تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سوالګر
  تعليم الاسلام اداره
  April 2, 2018
  0

لیکنه: حمد الله حملیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

کوم سوالګر هندوانه پلورونکي ته ودرېدی او په خواره خوله ئې وویل: وروره غریب یم، شی نه لرم، که د خدای په رضا یوه هندواڼه راکړې!!


دوکاندار په هندوانو کي وکتل او هغه بې کاره هندوانه چي هیچا نه پیرله، مسکین ته ورکړه... 

 

سوالګر چي هندوانې ته وکتل، پوه سو، چي د خوراک شی نه ده... په جیب بوخت سو او شېبه پس ئې څو پېچلي نوټونه را وایستل، هندوانه

پلورونکي ته ئې ورکړل او وئې ویل: هان د دې روپیو په اندازه راته یوه بله هم راکړه... 

 

دوکاندار په هندوانو کي یوه ښه سمه او روغه دانه را واخیسته او سړي ته ئې ورکړه... سوالګر دواړې هندوانې اسمان لوري ته ونیولې او وئې

 

ویل: الهي ستا بنده ګان وګوره! ستا له پاره ئې راته دا خرابه او ورسته هندوانه راکړه او د پیسو له پاره ئې دا روغه او خوږه هندوانه راکړه!!!


پام وړ ټکي: د الله له پاره هغه څه ورکوه، چي تاته ډېر خوښ وي، ترڅو الله تا له خپلو دوستانو (متقیانو) څخه وګرځوي.

صدقه ورکول ستا له پاره د آخرت توښه ده، نو اوس لا تر ټولو ښه توښه تیاره کړه.


 تعليم الاسلا مجله ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته