إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډیره خواشنۍ مو خبر تر لاسه کړی چي د دارالعلوم دیوبند بزرگ عالم مولانا محمد سالم قاسمی رحمه الله (د حضرت مولانا قاری محمد طیب قاسمی رحمة الله عليه زوی او د دیوبند د موسس امام محمد قاسم نانوتوی رحمة الله علیه کړوسی) د شنبې په ورځ ماپښين وفات سو. (۱۴۳۹/رجب/۲۸)
الله تعالی دي یې جنتونه نصیب کړي، په دعاگانو کي یې یاد وساتی.
دارالعلوم دیوبند د اسلامي نړۍ لوی علمي مرکز او زموږ د حنفي مذهب تر ټولو لویه باوري مرجع ده،
وروسته به یې ان شاء الله ژوندلیک هم نشر سي.
موْتُ الْعَالِمِ مُصِيبَةٌ لا تُجْبَرُ
اللهم اغفرله وارحمه، وادخله فسیح جناته، امین