د تعلیم الاسلام راډيو د اونۍ د ځانګړي راپور دريمه برخه- د فحشاء رسنۍ
د تيرو څو کلنو راهيسي په افغانستان کي د رسنیو بازار خورا تود دی چي د هغو د جملې څخه راډيو، تلوېزيون او نوري چاپي رسنۍ هم شاملي دي. دا چي دوی څه نشروي او ټولنه کمي خوا ته رهبري کوي د دوی په دې موخه تقريباً هر مسلمان خبر دی. نو له دې کبله چي د دوی موخي عوامو ته ښه څرګندي سي د تعلیم الاسلام راډيو ادارې د اونۍ په ځانګړي راپور کي د فحشاء رسنۍ تر سرليک لاندي د مختلفو مسؤلينو سره مرکې کړي دي چي د هغو د جملې څخه عام مسلمانان، اديبان، شاعران، د رسنيو ځني مسؤلين، د اطلاعات او کلتور ريئس او علماء کرام د يادولو وړ دي.
دغه ځانګړی راپور ستاسو د لا هوسايني لپاره پر درو برخو وېشل سوی دی هيله ده چي وايې وری.
مننه
اداره