امت ته يې ښوولي دئ.


حکيم الامت حضرت تهانوي رحمة الله عليه دغه ټولي دعاګاني راجمع کړي دي او پر ٧ برخو يې وېشلي دي او د هرې برخې نوم يې منزل ايښى دئ. مثلاً د شنبې منزل، د يکشنبې منزل، د دوشنبې منزل او داسي نور. دغه  دعاګاني په عربي  دي او لاندي ترجمه هم ورسره ده. 


په دې کتاب کي ډېري زياتي جامع دعاګاني دي. د ځان او دوستانو د  دين او دنيا د هر اړخيزه ضرورتونو دعاګاني پکښي سته. که موږ ٢٤ ساعته دا فکر وکړو چي د الله تعالى څخه څه وغواړو نو بيا به هم هغه خبري جوړي نه کړو کوم چي په دغو دعاګانو کي راغلي دي .


په هر حال کي دوه کارونه


پر دې سربېره دوه کارونه داسي دي کوم چي بايد په هر حال کي وسي:


١: د لمانځه پابندي او هغه هم په جماعت سره او که د کوم عذر په خاطر جماعت ونه سي، نو چي هر چيري ياست او په هر حال کي ياست بايد لمونځ پرېنږدئ.


٢: د حرام مال څخه د ځان ساتولو کوښښ وکړئ.


ماخذ: تر حج وروسته به ژوند څنګه تیروو؟

 

ټولي تبصرې (1)
عبدالقدیر پوپل
September 11, 2018

نوید صاحب ډیر مهم موضوعاتو ته مو اشاره کړی ، قران مجید تلاوت ، مناجات ، د دینی کتابونو مطالعه  تبللیغیانو سره وخت تیرول ټولی ډیر مهم دی الله پاک دی د توفیق عمل  را کړی او الله پاک دی ثوابونه درکړی ، 

د نور داسی ګټورو لیکنو په هیله 
پوپل
پلازمنه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته