تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سید جمال الدین افغاني ملیت او آندونه (۱)
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 13, 2018
  0

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هالنډ:
موږ په دې خبر یو چي سید جمال الدین افغان یو تکړه داعي او مسلمان وو، خو اوس دلته موږ وینو چي ایران هر کال پر دې باندي کتابونه چاپوي چي د سید په تاریخ کي دوی لیکي چي دا زموږ کس وو، ځیني وايي چي دی هسي مشهوره وو اسلاميت یې تر پوښتنو لاندي راولي نو هغه معلومات چي تاسي د سید په هکله لرئ راته څرګند کړی.

 

ځواب: عبدالغفار جُبیر
شیخ الاسلام شهید الحاج سید علامه جمال الدین حسیني افغاني رحمة الله وعلیه

 

د اسلامي نړۍ رغښت، نوښت ، د اسلامي نړۍ وحدت، د ازادۍ ولولې او د اسلامي امت سمبالښت د سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه ستره ارزو وه، دی تکړه سیلاني، مدبر،عالم، فصیح، کار پوه، هوښیار، ځیرک، ذهین، د اسلامي فکر او بصیرت څښتن وو، ده تل کوښښ کاوه چي د کفري نړۍ ټول هغه شوم پلانونه چي د اسلامي نړۍ پر خلاف جوړېدل هغه ړنګ کړي، دی تل د هیواد پالنې او اسلامي ولولو څخه برخمن وو، هغه تل د عیسایي اروپا، انګریزي ښکېلاک او امپرالیزم په خلاف تر مرګه پوري نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړې، هغه د اسلامي نړۍ د اوسنۍ ویښتیا ستر بنسټ ایښودونکی او امام دئ.

 

دلاتهراپ اسټاډرډ په وینا، جمال الدین افغان لومړی مسلمان وو چي د لویدیځ د نیواک راتلونکي خطرونه یې په ښه توګه سره محسوس کړه او خپل پاته عمر یې پر دغي خطرې باندي د اسلامي نړۍ په پوهولو ولګاوه او انګریزان ځنی ډارېدل.

 

 ايډورډ جي براوون، دده په هکله وایي: علامه د اسلامي هیوادونو د ویښتیا لپاره ډېر ستر کارونه وکړه او د لویدیځو هیوادونو د ښکېلاک پر ضد ئې د یو بل د یووالي بلنه ورکړه.

 

هانس کهان دده په هکله وایي: علامه افغاني ان د هغه مخالفینو دده ستر توب مانه، هغه یو اغېزمن وینا کوونکی، علمي پانګه، سم اند او مذهبي سپېڅلتیا لرله، له همدې کبله هغه د نوي ختیځ تر ټولو لومړی بلېنده وال جوړ کي.


مولانا پیر ذوالفقار احمد نقشبندي صاحب پخپل کتاب کي د علامه و جهاد ته اشاره کړېده او دی لیکي: کله چي په افغانستان کي د جهاد خبره راغله نو سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه تر ټولو لومړی دا ګام پورته کړ دا ځکه چي دی شیخ د طریقت وو.


د سيد جمال الدين افغاني رحمة الله عليه اصلي مليت او جنسيت
دروند ورور زاهد جلالي صاحب پردې موضوع باندي پخپله ښکلې مقاله (ستر شخصیت او سپک تورونه) بحث کړیدئ، زه غواړم چي پر دې موضوع باندي یو څه نوره رڼا واچوم، هغه له دې کبله چي ایرانیانو ډېر کتابونه، مجلې ، مقالې، جریدې او ویب پاڼې پر دې باندي لري، چي سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه ایرانی دئ او افغاني نه دئ.


دده پر افغانيت باندي خپله د علامه سید جمال الدین افغاني رحمة  الله علیه خپله ویناوې او لیکنې سته، دده د تکړه او مخورو شاګردانو تائید سته او نړیوال هم ورسره په یوه خوله دي.


۱: علامه سید جمال الدین افغاني د خپل ځان په هکله وایې:
د علامه افغاني یو تکړه شاګرد برهان الدین قلیج خان د خپل نامتو استاذ په هکله لیکي: یو ځل ما و حضرت استاد ته وویل چي ځیني خلک تا ایرانی ګڼی ددې سبب څه دئ؟


نو هغه وفرمایل چي: زه د کنړ د سیدانو له مشهوري کورنۍ څخه یم او په ۱۲۵۴ کي په افغانستان کي زیږدلی یم، د شیخ جمال الدین په نامه یو بابی مبلغ د ایران او سیدونکی وو او کوم ځای ته چي زه تللی یم هغه هم تللی وو له دې امله ځیني وګړي په غلطه ما شیخ جمال الدین ایرانی ګڼي مګر دا ګومان ډېر ناوړه، نه منونکی او سر تر پایه ناسم او ګرسره درواغ دي زه هیڅ کله ایرانی نه یم بلکې افغان یم او ټول افغانان ما ډېر ښه پېژني.


۲: علامه سید جمال الدین افغاني پخپله په عروة الوثقی جریده کي داسي وایي:


الافغان و هي اول ارض مس جسمي ترابها
ژباړه: دا (افغانستان) لومړۍ هغه مځکه ده چي زما وجود ددې خاورې مسه کړیدئ.


۳:  غلام حسین موسوي پخپل کتاب کي لیکي چي سید جمال الدین افغاني ویل : 


اني اخطرت لترك بلادي الافغان مضطربة بها الاهواء و الاغراض.
ژباړه: زه مجبوره سوم چي خپل افغان وطن په داسي حال کي پرېږدم چي په دې وطن باندي شخصي اغراضو او تمایلونو لوبې کولې.


۴: علامه سید جمال الدین افغاني پخپل کتاب (تتمة البیان فی تاریخ الافغان) کي لیکي چي زه د افغانستان یم او افغاني یم.


نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته