تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جرم پیژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 22, 2024
  0

ترتیب کوونکي: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 جرم پیژندنه 

 

په جرائمو کي د شخصیت تاثیر 


په جرائمو کي د شخصیت تاثیر په دوو برخو ویشو لومړۍ د جرم کولو څخه مخکي دوهم له جرم کولو څخه وروسته 


۱-  له جرم کولو مخکي 


۲ – له جرم کولو وروسته 


مخکي له دې چي په جرائمو کي د شخصیت په تاثیر باندې بحث وکړو ، لومړۍ باید شخصیت وپیژنو! 


د شخصیت لغوي معنا : شخصیت په لغت کي هغو ځانګړتیاو ته ویل کیږي چي یو شخص د نورو اشخاصو څخه په واضحه توګه بیلوي. (( الشخصية ) صفات تميز الشخص من غيره .المعجم الوسیط ،ج ۱صفـحـ ۴۷۵ــه باب الشین المکتبة الشامله)


زیاتره ارواه پوهان د مختلفو عواملو په نظر کي نیولو سره مثلاً ناسمي کړني د شخصیت ځانګړتیا ګڼي، دوی په دې عقیده دي، چي ځیني شخصیتونه د جرائمو ارتکاب ته خاص تمایل لري ، همدارنګه ادعا لري، چي د تیرو عقیدو پر خلاف د جنین او ارثي خواصو په اساس داسي ګڼل کیده ، که چیرته د یو چا والدین مجرمین وي، نو حتماً به ئې اولاد هم مجرم وي، برعکس د هغه پر ځای د ماشومتوب په وخت کي ناسمي تجربې د افرادو او چاپیریال سره ناسالمي اړیکي ناروغۍ او داسي نور د جرمي تمایل عوامل ګڼي او له دې وجي ئې شخص د انحرافاتو طرف ته تمایل کوي .

 

د شخصیت اصطلاحي تعریفونه د جرم پیژندونکو او اروا پوهانو لخوا  زیات تعریفونه شوي، خو  یواځي دلته درته د جرم پیژندونکو تعریف وړاندي کوو. 


جرم پیژندونکي وايي : هر انسان د ځان نه د یو کار په مقابل کي یو ډول ځانګړي عکس العمل ښيي چي د هغه د خاص شخصیت ښکارندوی کوي، چي همدا ځانګړې جنبه هغه د نورو انسانانو څخه بیل او جلا کوي،  مثلاً لکه موږ چي وایو فلانی ډیر ښه شخصیت لري، یا فلانی ډیر بې شخصیته دئ، یا د چا شخصیت وژنه مه کوه او داسي نور.  


نو اصطلاحي تعریف داسي کوو ، د یو فرد فزیکي ، رواني ، جذباتي  او اجتماعي خصوصیاتو مجموعې ته شخصیت ویل کیږي، یا د یو فرد د سلوک او برخورد د خصوصیاتو منظم شکل ته شخصیت وايي .


 د شخصیت له پیژندولو وروسته راځو د شخصیت پر هغه برخه باندي بحث کوو چي له جرم مخکي د شخصیت تاثیر په جرائمو کي څه دئ،  خو د شخصیت تاثیر په جرائمو کي هغه وخت پیژندلای شو ، چي د شخصیت عناصر وپیژنو. 


پوهانو د شخصیت تشکیلوونکي عناصر دوه ښودلي، چي عبارت  ( ۱ ) له عقل ( ۲ ) او نفسي خواهشاتو څخه.


د انسان کړه وړه تر ډیره حده د دې دوو عناصرو تر تاثیر لاندي دي، د اسلامي مفکرینو په اند د انسان طبیعت د دوو اړخونو څخه منځ ته راغلی دئ، اول مثبت اړخ چي عبارت د فطرت او عقل څخه دئ او دوهم یې منفي اړخ چي عبارت له نفسي خواهشاتو څخه دئ.


مثبت اړخ په قصدي یا همېشه ډول د حق او حقیقت د عملي کولو په لټه کي وي او منفي اړخونه په غیر قصدي یا ناخبره ډول د غم او درد څخه د خلاصون او فرار په لټه کي وي، یعني انسان کي دوه ډوله استعدادونه موجود دي.


د شخصیت ډولونه


دا چي عقل او نفسي خواهشات د خپل خاص طبیعت له امله چي لري ئې په ټول شخصیت باندي د تسلط وړتیا لري، له همدې امله  د تل لپاره د یو او بل سره د مقاومت په حالت کي وي، هر کله چي د انسان عقل د انسان په شخصیت حاکم شي، نو شخص د اصلاح لاره خپلوي، او که چیرته د نفس غوښتني شخصیت په تسلط کي واخلي، نو انسان د شخصیت په غیر نور مال حالت کي قرار نیسي، نو له دې توضیح څخه موږ کولای شو شخصیت په دوو برخو وویشو .


 لومړی: سالم شخصیت

 
دوهم: بې لاري یا خطرناک شخصیت

 
سالم شخص هغه وي چي د هغه وینا او عمل یو د بل سره تطابق ولري او په قران کریم کي الله جل جلاله د یو ښه شخصیت مثال موږ ته د حضرت محمد صلي الله علیه وسلم بیان کړی او فرمايي: 


( لقدکان لکم في رسول الله اسوة حسنة ) سورة الاحزاب  « ۲۱» 


بېشکه ستاسې لپاره د رسول الله صلي الله علیه وسلم شخصیت د ښو اخلاقو یوه غوره نمونه ده.


د یوه عالم په وینا سالم شخصیت هغه شخص دئ، چي د زمان او مکان د شرائطو په نظر کي نیولو سره او د بشر د خلقت د فلفسې په نظر کي نیولو سره د خپل ځان لپاره یو پرمختللی او انساني هدف ټاکلی وي او د هغه پر لور روان وي. 


بې لاري یا خطرناک شخصیت


هغه شخصیت دئ، چي د نفس غوښتني په هغه حاکمي شي، او دا یو داسي حالت شي لکه ړوند او کوڼ تر دې حده پوري چي نشي کولای خپل خیر او شر او همدا ډول خپله ګټه او تاوان درک کړي، لکه په یو حدیث شریف کي چي همداسي اشخاصو طرف ته صراحتاً اشاره شوي ده او رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: «حُبُّكَ الشَّيْءَ يُعْمِي وَيُصِمُّ» سنن ابي داود .ج ۴ صفحـ ۳۳۴ ـه باب في الهوي.


 د یو شي محبت انسان ړوند او کوڼ کوي. ځکه چي په هغه کي د نفسي خواهشاتو  او کړو وړو د تعارض له امله یو ډول رواني نابرابروالی منځ ته راځي، چي په ټولنیز او فردي ژوند کي هغه د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کوي، چي بالاخره شخص په نتیجه کي د شخصیت په غیر نور مال حالت کي قرار نیسي، او جرم ته لاس اچوي، یا جرم ترسره کوي.


لکه څرنګه چي لیدل شوي دا ډول اشخاص د خارجي نړۍ سره خپل روابط قطع کوي، چي جرم پیژندونکو دا  ډول اشخاص  د ټولني ضد اختلالاتو لرونکي په نامه یاد کړي دي.


نوربیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته