رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ وَسَأَضْرِبُ لَكُمْ فِي ذَلِكَ مَثَلًا إِنَّ اللَّهَ حَمَى حِمًى وَإِنَّ حِمَى اللَّهِ مَا حَرَّمَ وَإِنَّهُ مَنْ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يُخَالِطَهُ وَإِنَّهُ مَنْ يُخَالِطُ الرِّيبَةَ يُوشِكُ أَنْ يَجْسُرَ. (ابوداود)
ژباړه : يقينا حلال څرګند دي او يقينا حرام څرګند دي د حلالو او حرامو تر منځ شبهې والا کارونه دي او د دې مثال به زه در ته بيان کړم يقينا الله جل جلاله ممنوعه علاقه ټاکلې ده او د الله ممنوعه علاقه هغه شيان دي چي الله جل جلاله حرام کړي دي . او خبره دا ده که څوک د ممنوعه علاقې ګردچاپېر رمه پيايي ژر به هغه په ممنوعه علاقه کي ور ګډيږي او هم دا چي که څوک په شکمن کار کي شکېليږي ژر به هغه پر حرامو هم جرئت کوي .