ژباړه: نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
الله جل جلاله په ذات او صفاتو کي يو او بې شريکه بلل توحيد دى.
د اسلام او ايمان اساس پر توحيد ولاړ دی، هيڅ څوک به نه په علم کي، نه په قدرت کي، نه په عبادت کي، نه په قوت کي... د الله جل جلاله سره شريک بلل کيږي.
د شرک څخه ماسيوا نوري ټولي ګناهوي معاف کيدلاى سي؛ خو الله جل جلاله شرک نه بخښي، پدې اړه ګڼ قراني اياتونه موجود دي، چي يو ئې د مثال په توګه دا دى:
إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا. (سورة النساء آیت: ۴۸)
ژباړه: يقيناً چي الله شرك نه بخښي او له شرك پرته نور څه هر هغه چا ته بخښي چي د ده خوښه وي او څوك چي له الله سره شرك وكړي نو د ستري گناه افتراء ئې كړې ده.
قدسي حديث دى، چي الله جل جلاله فرمايي:
اې د ادم زويه!
که ته د مځکي د وسعت په اندازه ګناهوي وکړې، او وروسته زما د حساب سره مخ سې، او زما سره دي شرک نه وي کړى، نو زه به په هماغه پراخوالي مغفرت درته وکړم. (صحيح الجامع ۴۳۳۸)