لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د امت یووالی
(یوولسمه برخه)
د پیغمبري دعوت له نظره غورځول
زموږ د تبلیغ، دعوت او اصلاحي هڅو ناکاره کولو کي او د اختلاف، جنګ او شخړو خلیج پراخولو کي تر ټولو زیات دخل ددې دئ، چي نن سبا د ژبې او قلم علماوو عموما پیغمبري طریقې له نظره غورځولي دي، په خبره کي د تول پیدا کولو او اغیزناکه کولو لپاره یې ادبي ژبه او ډول ډول لغاتونه کارول ذریعه بللې ده، حال دا چي تجربې او مشاهدې ثابته کړې ده چي دا یوه داسي منحوسه طریقه ده چي د خطاکار او ګمراه د اصلاح هیڅ هیله نه سي ځني کيدلای، دا طریقه هغوی پر ضد او اختلاف نور را پاروي، د اصلاح پر ځای په زړونو کي د دښمنۍ تخم کري او د دښمنۍ اور تازه کوي.
هوکي! د خپلو پلویانو او معتقدینو لپاره د یو څه وخت د تفریح او ساتېري وسیله جوړیږي او د هغوی له آفرین او واه واه ورکولو څخه لیکوالان دا فهموي چي موږ ددین په خورا ښه خدمت بوخت یو.
لیکن کوم خلک چي ددې مضمون مخاطبین وي د هغوی له زړونو دي وپوښتل سي چي که چیري و دوی ته ددې مضمون د پر حق کيدو یقین هم وسي نو دا پېغورونه او د تمسخر او پسخند طریقه به دوی و حق ته له راتګ څخه منع نه کړي؟ او دوی به د تل لپاره ددې بلونکي دښمن ونه ګرځي؟
د پیغمبري دعوت څلور عناصر
ددې برعکس که د الله جل جلاله د رسولانو او پیغمبرانو طریقه وکتل سي، د هغه الفاظ ساده، خو له انساني همدردۍ ډک او نرم وي، هغوی د مخالفینو سخت پوچ او رد اوري، بیا هم ساده او نرم ځواب ورکوي، پیغور نه ورکوي، په زړه کي یې د همدردۍ جزبه وي چي په یوه طریقه د حق خبره په ومني، ددې لپاره له حکمت سره تدبیر هم کاروي.
د پیغمبري دعوت روح د قرآن له یوه لفظ «نذیر» څخه فهمیږي چي د هر پیغمبر لپاره په قرآن کي استعمال سوی دی، په قرآن کي څو ځایه ورته بشیر اونذیر ویل سوي.
د «نذیر» کلمې ژباړه په اردو (او پښتو ژبو کي) کي په ویرونکي کول کیږي خو د ویرولو کلمه د نذیر پوره مفهوم نه سي ادا کولای، د اردو (او پښتو ژبو ) د تنګۍ له امله دا ژباړه ورته انتخاب سوې ده، حقیقت دا دی چي د ویرولو مختلف صورتونه دي، یو د غله او ډاکو ویرول، د ځناور او دښمن ویرول دي او بل د یوه مشفق پلار خپل زوی له لړم، اور او زهرو څخه ویرول دي، لومړی ډول مازي تخویف (ویرول) دی، انذار نه دی. و غله، ډاکو او دښمن ته نذیر نه ویل کیږي او دوهم ډول چي د لورین پلار لخوا دي، هغه ویرول د شفقت او همدردۍ پر بناء دي، له مضر او تکلیف رسوونکي شیانو څخه ویروونکي ته نذیر ویل کیږي، د انبیاء علیهم السلام لپاره د نذیر لفظ په کارولو سره د تبلیغ او تعلیم د روح وخوا ته اشاره ده، چي هغوی یواځي یو پیغام نه رسوي، بلکي په حکمت، همدردۍ او خیرخواهۍ سره ددې پیغام موثر جوړولو او مخاطب له هلاکته ساتلو بشپړ تدبیر او هڅه هم کوي.
په قرآن کریم کي چي د دعوت اصول په یوه آیت کي بیان سوي دي ، هغه ګویا ددې «نذیر» د کلمې تشرېح ده، الله جل جلاله فرمایي:
أُدْعُ اِلَی سَبِیْلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جَادِلْهُمْ بِالَّتِيْ هِيَ الْأَحْسَنُ.
دلته د دعوت الی الله په آدابو کي تر ټولو مخکي «بالحکمة» راغلی دی، چي مطلب یې دا دی چي دداعي کار مازي یو پیغام او کلام د خلکو تر غوږونو رسول نه دي، بلکي مناسب وخت او مناسب ماحول ته په کتو سره په داسي عنوان پیغام رسول دي چي مخاطب ته یې منل اسانه سي.
دوهم شی «موعظة» ده چي معنا یې په همدردۍ او خیرخواهۍ سره و ښه کار ته رابلل دي، له دې معلومه سوه چي دداعي لپاره اړین دي چي کومه خبره کوي، د همدردۍ او خیرخواهۍ په جزبه دي یې کوي.
درېیم شی له موعظه سره د «حسنه» قید دی په دې کي د عنوان نرمولو او جالب جوړولو ته اشاره ده؛ ځکه کله نا کله په یواځې همدردۍ او خیرخواهۍ سره یو څوک و خپلو ښو ته رابلل کیږي، خو عنوان، ګړدود او لهجه يې زړه زخمي کوونکي وي نو بیا هغه دعوت هم اغیزناک نه وي؛ ځکه له موعظه سره د حسنه قید زیات سو، خلاصه دا چي په دې آیت کي د پیغمبري دعوت آدابو کي یې درې شیان ضروري وګڼل:
۱ـ حکمت او تدبیر، دا ځکه چي دعوت ناکاره نه سي، موثر سي.
۲ـ په همدردۍ او خیرخواهۍ سره د نیک کار بلنه.
۳ـ دا چي ددې بلنې عنوان، ګړدود او لهجه نرم او د منلو وړ وي.
۴ـ په آخر کي یې یو څلورم شی دا ور زیات کړ، چي دعوت که ددې آدابو برسېره هم ونه منل سي او د مجادلې نوبت راسي بیا دي نو په عامیانه انداز مجادله نه کیږي، بلکي «بالتي هي الأحسن» یعني مجادله دي هم په ښه طریقه وسي.
ابن کثیر ددې په تفسیر کي فرمايي: «برفق و لین و حسن خطاب » یعني مجادله دي هم په نرمۍ، خیرخواهۍ او حسن خطاب سره وي او په تفسیر مظهري کي فرمايي، چي «مجادلة بالتی هي الأحسن» دا ده، چي پکي خپل خښم ایستل او د خپل ځان لوړتیا هدف نه وي، بلکي یواځي د الله جل جلاله لپاره، د حق کلمې د لوړتیا لپاره وي او «مجادلة بالتي هي الأحسن» یواځي له مسلمانانو سره د مباحثې لپاره نه ده، بلکي که له کافرانو سره هم د مجادلې نوبت راځي، نو هم انبیاء علیهم السلام ته د همدې لارښوونه سوې ده، آیت کي فرمايي:
وَ لَاتُجَادِلُوا أَهْلَ الْکِتَابِ اِلّا بِالّتِيْ هِيَ الأحْسَنُ. الآیة
یعني که له کفارو او اهل کتاب سره د مجادلې نوبت راسي، نو هغه دي «مجادلة بالتي هي الأحسن» یعني په نرمۍ، خیرخواهۍ او ښه خطاب سره وي.
نوربیا...
www.taleemulislam.net