په مستحباتو او سنتو کي لاپرواهی کول
لیکنه: حشمت الله میاخیل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
علامه شاه عبدالعزیز رحمه الله په تفسیر فتح العزیز کي د حقاني علماؤ وینا نقل کړې ده چي د سروزرو په حروفو د لیکولو قابله ده لیکي چي: یو خطاء یا ګناه چي یو انسان ھمیشه کوي نو ھغه د ھغه عادت جوړ سي او بیا په ھغه ګناه کي ورته لذت یا خوند معلومیږي حتٰی چي خبره دې ځای ته ورسي چي ھغه انسان بیا د شریعت احکاماتو ته سپک کتل شروع کړي ان تر دې چي د کفر حد ته ورسي.
شاه عبدالعزیزرحمه الله په تفسیرفتح العزیز کي لیکي:
من تهاون بالاداب عوقب بحرمان السنة ومن تهاون بالسنة عوقب بحرمان الفرائض ومن تهاون بالفرائض عوقب بحرمان المعرفة. (تفسیرفتح العزیزسورت بقره ص۴۷۹)
یعني چا چي ادب یعني مستحب سپک وګنړل او د ھغې په کولو کي یې بې پروایي یا سستي وکړه نو د ھغه عذاب او سزا دا ده چي ھغه به د سنتو نه محروم کړی سي او چا چي سنت سپک وګنړل او د ھغې په کولو کي یې بې پروایي یا سستي وکړه نو ھغه ته به د فرائضو نه د محروم کیدلو عذاب او سزا ورکول سي او چا چي په فرضو کي بې پروایي یا سستي وکړه او سپک یې ورته وکتل نو ھغه به د معرفت الھٰی نه محرومه کړل سي.
کله چي انسان د معرفت الھٰي د رڼا نه محروم سي نو د ھغه به د قیامت په ورځ څه حال وي؟ او دا ټول ھر څه انسان ته د مستحباتو د نه کول په وجه باندي د سزا په طور ورورسیدل نو خبره د کوم ځای نه کوم ځای ته ورسیدله، نو ځکه په مراقی الفلاح کي فرمائیلي دي چي شریعت ھر یو عمل د بل عمل د پاره لازم کړی دی چي ھغې باندي د مخکني عمل او درجې تکمیل وسي ، پس د مستحباتو مثال د سنتو د پور کولو د پاره د یوې حفاظتي قلعه پشان ده او سنت د واجباتو د پور کولو د پاره د حفاظتي قلعه پشان ده، ھمدا شان واجبات د فرضو د پور کولو د پاره یوه حفاظتي قلعه ده.
نو مستحبات پرېښودل په اصل کي د فرائضو د پریښودلو سبب ګرځي، لھٰذا د فرضو د پوره کولو او مکمل ساتلو په غرض د مستحباتو خیال ساتل ضروري دي ځکه چي ھسي بې مطلبه په عباداتو کي داخل سوي نه دي.
ماخذ: (مراقی الفلاح فصل فی بیان واجب الصلوۃ ص۱۳۴)