تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دا ژوند...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2024
  0
لیکنه: پوهنیار احمدشاه خادم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا ژوند...           
 
دا ژوند به د اوبو د سیند به څېر روان وي، کله به یو کس سرلاری وي، کله به بل کس؛ کله به یوه ډله واک په لاس لري، کله به بله ډله؛ کله به أهل کس حاکم وي، کله به نا أهل؛ کله به څوک ورپکښي شتمن وي، کله به نېستمن؛ کله به څوک ستا مرستي ته ضرورت لري، او کله به ته د خلګو مرستي ته؛ کله به په لاس کي ځایېږې، کله به دي ځمکه نسي چاپېرولای.
 
      دا ژوند دئ، همدا ئې بازار دئ، همدا څو ورځي ئې ما او تا مشتري او فروشنده یو، خو دا ورځي حتما تېرېږي، له موږه مخکي پر نورو خلګو همداسي تیري سوي دي. اوږده امیدونه، لوړ خیالونه ئې درلودل، چا د خیر، او چا د شر قصد او عزم درلودی، چا د رب سره محبت او اطاعت ته ادامه ورکول، او چا د معصیت لاره نیولې وه او پر ورکه لار روان وه، له هغوی مخکي نور خلګ همداسي وه، خو مخکي خلګ د دوی په زمان کي ټول تللي وه، بیا د دوی دوران وو، دوی ټول ولاړل، بیا زموږ دور دئ، موږ هم هغوی پسي روان یو، یو ورځ به حتما د مرګ خوند څکو، " كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ " یقیني دی، دغسي چي نه به پوه سو، او نه به خبر سو، یا به د خلګو سترګو ته ګورو، هغوی به راباندي را ټول وي، ساه به ورکوو، یا به د ملک الموت سره تنهایي ملاقات وي، عذرونه او جوابونه به سره ویل کیږي، او ساه به مو اخستل کیږي، خو زموږ له مرګه وروسته به بیا دلته نور وګړي لګیا وي، بیا به هغوی هم د مرګ خوا ته موږ پسې راځي. دا سلسله به همداسي جاري وي؛ یو په بل پسې به خلک راځي او ځي.
 
      خو دا لنډ ژوند او مناصب ئې ددې ارزښت نه لري چي ته ځان پکښي پرېشانه کړې، یا زړه ورپوري وتړې، د تداوم او ابدیت په فکر پکښي بوخت سې، ته نه غواړې ژوند کي لوړي او ژوري ولرې، ژوند داسي جوړوې ګویا ته دلته همېشه او ابدي مېشت یې، نه درباندي ضعف او سپین ږیرتوب راځي، نه درباندي د پوستکي او هډوکو د حالت تغیر راځي. نه داسي ورځ ځان ته تصویروې چي بل څوک دي له لاسه ونیسي، لاره کي دي مرسته وکړي او مسجد ته دي ورسوي. نه دا ورځ پرځان راتلونکي ګڼې چي بیا به دلته نه یې؛ ستا واک او ارادې به ختمي وي، خو دا به ټول راځي، حتا مسجد ته به د بل بې مرستي تللای نسې.
 
      دغه شان دا ژوند په دې هم نه ارزي چي تکبر او تفاخر ته مخه کړو، ځان تر ټولو لوړ وګڼو، تل د تکاثر کوښښ وکړو، ژوند مو همدې کي تېر سي چي باید زیات څه ولرو؛ یا دا چي د ژوند اصلي موخي رانه پاتي وي، کوښښ کوو چي هیڅکله د چا کاریګر ونه اوسو. ساده اوسو؛ خپل ژوند به تېر کړو، انبیاء علیهم السلام اکثرو ئې د بل مزدوري کړې ده، حال دا چي د بشریت افضله طبقه همدوی وه.
      دنیا او ددې دنیا ټول متاع قلیل دي، دا ټوله هیڅ دي، زړه ورپوري مه تړه، ځان ورڅخه بېګانه کړه، چي څومره ورڅخه بې ګانه ګرځې، هغومره هوښیار او دانا یې، چي څومره له عبثو ګام اړوې، هغومره ګټورو ته ژر رسېږې، ورځي په شمار دي، خوښه دي کوم تجارت پکښي کوې، که دي مال، دنیا، متاع له ځانه لیري او بې ګانه کړل، د ژوند غرض دي ونه ګرځول، بیا به دي روح د زنکندن پر وخت د آخرت طرف ته خوشحاله او د دنیا څخه ژر شلېدونکی وي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله اته ویشتمه ګڼه، ۱۴۰۱ کال، ۱۴ مخ 
 
 www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته