لیکنه: مولوي عبدالحق / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ابوحمزه محمد بن میمون شکري رحمه الله (متوفی: ۱۶۸ هـ.ق) مشهور محدث دی، د نوموړي دا عادت وو، چي که ئې په همسایه ګانو کي یو څوک ناروغه سوی وای او بیا پر علاج کولو څومره پیسې ځني مصرف سوي وای، نو ابوحمزه به هغونه پیسې د الله تعالی په لاره کي صدقه کولې، چي الله تعالی زه ددې ناروغۍ څخه وساتلم او پر ما ئې احسان وکړ؛ نو ددې احسان په شکر کي کم تر کمه همدونه مبلغ خو باید صدقه کړل سي.
د ابوحمزه څخه همسایه ګان دونه خوشحاله وه، چي دده یوه همسایه کور خرڅاوه، نو خریدار چي کله قیمت وپوښتی، ده په جواب کي ورته وویل: دوه زره (۲۰۰۰) د کور قیمت دی او دوه زره (۲۰۰۰) د ابوحمزه د همسایه توب! ابوحمزه چي خبر سو، نو څلور زره روپۍ ئې ور واستولې، چي دا واخله سرای مه خرڅوه!
[خطیب رحمه الله ، تاریخ بغداد، ج: ۳، ص: ۲۶۸، طبع :دارالکتب العربی- بیروت]
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه