تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موسیقۍ تاوانونه د لوېدیځ پوهانو له نظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 12, 2024
  0

لیکنه: فرید احمد مبارز/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د موسیقۍ تاوانونه د لوېدیځ پوهانو له نظره 

 

د امریکا د شکاګو د پوهنتون یو مفکر او ساینس پوه ايلن بلومAllan Bloom))  پخپل یو کتاب (The Closing of the American Mind ) کي وايي: نن سبا موسیقي یوازي او یوازي انسان و جنسي خواهشاتو او جذباتو ته کشوي، دا مینه نه ده، بلکي ترتیب سوی فحش، بربنډتوب د جنسي اړیکو خواهش او یوازینۍ شیطاني ارزو ده.


د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډی سي کي په ۱۹۸۷م کال کي یو کانفرانس جوړ سو، چي موخه یې دا وه: موسیقۍ بدي اغیزې پر ټولنه او ځوان نسل باندي لري، باید دا څنګه کنټرول او و درول سي.


پروفيسر ډاکټر ار ايل بيکسټر د موسیقۍ په اړه وایي: په موسیقۍ کي ۶۰٪ سلنه د جنسي اړیکو جذبات، احساسات او تمایلات دي، چي په زیاته اندازه سره په موسیقۍ کي فحش غزلي، فحش جامي او حرکتونه د یادوني وړ دي.


د لوېدیځ وتلی ساینس پوه پارډونPardun) ) وايي: د بربنډتوب او فحاشۍ ټول مواد او اسباب په موسیقۍ کي نغښتی دي.


په ۱۹۹۲ م کال کي په یوه ژورنال کي Social Forces دوو نړیوالو څېړنکو سینون سټاک Steven Stack او جیم  Jim Gundlach یوه څیړنه خپره کړې وه، چي پکښي لیکلي وه: موږ د امریکا په ۴۹ ایالاتو کي پر ځان وژنو باندي څېړنه وکړه او دې پایلو ته ورسېدو چي څومري سپین پوستي امریکایان چي موسیقي اوري په هغو کي د ځان وژنو ګراف لوړ وو، دا ځکه خپله موسیقي دوی دې ته هڅوي چي ځان وژنه وکړي، غولونکې مینه، خیالي ودونه او نشه ددې سبب سي چي یو انسان پخپل خوښه سره ځان وژنه وکړي، موسیقي صرف د مایوسۍ، منافقت او شیطاني خيال پلو تربیه ورکوي، چي دا خپله هلاکت دئ.


د روانشناسۍ د علم نړیوالو پوهانو لکه ډاکتر مارټینو دا ثابته کړې ده چي د موسیقۍ له کبله د ټولني ځوانان داسي حالت ته رارسېدلي دي، چي هره ښځه د جنسي اړیکو یوه آله ورته ښکاري او ځیني په داسي حالاتو کي دي چي د ښځي په لیدو سره پر حمله کوي او خپل د عقل د کنترول توان یې د لاسه ورکړیدی چي دا حالت نه زغمونکی او ډيري بد عواقب لري. 


د يونان مشهوره فليسوف افلاطون Plato) ) وايي: د موسیقۍ آواز، سروز او رقص دا ټوله په اصل کي د انسان روح وحشي او درنده طبع جوړوي، چي بیا د هیڅ شي پروا نه لري.


افلاطون پخپل کتاب جمهوريت Republic) ) کي وايي: عوام خلګ باید په جدی ډول سره د موسیقۍ څخه وژغورل سي دا ځکه چي دوی ګمراه کوي، د دوی اخلاق بربادوي او فاسدوي او و ناوړه کارونو او کړنو ته ئې هڅوي. 


الزبت براون او ډاکټر وليم هينډی په دې یقین دي: نوي ځوانان چي کله موسیقي اوري نو دوی د خپل ژوند ټول الهام د موسیقۍ څخه اخلي، د ژوند په هره برخه کي ئې عملي کوي او دا اغیزې تر ډیره مهاله پوری پاته کيږي. مشهور امریکايي روانشناس سکاټ پیکScott Peck) ) وايي: په مادي خوندو کي د نر او د ښځې هغه وخت اړیکه پیدا کیږي چي د دوی تر منځ نوښت او رجحان وي.


د امریکا په مشهوره طبي جریده Postgraduate Medicine))  کي راغلي دي: د دلائلو او شواهدو څخه دا په لاس راځي چي موسیقۍ اورېدونکي کسان د جنسي بې لارۍ، تشدد او لوړو رجحاناتو ښکار دي.


ډاکتر ادم کنسټي Dr. Adam Knieste وايي: موسیقي ډیره قوي نشه ده، موسیقي ستا په بدن کي زهر پاشي، ستا جذبه لوړوي او کله دي هم ناروغه کوي، مګر تا ته بې سبب هم نه معلومیږي.


د امریکا د لاس انجلس د غوږونو د څیړنو د یوه مرکز د روغتون (House Ear Clinic of st. Vincent Medical Center )  یوه ساینس پوهه ډاکټره ريکل کروز Rachel Crouz))  وايي: په ۱۹۶۰ کال کي د پاپ د موزیک د اوریدلو لکبله د زیاتو عامو امریکایانو د اوریدلو توان ډیر کمزوری سو، اوس زموږ مشاهده او تجربه دا ده: هغه انجینران او د موسیقۍ کارکونکي چي د موسیقۍ سره یې اړیکي او کار دی، دوی د اوریدلو توان د کمزورۍ سره لاس او ګریوان دي، د مشکلاتو سره مخامخ دي؛ او دا هغه تکلیفونه دي چي درملنه ئې ناشونې ده، دا ځکه چي د سامعې حس یو مخ د فعالیته وځي.


د امریکا د باسټن د پوهنتون Boston University))  د اوریدلو پوهني یو تجربه کاره پروفيسر کلارک کاکس (Clark Cox ) وايي: په دې کي شک نسته چي موسیقۍ په لوړ آواز اوریدل د انسان د اوریدلو حس له منځه وړي. د لوړ آواز د اوریدلو په وجه نه یوازي د اوریدلو توان له منځه ځي، بلکي د زړۀ حرکت او ضربان هم زیاتوي، د وینې فشار لوړوي، بې خوابي راولي، تنفسي نظام د طبعي او عادي حالت څخه باسي، وینه په شریانو کي خرابوي او نوري داسي بدي اغیزې پر اعصابو او ټول بدن باندي لري چي بیا ئې درملنه ناشونې ده.


پروفیسر جانسن ډیو په یوه نړیوال کانفرانس کي وویل: افرین د مسلمانانو ټولني، تاسي خپل حیاء ساتلې ده، تاسي خپل مذهبي تهذیب ساتلی دئ، ستاسو دین و تاسو ته داسي قوانین وضع کړي دي، چي په هیڅ ټولنه کي نسته، مسلماني ښځي زه وینم په امریکا او اروپا کي حجاب کوي، ټولي سر تر پایه په حجاب کي پټي وي، کله چي د شرابو او موسیقۍ مست ورته وګوري نو شوق یې نه ورته کیږي او مخ ځیني اړوي، دا په اصل کي د مسلمانانو کمال نه دی، بلکي د دوی د الهي کتاب قرآن کریم کمال دئ، چي ټولي مسلماني ښځي یې د هر ډول لعنت او فحشاء او جراثیمو څخه ساتلي دي دا ځکه په اسلام کي موسیقي، شراب، زنا، همجنسبازي، قمار او نور ناوړه کارونه ټول منع دي، چي زه و مسلمانانو ته افرین وایم، یو وخت زموږ په کلیساوو کي هم حجاب وو، په ښارونو او کورونو کي هم حجاب وو، مګر زموږ د ناقصو ډیموکراتیکو قوانیو موږ ته فحشاء، شراب، موسیقي او بربنډتوب په سوغات کي راکړل، پایله یې دا سوه چي موږ په اصل کي د اخلاقي نزول، بشري فساد او ستر تاریخي ناورین سره مخ یو، زه فکر نه کوم چي موږ دي تر اسلامي ټولنو لوړ اخلاقي معیار ولرو. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته