تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علم د زده کړي څخه باید د ځوانانو هدف څه وي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 4, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د علم د زده کړي څخه باید د ځوانانو هدف څه وي؟


د اسلام په مبارک دین کي علم ته خورا ستر مقام او ارزښت ورکړل سوی دئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان د علم په زده کړه مکلف ګرځولي دي.


د یوه حدیث شریف مفهوم دئ، چي په مسلمانانو کي بهترین کس هغه دئ، چي قرآن زده کړي او نورو ته ئې ور وښوي، بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، چي علم زده کړئ که څه هم په چین کي وي. 


انسان ته چي اشرف المخلوقات ویل کیږي، دا اعزاز د علم په سبب باندي انسان ته ورکړل سوی دئ، دا ځکه چي نور مخلوقات (پیریان او نور) د دې ځانګړتیا څخه د انسان په شان برخمن نه دي.

 
د علم په مرسته انسانانو پرمختګونه کړي، اختراعات او اکشتافات ئې کړي دي او د خپل ځان له پاره ئې د یو ښه او مرفع ژوند زمینه برابره کړې ده. 


اوس به پر دې بحث وکړو، چي اصلا د علم د زده کړي څخه هدف څه دئ، خصوصا د عصري علم زده کړه، موږ ته څه راکوي، کوم لوري ته مو بیايي او د ټولني په وړاندي کوم مسئولیتونه رادغاړي کوي.


زموږ په ټولنه کي متأسفانه د ځوانانو په منځونو کي دا مشهوره ده، چي کله تعلیم وکړي، نو یو ښه وظیفه به ورته پيدا سي، ژوند به ئې هوسا سي، ښه کور، ښه موټر او شانداره ژوند به ولري، دوی داسي فکر کوي، چي د تعلیم ګټه صرف همدا ده.

 
اصلا دلته خبره دا ده، چي تعلیم یوازي د دې له پاره نه کیږي، چي یوڅوک ښه وظیفه په پیدا کړي او په مرسته ئې ښه پیسې وګټي، بلکي یو تعلیم یافته کس ته د ټولني په وړاندي ډېر مسئولیتونه متوجه کیږي. 


یوه ټولنه د تعلیم یافته قشر په مټ پرمختګ کوي، کله چي تعلیم یافته قشر د خپلي ټولني ګټو ته ژمن وي، ټولنه ورسره پرمختګ کوي او خلګ ئې هوسا کیږي. 


بله مهمه خبره دا ده، چي موږ الحمدلله مسلمانان یو، اسلام په دې امر کړي یو، چي تعلیم وکړو ترڅو په هر ډګر کي د کفارو د مقابلې توانايي ولرو، مسلمانان باید په طب کي تر دې حده پر ځان بسیا وي، چي د علاج له پاره کفري مملکتونو ته مجبور نه سي، همدارنګه په ټولو علومو او فنونو کي مسلمانان باید پر ځان بسیا وي. 


دا چي په ټوله نړۍ کي نن ورځ مسلمانان کمزوري دي، لوی لامل ئې دا دئ، چي دا خلګ د علم څخه لیري پاته دي، نن ورځ د سعودي عربستان شتمن شیخان هند او اروپا ته د درملني له پاره ځي، دا خو یوازي د طب مثال دئ، په نورو زیاتو برخو کي موږ وروسته پاته یو. 


دا حالت تغېرېدل غواړي، مسلمانان باید نور ويښ سي او د خپل پخواني برم د ترلاسه کولو له پاره لاس په کار سي. 

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته