تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د جنګ او دفاع دپاره نقشه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۶۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د جنګ او دفاع دپاره  نقشه

 

په دغه ځاى کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لښکر جوړ او منظم کړى د جنګ دپاره يې قطار قطار و درول، مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  فکر په يوه شي بند دى او د هغه څخه تشويش لري هغه دا: کوم وخت چي جنګ شروع  سي د مسلمانانو شا و غره ته ده، د شا د طرفه څوک حمله نه سي پرکولاى مګر هلته د دوى و جنوبي طرف ته يو کوچنئ غر يا غونډۍ سته، ممکن د جنګ په وخت کي د دغه غره له طرفه څخه د دښمن د خوا يو څوک راسي، د جنګ په وخت کي به د مسلمانانو فکر او توجه د مخ و طرف ته وي شا ته به څوک نه وي متوجه او که دښمن د دغه کوچني غره تر شا را تېر سي نو به د مسلمانانو تر شا وي او بل دا چي د جنګ ميدان هم تر دغه کوچنيغرهلاندي دى، که څوک پر دغه غره لوړ وي د جنګ ميدان ټول ترلاندي کيږي او په غشو يې ويشتلاى سي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  فکر په دغه کوچني غره بند ؤ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي لاري د بندولو دپاره د ماهره غشو ويشتونکوڅخه پنځوس نفریزه ټولۍ انتخاب  کړه او د دغي ټولۍ مشر يې عبدالله بن جُبير بن نعمان الأنصاري الأوسي البدري رضی الله عنه  مقرره کړى.  


تر دغه جنګ وروسته دغه غره ته د (جبل الرُماة) يعني: د (ويشتونکو غر) په نامه سره ويل کيږي او دغه غر د مسلمانانو د لښکر د جنوب شرق و طرف ته واقع ؤ او تقريباً (۱۵۰) متره د مسلمانانو د لښکر د موقعيت څخه ليري ؤ.


زه ولي دغه ځايونه په داسي تفصيل سره درښيم؟ دا د دې دپاره که مو يو وخت د مدينې منورې زيارت په نصيب سو او د اُحُد و غره او شهـيدانو ته ورغلاست، دغه غر، د شهيدانو قبرونه او ميدان جنګ به ټول ووينى.


(الله جل جلاله  دي د مدینې منورې زیارت د ټولو مسلمانانو په نصيب کړي)
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه پنځوس نفره غشي ويشتونکي امرکړه چي د دغه غره پر سر به ناست ياست او ستاسي وظيفه دوه شيه ده، فقط دغه دوه کاره به کوى. 


 اول: د کفارو څخه چي هر څوک و غواړي چي د دغي لاري څخه ميدان جنګ ته ورسي هغه به نه پرېږدى چي د شا د طرفه پر موږ راسي په غشو يې ولى،که موږ کاميابه ؤ که ناکامه تاسي به پر خپل ځاى ثابت ولاړ ياست او نه به پرېږدی چي د دغه طرفه څخه څوک را سي، که مو و ليدل چي موږ وژل کېږو بيا هم زموږ مرسته مه کوى او که مو و ليدل چي موږ غنيمتونه ټولوو بيا هم په هغه کار کي زموږ سره ګډون او اشتراک مه کوى. 


دوهم:  دا چي د دغي لوړي څخه به په ميدان جنګ کي کفار په غشو ولى، ځکه دغه پنځوس نفره هغه ښه غشي ويشتونکي او ښکاريان وه. 


نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوامر و دغو پنځوسو نفرو ته واضحه او روښانه وه چي ستاسي وظيفه دا ده: که موږ کاميابه هم سو تاسي به تر هغو خپل ځاى نه  پرېږدى چي زما امر درته را نه سي، که موږ غنيمتونه ټولول تاسي به په دغه کار کي زموږ ملګرتيا نه کوى او که موږ مات سوو بيا به هم تاسي زموږ د مرستي دپاره خپل ځاى نه پرېږدى، نه به زموږ په کاميابي او نه زموږ په شکست کي خپله وظيفه پرېږدى، دغه امر يې و دغو پنځوسو نفرو ته په تکرار سره و وايه چي ستاسي وظيفه دغه ده، امر واضح او صريح دى چي تاسي ته بېله زما د امره څخه بل په هر سبب د خپله ځايه څخه حرکت کول منعه دي.

 
دغو نفرو هم دغه امرونه په دغه وضاحت سره واورېدل او قبول يې کړه، نو د غره پر سر د دغي ډلي په تعينولو او کښېنولو سره او په دغو شديدو اوامرو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه يواځنۍ لار چي ممکن د هغه طرفه څخه د مشرکانو د آسانو د سپرو ډله د مسلمانانو و صفو ته د شا د طرفه ورسي او پر مسلمانانو را وګرځي بنده کړه، پاته سو د مسلمانانو نور لښکر، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکر پر راسته طرف منذر بن عمرو رضی الله عنه  د قومندان په صفت مقرره کړی او د لښکر پر چپه طرف يې زبير بن العوام رضی الله عنه  مقرره کړی چي مقداد بن الاسود يې معاون ؤ او د زبير رضی الله عنه  وظيفه دا وه چي د خالد بن وليد د سپرو د ټولۍ مخه به نيسي او د لښکر په مخ کي يې د مسلمانانو هغه نامداره پهلوانان او هغه مشهوره دلاوره کسان چي هر يو يې په جنګ کي پر زرو نفرو حساب ؤ  و درول.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ نقشه د هره لحاظه ډيره دقيقه او حکيمانه وه چي په هغه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عسکري قيادت نبوغ او عبقريت ښکاره کېدى او دا ممکنه نه ده چي هيڅ قومندان که هرڅومره په جنګ هم پوه وي تر دغه نقشې دي بله دقيقه او د حکمته ډکه نقشه جوړه کړي. 


اولاً يې د جنګ په ميدان کي هغه ډېر ښه او مناسب ځاى ونيوى که څه هم د دښمن لښکر تر دوى د مخه و ميدان جنګ ته راغلى ؤ او دوى وروسته راغله، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دقت او حکمت يې ځان و داسي ځاى ته ورساوه چي شا او د شا راسته طرف يې په غرو ساتلى ؤ، په چپه  طرف او د چپه طرف په شا کي چي کومه خاليګاه موجوده وه او د دې امکان ؤ چي دښمن دي د دغه طرفه څخه راسي هغه يې د دغو پنځوسو نفرو غشو ويشتونکو په ذريعه وساتل او د خپل لښکر دپاره يې داسي يوه لوړه اختيارکړه،

 

که لښکر شکست هم وخوري و تيښتي ته به نه مجبوره کيږي چي بيا يې دښمنان ونيسي او بنديان يې کړي او که بيا چيري دښمن وغواړي چي و دغه لوړي ته پسي ور و خېژي ډېر ځاني تلفات به ورکوي او دښمن يې و دې ته مجبوره کړی چي د خپل لښکر د اړولو دپاره کښته ځاى ونيسي، چي په نتيجه کي که دښمن کاميابه هم سي د فتحي او نصرت فايدې او ثمرې لاس ته نه سي را وړلاى او که کاميابي د مسلمانانو وه دوى ځني تښتېدلاى نه سي او د مسلمانانو د لښکر د شمېر کموالى يې په خپل دلاوره او زړه وره اصحابو پوره کړی، نو د نبوي لښکر تياري او آمادګي د اُحُد د جنګ دپاره د هجرت په درېیم کال د شوال د مياشتي په اووم تاريخ د شنبې د ورځي په سهار په دغه ذکر سوي ترتيب سره ونيول سوه.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دوې زغري يې يوه پر بله سربېره اغوستي وې د لښکر په منځ کي ودرېدى او ويل: تر هغو به جنګ نه شروع کوى چي ما نه  ياست امر کړي او اوس خپل اصحاب و جنګ ته په قسم قسم طريقو تشويقوي او اطمينان ورکوي او وې ويل: که تاسي په جنګ کي صبر وکړی او ثابته پاته سى ستاسي د مرستي دپاره به ملائکې راسي، ځکه الله جل جلاله  په درو زرو ملائکو وعده ور سره کړې وه، د بدر په غزاء کي الله عزوجل  زر ملائکې را ولېږلې او اوس يې په درو زرو بلکه تر دغه هم په زياتو ملائکو وعده ورسره کړې ده، په دې شرط چي مسلمانان په جنګ کي صبر وکړي او ثابته ودريږي، الله جل جلاله  د سورة آل عمران په (124) نمبر او وروستنيو آياتو کي فرمايي: 


(إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيَكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلَاثَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُنزَلِينَ )﴿آل‌عمران: ١٢٤﴾ يعني: کوم وخت چي تا مومنانو ته و ويل: آيا ستاسي دپاره دا بس او کافي نه ده چي ستاسي رب ستاسي سره په درو زرو ملائکو چي د آسمانه څخه را لېږل سوي وي مرسته وکړي؟
(بَلَىٰ إِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُم مِّن فَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ )﴿آل‌عمران: ١٢٥﴾هو! که تاسي صبر وکړی او د الله جل جلاله  څخه وبېرېږى دغه درې زره ملائکې مو بس او ستاسي د مرستي دپاره کافي دي او که نور مشرکان پر تاسي په ناڅاپه ډول راسي، ستاسي سره به ستاسي رب په پنځه زره علامه لرونکو ملائکو کومک او مرسته وکړي. 


هلته داسي آوازه نشر او خپره سوه چي کِرز بن جابر د لوى لښکره سره د کفارو د مرستي دپاره را رهي دى، نو الله جل جلاله  د مسلمانانو د اطمينان دپاره و فرمايل: چي درې نه بلکه  پنځه زره ملائکې به ستاسي د مرستي دپاره در ولېږم، مګر هـو! تاسي بايد پوه سى چي دغه د ملائکو لېږل فقط ستاسي د اطمينان او خوشالۍ دپاره دي چي زړونه مو پر قراره سي، که نه په حقيقت کي نصر، برئ او کاميابي يواځي او يواځي د الله جل جلاله  د طرفه څخه دي، نو ځکه الله جل جلاله  پسي فرمايي: 

 

(وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُم بِهِ )
او الله جل جلاله   نه دي ګرځولي دغه مرسته او مدد مګر ستاسي د خوشالۍ دپاره او د دې دپاره چي ستاسي زړونه تسکين او اطمينان پيدا کړي.


وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴿١٢٦﴾ 
او نه ده مرسته، مدد، نصرت، کاميابي مګر د طرفه د الله، هغه الله چي ډېر قوي او غالب دى او هغه الله چي هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي. 


يو شئ چي د يادوني وړ دى هغه دا چي ځيني علماء او مفسرين وايي: دغه آياتونه د اُحُد په ورځ نازل سوي دي او ځيني وايي: د بدر په ورځ نازل سوي دي، څرنګه چي ما د بدر په غزاءکي دغه آياتونه نه وه ذکر کړي، نو دلته مي ذکر او بيان کړه.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُحُد په ورځ مسلمانانو ته دا زېرى هم ورکړى: که مو صبر وکړی او ثابت پاته سواست لکه څرنګه چي په بدرکي ستاسي د مرستي دپاره ملائکې را کښته سوې دلته به هم ستاسي د مرستي دپاره ملائکې درته راسي، مګر هـو صبر په کار دى. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل اصحاب و صبر ته تشويقوي او فرمايي: د دښمن سره د مخامخ کېدلو په وخت کي ټينګ او ثابتهودرېږى. 
دغه پر ثابت درېدلو ولي دومره تاکیدونه کېدل؟ ځکه تاسي ته معلومه ده چي د مسلمانانو شمېر (700) نفره دى او کفار درې زره نفره دي. 
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپله توره پورته کړه او ويل: څوک دغه زما توره د هغې په حق اخلي؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا حمزه رضی الله عنه  ولاړسو ويل:

 

يا رسولَ الله! زه يې اخلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ځني را ايسته کړه ور يې نه کړه، حمزه رضی الله عنه   کښېنستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا توره پورته کړه او وې ښورول ويل: څوک دغه توره د دې په حق اخلي؟ علي بن ابي طالب رضی الله عنه  ولاړسو ويل:  زه يې غواړم يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس را ټول کړی او توره يې ور نه کړه، علي رضی الله عنه  هم کښېنستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا و فرمايل: څوک دغه توره د دې په حق اخلي؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمه زوى زبير بن العوام رضی الله عنه  ولاړسو ويل: زه يې غواړم يا رسولَ الله! بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس را ټول کړی او توره يې ور نه کړه، زبير رضی الله عنه  هم کښېنستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا و فرمايل: څوک دغه توره د دې په حق اخلي؟ مقداد  رضی الله عنه  ولاړ سو ويل: زه يا رسولَ الله!


 دغه نفر چه تر اوسه د توري د اخستلو دپاره ولاړ سوي دي دغه ټول د مسلمانانو هغه مشهوره، شجاع، دلاوره او قوي جنګي پهلوانان او قهرمانان دي، په نورو ټولو مسلمانانو کي يا خو د دوى مثل نسته او که وي ډېر به کم وي.


 ته فکر وکه: د حضرت عمرِ فاروق رضی الله عنه  په خلافت کي چي دا بيا په وروسته کي ؤ کوم وخت چي حضرتِ عمرِ فاروق رضی الله عنه  په مصر کي و عمرو بن العاص رضی الله عنه  ته مرسته ور ولېږل، عمر فاروق رضی الله عنه  ورته ليکلي وه: ما اته زره نفره ستا د مرستي دپاره در ولېږل، حال دا چي د لښکر شمېر څلور زره نفره ؤ، نو بيا په خپله حضرتِ عمر رضی الله عنه  دا واضحه کړه چي هو د دغه لښکر سره چي څلور زره نفره دى څلور نفره قومندانان ورسره دي چي هر يو يې ما ته پر زرو نفرو حساب دى، چي په هغو څلورو نفرو کي يو زبير بن العوام  رضی الله عنه  ؤ او بل مقداد رضی الله عنه  ؤ، چي دغه نفر هر يو يې پر زرو نفرو حساب وه، دا د دغو نفرو جنګي طاقت او مهارت ؤ، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپله توره و دغو نفرو ته ور نه کړه او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم  توره دغه نفر وانه خلي نو به يې څوک اخلي؟ 


خو بيا هم رسول الله  صلی الله علیه وسلم خپله توره د پنځم وار دپاره پورته کړه او وې فرمايل: څوک دغه توره د هغې په حق اخلي؟ ابودُجانه الانصاري رضی الله عنه  چي نوم يې سماک بن خرشه دى ولاړ سو او ويل: يا رسولَ الله! د دغي توري حق څه شي دى؟ 
اصلاً رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي پوښتني انتظار کاوه، تر اوسه چا پوښتنه نه ده کړې چي حق يې څه شي دى؟ هر يوه بېله پوښتني ويل: زه يې غواړم. 


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د دې توري حق دا دى چي دومره وهل به په کوې ترڅو چي کږيږي، يعني: په دې توره به دومره کفار وهې چي د ډېرو وهلو څخه د اوسپني توره کږه سي، ابودُجانه الانصاري رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! زه دغه توره د دې په حق سره اخلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  توره و ابودُجانه رضی الله عنه  ته ورکړه، ابودُجانه رضی الله عنه  تر اندازې زيات خوشاله سو، ځکه دا هغه توره ده چي ډيرو لويو پهلوانانو وانه خستل او اوس د ده په نصيب سوه او په دغه کار سره د ده درجه او مقام لوړ او ښکاره سول. 
ابودُجانه رضی الله عنه  هغه توره واخستل چي هغه څلور جنګي قهرمانان د هغې په اخستلو نه سوه موفق او اوس د ده په نصيب سوه،

 

ابودُجانه رضی الله عنه  چي په خپله هم شجاع او دلاوره جنګي پهلوان ؤ د جنګ په وخت او ميدان جنګ کي به يې په کبر او غرور، ناز او نخرو تګ کاوه، ده يو سور دسمال درلودى کوم وخت چي به يې دغه دسمال تر سر وتړى خلک به پوه سوه چي ابودُجانه د مرګ تر وخته جنګ کوي، يعني: بېله مرګه د ميدان جنګ څخه نه وزي، اوس چي ابودُجانه رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  توره واخستل هغه سور دسمال يې د جېبه څخه را وايستى او پر سر يې وتړى او د دوو لښکرو په منځ کي په فخر او غرور سره تګ کوي، يوې او بلي خوا ته کږيږي توره پورته کښته کوي په خلکو يې ويني، رسول الله صلی الله علیه وسلم  وخندل او وې فرمايل: دغه تګ داسي تګ دى چي د الله او رسول الله نه دى خوښ، بېله دغسي ځايه څخه، يعني: فخر او غرور، کبر او لويي الله او رسول الله نه خوښوي، خو که فخر پر کفارو وي پروا نه لري، بل نو په هرځاى او هر وخت کي فخر او غرور، سيالي او ځان ښکاره کول چي په هر شي سره وي الله او رسول الله يې نه خوښوي.

 

 

ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته