ليکوال: داد محمد “ناوک”/تعليم الاسلام ويب پاڼه
ته دي په کور کي د کورنۍ مشر يې، د کوم کار له پاره بازار ته ولاړې او کور دي یوازي پرېښود، مېرمن دي د کومي ګاونډۍ پوښتني ته ولاړه او کوچنيان دي په کلي کي ساعت تېری کوي.
يو چا همدا موقعه وګڼله، منډه يې کړه، د کور پر دېوال مو واوښت، ده په ته په نظر یوازي دېوالونه ورځي او انګېري، چې له خلکو تر دېوالونو پټ دی، ټول کور ئې لټ په لټ واړاوه، هغه تا چي ګوښه ايښي وې،
هغه ډيري پیسې په لاس ور نه غلې، خو هغه چي مېرمني دي درته ايښي وې، چي ته باید له بازاره سودا په راوړې، له تا هيري سوې او دې سړي په رڼه میدان پيدا کړې، جېب ته ئې کړې او تر دېوال يې ټوپ کړل.
دا غل هیچا ونه لید، نه ته خبر يې، نه دي مېرمن خبره ده او نه دي هم کوچنيان؛ نه په کلي کي چا ستاسې په کور در اوښتی لیدلی او نه غل پخپله اعلان کوي، چې ما ستاسي پیسې یووړې، ښايي هغه
پیسې دونه لږ وي، چي ستا به هيري وي، یا به ته دونه پیسې لرې، چې هغه به دي تر ضرورت زیاتي وې، خو بیا هم داسي څوک سته، چي ستا د پیسو پوښتنه وکړي، الله' په لوی میدان کي له غله پوښتي، چي که هغه په کور کي نه وو، ما خو لیدلې، ولي د هغه کورته د هغه بې اجازې ورغلې، آیا هغه څوک نه درلودل!
ستا په غلا کي د الله ' ذره تاوان نسته، خو ستا په څېر د عاجز، واړه انسان پوښتنه د دې ټولو کایناتو خالق کوي!
ته په بل ښار کي يې، دلته ستا په اړه خبري کيږي، یوه غوږ ورته نیولی، بل ورته لګیا دی او ستا په اړه هغه څه وايي، چي که ئې مخامخ درته ووايي، په خپه کېږې، دوی سره خاندي, خپل مجلس پر مخ وړي او
ته هم له دوی سره هيڅ په اړيکه کي نه يې، ان په بل ښار کې يې.
د دوی خبري ظاهراً تاته هیڅ تاوان نه در رسوي، ان په خبر لا هم نه يې، خو دغه یو کس غواړي، ستا په اړه د هغه بل کس تصور بدل کړي، ځکه خو ستا په اړه هغه څه ورته وايي، چي تاته يې مخامخ نه سي
ویلای او هغه بل اورېدونکی کس هم تر دې وړاندي ستا په اړه داسي څه نه وه اورېدلي.
که ته بېخي له دې خبرو خبر هم نه سې او بیا په ژوند کي له هغو دوو کسانو سره په اړیکه کي هم نه سې، خو ستا پوښتنه له هغه چا څخه کيږي، چې ستا په اړه ئې داسي څه ویل، چي ته په خپه کېدلې
او ستا په اړه ئې د بل لوري د تصور د بدلولو هڅه کوله، ښايي هغه کس ته دا هیڅ هم نه وي ښکاره سوي، خو اسلام دا ډول خبري غیبت بولي او په لویو ګناهونو کي ئې ګڼي.
له خبري کوونکي څخه به ستا په اړه د څرګندونو پوښتنه کيږي، په لوی میدان کي د لوی الله ' له لوري، په داسي حال کي چي ستا په اړه د هغه ږغېدونکي کس څرګندوني الله' ته ذره تاوان نه سي رسولای،
خو ستا په خاطر ئې تر ګرېوان نیسي!
تا غوږ ورته نیولی هغه درته لګيا دی او کیسه ئې درته پیل کړې ده، ښايي دا کیسه د ده اتلولي وي، ښايي د بل چا کیسه وي، ښايي د کومي پيښي بیان وي او یا ئې هم له ځانه د کوم کتاب حواله درکړې وي او سړی روان دی ږغيږي.
که ستا په دې خبرو پسي ګټه یا تاوان نغښتی وای، يعني داسي خبري وای، چي پر تا ئې همدا شېبه مستقیم اغېز کولای یا ستا د ژوند کومه پېښه یا ان د ژوند روخ ورسر ه تړلی وای، بیا بېله خبره وه، خو
اوس دا سړی له يوې داسي کیسې، پيښي یا حالته درته ږغيږي، چې ستا په شخصي ژوند پوري هیڅ ارتباط نه لري. ته هم ورته خاندې، خبري مو رواني دي، پای ته ورسېدې، ته بيخي پوه نه سوې، خو
ږغېدونکي تاته داسي څه ویلي وه، چي اصلاً هغسي نه وه، دا ډول خبري اسلام درواغ ګڼي، وړاندي مي وویل، چي دې خبرو ستا په شخصي ژوند کي هم هیڅ تاثیر نه درلود، خو دا چي دې کس ته ولي په
درواغو مصروف ساتلی وې، ولي ئې ستا وخت په درواغو در تېر کړ، ولي ئې ستا ذهن د داسي څه په اړه مصروف وساته چي هغسي نه و؟؟؟ یعني ستاسره ئې دوکه وکړه!
په دې دوکه کي، دې درواغو کي، د الله ' هیڅ زیان نسته، خو په دې خاطر چي یو کس له تا سره دوکه وکړه، د هغه په عملنامه کي دا خبري د لويي ګناه په لیست کي ليکل کېږي!
په کومه موضوع مو جنجال سره راغی، ورور دي درڅخه خپه سو، ولاړ، اودس ئې وکړ او مخامخ قبلې ته ودرېدی، لاسونه ئې غوږونو ته کړل او لمونځ ئې وکړ، سلام ئې وګرځاوه.
مېرمن دي درته په غوسه وه، يا په پیسو، يا
د کوچني په سر یا دي هم د دې فرمایش پوره نه کړ او له بازاره دي ورته سودا رانه وړه، يا ئې هم د اشپزخانې پخلی په تا وسپاره، هغه کوچني ته ورغله، چي راغله پخلی سوځلی و، تا ته غوسه سوه، غوسه
په خپګان بدله سوه، بلي خوني ته ولاړه، لمونځ ئې وکړ او له تا ګوښه څملاسته.
د کلي، ولس یا هېواد خلک د ده په اړه تبصرې کوي، یو ئې هم صفت نه کوي، ټول ئې په بدیو خبر دي او همدا نارې وهي، چي هغه د شرعي امورو په برخه کي سستي او بې پراويي کوي، که څه هم زموږ مشر دی.
دی د خپل قوم په کیسه کي نه دی، ولاړ پر لمانځه ودرېدی، ختم ئې کړ، سلام ئې وګرځاوه.
لمونځ د الله ' او انسان فردي رابطه ده، خو دا لمونځونه هم الله ' په دې خاطر نه قبلوي، چي ورور دي ولي له تا خپه سي؟ مېرمن دي ولي باید له تا خپه سي، له خپل مشر نه ولي خپل ولس خپه سي؟
ستا د خپګان په خاطر، ستا دورور، ستا د مېرمنې او ستاسو د مشر لمونځ نه قبلېږي، رسول الله 3 په ابن ماجه کي فرمايلي دي.