ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱۱ دليل: د قرانکريم ننګونه
الله تعالی و نبي اکرم ﷺ ته يو کامل، شامل او معجز کتاب يعني قرانکريم عطاء کړی چي دده د نبوت همېشنۍ علمي معجزه ده چي د عملي او علمي حکمتونو، اخلاقو، کورني نظام، نړيوال سياست، ظاهري او باطني پاکوالي او لايتناهي علومو او معارفو يوه بې مثاله خزانه ده.
داسي معجزه چي عرب غوندي قوم يې په بهترينو انسانانو بدل کړل، داسي معجزانه کتاب چي تر اوسه د انسانانو پر ژوند مثبت اغېز لري، داسي معجزه چي ميلونونه علماء يې رامنځ ته کړل، داسي معجزه چي په اوسني عصر کي لا هم د کفري او اسلامي نړۍ پوهان ورته ګوته په غاښ دي. او ښکاره خبره ده چي دا ډول معجزه او بې جوابه کتاب د يوه امي شخص د خولې څخه ظاهرېدل چي هغه نه د کوم استاذ څخه تعليم اخيستی وي، نه يې د کوم مکتب او مدرسې دروازه پرانيستې وي، نه يې د کوم عالم او حکيم مجلس اختيار کړی وي، دا بېله رباني وحيو، الهي تعليم، رحماني الهام او غيبې او اسماني القاء څخه بل شي نه دی. هغه ته د کائیناتو مالک عزوجل مستقيماً درس او تعليم ورکړی دی!!!
قرانکريم د نبي ﷺ يوه داسي معجزه ده چي د هغه د زوال او انقطاع هيڅ لاره نسته، په داسي تواتر سره نقل سوې ده چي دا ډول تواتر د نړۍ هيڅ کتاب ته حاصل نه دی، دداسي علومو او معارفو خزانه ده چي ستر ستر حکماء او د عقل مدعيان ددې د جواب راوړلو څخه عاجزه سوي. نه د فصاحت او بلاغت په اعتبار، نه د علومو او معارفو په اعتبار، نه د تحريف او تبديل څخه د حفاظت په اعتبار، د نړۍ هيڅ کتاب په هيڅ برخه کي د قران عظيم الشان مقابله نسي کولای او نه به يې هيڅکله وکړي!
نور لا موږ څه ووايو چي خپله قرانکريم د تيرو ۱۴۰۰ کلونو راهيسي دا اواز کوي چي که په چا کي همت وي هغه دي زما جواب راوړي!
په هيچا کي دا حوصله پيدا نه سوه چي د قرانکريم په شان يو کوچنی سورت رامنځ ته کړي، د رسول اکرم ﷺ د نبوت د زمانې څخه تر اوسه پوري په هره پېړۍ کي د عربي ژبي لوي فصحاء او بلغاء چي د اسلام مخالف وه خو هيچا يې جواب وړاندي نه کړی!
کله چي انبياوو عليهم السلام په دعوت کولو مامور کيږي نو د خپلي دعوې د اثبات لپاره د حجت په حيث معجزه ورکول کيږي، ګواګي دعوت او حجت دوه جلا شيان دي خو زموږ نبي اکرم ﷺ ته يوازي د قرانکريم يوه داسي معجزه ورکول سوې ده چي هم دعوت دی هم حجت، د معني په لحاظ دعوت او د بلاغت او اعجاز په لحاظ حجت او دعوت دی، نو ايا د قرانکريم د فضيلت او سترتوب د پاره همدا کافي نه ده چي دعوت او حجت دواړه پکښي جمع دي؟ تر قيامته دا دواړه نه سره جلا کيږي. (الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص۴۸، په لنډ ډول د زياتونو سره)
۱۲ دليل: د سختي اړتيا په وخت کي ظاهرېدل
د اسلام دين په داسي وخت کي ظاهر سو چي انسانيت په درسته نړۍ کي مخ په ړنګېدو وو. د نړۍ په هر کونج کي انسانان او حتی حيوانات کړېدل- دا د الله تعالی الهي سنت دی چي کله د انسانيت ډيوه په مړه کېدو وي سمدستي خپله رڼا (وحي) را استوي.