تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت د چپولو د پاره د قريشو طريقې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۹ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د دعوت د چپولو د پاره د قريشو قِسم قسم طريقې

کوم وخت چي قريشو وليدل چي محمّد ﷺ د خپله دعوته څخه لاس نه اخلي نو بيا سره کښينستل او په دې باره کي يې فکر وکړی، د دعوت د منعه کولو د پاره يې ډيري خبري وکړې او ډيري لاري چاري يې وسنجولې او د هغو د عملي کولو د پاره یې فیصلې وکړې چي د هغو فیصلو خلاصه به درته بيان سي:

 

اول: پـه مسلمانانو پسخند او ملنډي وهل، مسلمانان خوار او ضعيفه بلل، پر هغو مسخرې کول، پر هغو خندل او درواغجنان بلل، چي په دې کارو سره يې د مسلمانانو ښوَيَوَل مقصد وه او د دوى معنوي قواوي يې ور ضعيفه کولې، پر رسول الله ﷺ يې بېځايه تهمتونه ويل، سپکي او نالايقي خبري يې ورته کولې، د مجنون او ليوني په نامه سره به يې نارې ور وهلې، الله جل جلاله د  سورة الحِجر په (۶) نمبر آيات کي فرمايي: (وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ)
يعني: دغو کفارو به محمّدﷺ ته ويل: اې هغه څوکه چي پر هغه قرآن نازل سوى دى، بيشکه ته خامخا ليونئ يې. 

 

او ځيني وختونه به يې ورته ويل: ته ساحر او کاذب يې (العياذ بالله). الله جل جلاله فرمايي:
(وَعَجِبُوا أَن جَاءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ ۖ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَٰذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ).[صۤ /۴]   
يعني: کفار د دې څخه تعجب کوي چي د دوى د جنس او قومه څخه و دوى ته بېرونکى (رسول) راغلى دى او دغه کافران وايي: چي دغه بېرونکى (رسول) ساحر کوډ ګر درواغجن دى.

 

کوم وخت چي به رسول اللهﷺ يو ځاى کښېنستى او د ده پر شا وخوا به د دهﷺ هغه ضعيفه اصحاب ناست وه، کفارو به پسخندونه په وهل او ويل به يې: دغه خوار او ضعيفه خلك د ده مجلسيان دي؟

 

دوهم: د رسول اللهﷺ پر تعاليمو او لار ښوونو شُبهات پيدا کول او د حقيقت څخه ليري درواغ پوري تړل او پر اسلامي تعليماتو بېځايه ايرادونه نشرول، حتّْی د دهﷺ پر شخصيت د شُبُهاتو او ايراداتو نشرول او دا نشريات دومره ډير وه چي عامو خلكو د رسول الله ﷺ د دعوت په حقیقت کي د  فکر کولو وخت او مجال نه درلودى او قرآن مجيد ته يې اساطير الاولين (پخوانۍ قصې) ويل او ويل به يې چي دغه قرآن يو انسان ور ښيي او ويل به يې دا څنګه رسول دى چي خورک کوي او په بازارو کي ګرځي، خو په قرآن مجيد کي د کفارو د دغه ټولو ايراداتو  رَد موجود دى. 

 

درېيم: د قرآن مجيد سره په پخوانيو قصو معارضه كول، چي خلك به يې د قرآن مجيد د اورېدلو څخه په هغو قصو مشغوله کول او دا کار يې د نضر بن الحارث په واسطه سره کاوه چي تفصيل به يې په وروسته کي درته راسي. 

 

څلورم: مساومات، يعني: د رسول اللهﷺ سره داسي خبري وکړي چي څه راکړه او څه واخله، د دې څخه مقصد دا دى چي شرک او اسلام  سره ګډ کړي، يعني: مشرکان د خپل شرک څه کارونه پريږدي،او رسول اللهﷺ د خپل دين او دعوت څه کارونه پريږدي. دا خو د کفارو فیصلې او عمل ؤ.

 

خو پر دغه سربېره مشرکانو وليدل چي دعوت نور هم نشريږي او د خلكو توجه ور اوړي، قريش په بېره کي سوه چي دا قصه نوره هم پسي اوږديږي او دوى يې مخ نيوى نه سي کولاى، قريبـه ده چي د اسلام او مسلمانانو د دعوت مسئله پر ټوله مکه غالبه سي، نو د قريشو مشرانو دا مشوره او اتفاق وکړی چي داسي يو کار ته به محمّدﷺ را و بولو چي تراوسه مو هغه پيشنهاد نه دى ورته کړى، نَوې خبره ده ښايي دا را سره و مني.

 

 د قريشو ټولو مشرانو دغه خبره خوښه کړه او رسول اللهﷺ يې د قريشو د مشرانو سره د ملاقات دپاره ور وغوښتى، سرور کائناتﷺ هم  ورغلى، قريش ورته کښېنستل او ويل: يا محمّد! هر پيشنهاد چي مو درته  وکړى تا نه کړی قبول اوس يوه نَوې طريقه درته وايو او دا دي هم تا ته معلومه وي چي دغه نَوې طريقه و موږته ډيره سخته او مشکله ده، رسول اللهﷺ  و فرمايل: واياست دغه نوې خبره مو څه شي ده؟ 


قريشو و ويل: موږ وينو چي ته پرخپله خبره ټينګ يې، نو به يو بل  اتفاق وکړو، هغه دا چي يوه ورځ ته زموږ د آلهه یا خدایانو عبادت کوه او يوه ورځ به موږ ستا د الله عبادت کوو سره برابر به يو، يوه ورځ ته زموږ پر دين سه او يوه ورځ موږ ستا پر دين يو (چي دغه هغه مساومات دي) رسول الله ﷺ و فرمايل: دا د دين کار دى دا اختياري معامله نه ده، داسي نه سي کېدلاى، قريشو ويل: موږ به يوه هفته ستا د الله عبادت کوو او ته يوه ورځ زموږ د خدايانو عبادت کوه، بيا هم رسول الله ﷺ نه کړه قبوله او ويل: دا څه بې معنْی خبري دي، دا لوبي او مسخرې دي؟ آلهه يا خدايان داسي وي چي يوه ورځ يې تابع او بله ورځ يې منکر ياست؟ 

 

ابن اسحاق وايي: رسول اللهﷺ پرکعبه شريفه طواف کاوه چي اسود بن مطلب، وليد بن مغيره، اميه بن خلف، عاص بن وائل، چي دا  ټول د قريشو لوى مشران دي و رسول اللهﷺ ته و درېدل او ويل: يا محمّد! ﷺ راسه موږ به د هغه چا عبادت کوو چي ته يې عبادت کوې او ته د هغه چا عبادت کوه چي موږ يې عبادت کوو، که ستا معبود زموږ تر معبود ښه او بهتر ؤ موږ به هم په هغه کي خپله حصه اخستې وي او که زموږ معبود ستا تر معبود ښه او بهتر ؤ تا به هم د هغه څخه خپله حصه اخستې وي، الله جل جلاله د دوى په باره کي سورة الکافرون نازل کړی چي رب عزوجل فرمايي:

 

(قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (۱) لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (۲) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (۳) وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ (۴) وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (۵) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (۶)
الله عزوجل دغه د مشرکانو مساومات يا مفاوضات په دغه قاطعه او جازمه فيصله سره ور رَد کړل، خو دغه مساومات د يوه يا دوو وارو دپاره نه دي سوي بلکه دغه خبري د مشرکانو د طرفه څو واره او تکراراً سوي دي خو په هر وار کي به بې فايدې وې ځکه دا امکان نه لري چي هلته مشترک عبادت موجود وي چي هم دي الله منم او هم د ډبرو بتان او د الله جل جلاله دا قول هم په دغه باره کي نازل سو چي فرمايي:


(وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ) } قلم / ۹ ] 
يعني: که ته د دوى و طرف ته لږ ور واوړې دوى تيار او آماده دي چي ستا و طرف ته در واوړي، مګر يا! دا د عقيدې مسئله ده په عقيده کي هيڅ نرمتيا او مراعت امکان نه لري، د عقيدې کار بايد خامخا واضح، صريح او ښکاره وي، د عقيدې په کار کي بېره، نرمي، غوړه مالي، د يو چا لحاظ او مراعت هيڅ او بالکل نه ځاييږي. 

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته