لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د صحیح په تعریف کي مو ولوستل چي د عدل او ضبط د خاوند روایت قبلیږي د عدل او ضبط څښتن ته ثقه وایي. د راوي عدالت او ضبط که ناڅرګند وي او د منلو وړ نه و هغه راوي په عمومي ډول ضعيف بلل کیږي او روایت ئې نه قبلیږي.
ضعیف راوي که د ثقه مخالف روایت رانقل کړي هلته ئې هم روایت نه قبلیږي او نه د ثقه پر روایت کوم اثراچوي بلکي د ثقه روایت قبلیږي او د ضعیف روایت ردیږي. خو په اصطلاح کي دا ډول روایات په خاص او ځانګړي نومونو یادیږي.
هغه دا چي ضعیف که د ثقه مخالف روایت را نقل کړي نو د ثقه روایت د مَعرُوف په نامه یادیږي او د ضعیف روایت د مُنکَر په نامه یادیږي.
مثال ئې دا ډول دی:
ابن ابي حاتم د حُبَیّب بن حَبِیبٍ د لاری د ابي اسحاق عن العِیزَار بن حُرَیث عن ابن عباس عن النبي (صلی الله علیه وسلم) قَالَ: مَنْ أَقَامَ الصَّلاةَ , وَآتَى الزَّكَاةَ , وَحَجَّ الْبَيْتَ , وَصَامَ رَمَضَانَ , وَقَرَى الضَّيْفَ دَخَلَ الْجَنَّةَ. (من النخبة)
ترجمه: څوک چي لمونځونه په صحیح ډول اداء کوي، زکات ورکوي، د کعبي شریفي حج کوي، د رمضان روژه نیسي، د میلمه میلمستیا کوي هغه جنت ته داخلیږي.
ابو خاتم وایي: دا روایت د اسناد په اعتبار ( مُنکَر ) دی ځکه چي د (حُبَیّب) څخه پرته نورو ثقه راویانو دا حدیث دا ابو اسحاق څخه موقوف را نقل کړی دی یعني و نبي (صلی الله علیه وسلم) ته ئې د ویلو نسبت نه دی کړی بلکي د ابن عباس خپله وینا ئې را نقل کړې ده چي ابن عباس وایي ( څوک چي لمونځونه په صحیح ډول اداء کوي، زکات ورکوي ، د کعبي شریفي حج کوي ، روژه نیسي او د میلمه میلمستیا کوي هغه جنت ته داخلیږي.
لهذا پورتنی خبر د ثقه راویانو د روایت په اساس چي موقوف ئې بیان کړی دی معروف دی. د محفوظ او معروف د مخکني تفصیل څخه دا معلومه سوه چي محفوظ او معروف دواړه مقبول احادیث دي. البته د محفوظ په مقابل کي د ثقه راوي روایت سته چي هغه په اسناد یا متن کي مخالفت ورسره لري او د معروف په مقابل کي بیا د ضعیف رواي روایت سته چي مخالفت ورسره لري.
د مخکني تفصیل څخه د شاذ او منکر ترمینځ فرق هم راته واضح سو. هغه دا چي شاذ او منکر دواړه د مردود خبر په جمله کي راځي البته د شاذ راوي ثقه دی د اوثق څخه د مخالفت له کبله ئې روایت رد سوی دی که دا مخالفت نه وای نو همدا روایت ئې هم د نورو روایاتو په شان منل کېدى او د منکر راوي ضعیف دی که د ثقه راوي سره ئې مخالفت نه لرلای بیا ئې هم روایت نه منل کېدى خو د ثقه څخه د مخالفت له کبله ئې روایت په یو خاص نامه د منکر یادیږي.
اګاهي: په مخکني مثالونه کي یوه ډیره مهمه مسئله چي ډير وګړي اشتباه پکښي کوي هم واضح او څرګنده سوه. هغه دا چي پر یو خبر باندي کله د منکر، شاذ او ضعیف حکم کیږي نو دوی دا فکر کوي چي ددې خبر متن بېخي مردود بلل سوی دی. خبره کله همداسي وي خو کله بیا د هغه دا مقصد نه وي چي دا خبر بلکل صحت نه لري بلکي د یو خاص سند په اعتبار مردود ګڼل سوی وي خو خبر په خپل ذات کي صحیح او قبول وي او یا د شذوذ، نکات او ضعف حکم د حدیث په متن کي یو خاص زیاتوب او کمي ته راجع وي.
یعني د حدیث په متن کي یوه جمله یا صفت یاقید زاید راغلی وي د هغه اضافي جملې، قید او صفت په اعتبار مردود ګڼل سوی وي خو نور متن صحیح او قبول وي او کله بیا متن صحیح وي خو د وقف او رفع په اعتبار مردود بلل سوی وي لکه مخکنی خبر (مَنْ أَقَامَ الصَّلاةَ) .....الحدیث چي رفع ئې ابو حاتم د ( حُبَیب ) د سند په اعتبار منکر بللې ده یعني دا د نبي (صلی الله علیه السلام) قول نه دی بلکي صحیح دا ده چي دا د ابن عباس (رضي الله تعالي عنهما)خپله وینا ده.
نور ان شاءالله بیا...
ماخذ: معرفة الحديث في مصطلح الحديث