شاهدان
نكاح په ايجاب او قبول هغه مهال تړل كيږي چي د شاهدانو په حضور كي وسي شاهدان د نكاح د پاره شرط دي ، نكاح بېله شاهدانو څخه نه تړل كيږي . د نكاح شاهدان لږ تر لږه بايد دوه نفره نارينه ، يا يو نارينه او دوې ښځي وي .
همدا ډول د شاهدانو شرطونه بايد پوره وي يعني مسلمانان ، عاقلان ، بالغان او آزاد وي ځكه د كوچني ، ليوني ، کافر او مريي شاهدي د نكاح په تړون كي نه صحيح كيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک، نکاح