نبوي سیرت (۵۴ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د رسول الله ﷺ خلوت او تنهايي خوښېدل
څه موده وروسته او تر بعثت درې کاله د مخه رسول الله ﷺ د خلكو د دباندني ژوند څخه په تنګ ؤ، هلته فسق او فساد، فجور او د بتانو عبادت ؤ، نو خود د رسول الله ﷺ او د ده د قوم په منځ کي ډير فرق او ليري والى موجود ؤ، ځکه نو رسول الله ﷺ ته تنهايي او فکر کول او د الله عزوجل عبادت ډير خوښ وګرځېدل، دا يې عادت ؤ چي څه موده ترمنځ به د څو ورځو او شپو د پاره غارِ حراء ته تلى، غارِ حراء په جبل نور کي يو کوچنئ غار دى، د غرو ځيني غارونه ډير لوى وي مګر غار حراء کوچنئ غار دى چي فقط يو يا دوه نفره پکښي ځاييږي او د غره په لوړه حصه کي دى چي څوک بېله تکليفه او ستړيا څخه نه سي ورختلاى، رسول الله ﷺ دغه ليري او ګوښه غار د خپل خلوت او تنهايي د پاره انتخاب کړى ؤ ځکه د ده ﷺ نه وه خوښه چي بل څوک ور سره ملګری وي او مقصد يې هم يواځي والى او د الله عزوجل عبادت ؤ چي په دغه تنهايي کي به يې د کون په موجوداتو کي فکر کاوه او په دې کي به يې فکر کاوه چي د دې کون تر شا يو إداره کونکى قدرت سته او رسول الله ﷺ په هغه څه نه ؤ راضي چي د ده ﷺ قوم د هغه عقيده درلودل چي هغه شرک او باطل افکار وه، خو بيا هم و رسول الله ﷺ ته يوه واضحه لار او معين شريعت نه ؤ ور معلوم چي په هغه سره مطمئن او راضي وي.
د رسول الله ﷺ دغه تنهايي اختيارول د اللهﷻ په إراده سره وه چي د رسالت و لوى امانت ته آماده سي او په هغه رسالت سره د مځکي په مخ کي تغير را ولي، و رسول الله ﷺ ته تر بعثت درې کاله د مخه دغه تنهايي خوښه وګرځېدل او دغه کوچنئ غار يي د خپل فکر او عبادت د پاره خلوت ګاه وګرځول او دغه کوچنئ غار! دوې خولې لري چي په يوه ورننوزي او بله خوله يې د کعبې شريفي و طرف ته ده (لکه يو کلکين داسي ده) او د هغې خولې څخه کعبه شريفه معلوميږي.
نو کوم څوک چي غار حراء ته داخل سي کولاى سي چي د دغه غار د داخل څخه کعبه شريفه و ويني، سبحان الله! دغه غار چي د کعبې شريفي څخه درې ميله ليري دى او د غره په ډيره لوړه حصه کي دى چي تقريبًا په يوه نيم ساعت کي څوک ورختلاى سي، نو تاسي فکر وکړی چي رسول الله ﷺ به څومره ګرځېدلى وي چي د ځان او عبادت کولو د پاره دي دغسي ليري او ګوښه ځاى پيدا کړي چي د هغه ځاى څخه دي کعبه شريفه هم معلومېږي.
رسول الله ﷺ به په دغه غار کي د تَفَکُر عبادت کاوه او کعبې شريفي ته به يې کتل، هر وخت به دغه غار ته د څو ورځو او شپو د پاره ورتلى او دا يې خوښه وه چي د رمضان په مياشت کي هلته ډير واوسيږي، خو په هغه کال چي تر بعثت د مخه ؤ رسول الله ﷺ په دغه غار کي پوره يوه مياشت تيره کړه، په پخوا کي به پوره يوه مياشت هلته نه پاته کېدى مګر د بعثت په کال پوره يوه مياشت هلته پاته سو ځکه د اللهﷻ عبادت ډير خوښ ورته ګرځېدلى ؤ، هو! يو وخت به د خوړو يا اوبو را وړلو د پاره، يا د کور د خبر اخستلو د پاره را کښته سو خو بيرته به هغه غره او هغه غار ته ولاړ.
په دغه آخري کال چي تر بعثت د مخه کال ؤ رسول الله ﷺ چي به پرلار رهي ؤ يا دغه غار ته به تلى يو آواز به يې اورېدى چي ويل کېدل به: السلام عليکَ يا رسولَ الله! او ده ﷺ به شا وخوا وکتل هيڅوک به یې نه لیدل، په حيرت او فکر کي به سو چي دا څه آوازونه دي، رسول الله ﷺ فرمايي: چي بيا مي د وحيو تر نزول وروسته د جبريل علیه السلام څخه پوښتنه وکړه چي يا جبريل! تر بعثت د مخه چي به پرلاري تلم اورېدل به مي چي يو څوک راته وايي: السلام عليکَ يا رسولَ الله! ما به شا وخوا وکتل څوک به نه وه، دغه ږغ چا کاوه؟ او دا څوک وه؟
جبريل علیه السلام و ويل: يا رسولَ الله! دغه وُنو او ډبرو سلام درباندي وايه.
محترمه وروره! آيا نن ورځ پر رسول الله ﷺ درود ويل د ځان سعادت او خوشبختي نه بولې؟ رسول الله ﷺ چي په الْهي دربار کي کوم لوړ مقام او عزت لري زما او ستا و درود ويلو ته ضرورت نه لري، اللهﷻ او په آسمانو کي ملائکې، په هوا کي مرغان، په دښتو کي حيوانات، په اوبو کي ماهیان حتّْی وُني او ډبري درود او سلام پر وايي، خو زما او ستا د پاره درود ويل هغه شئ دي چي ګټه او فایده یې موږ ته را رسیږي، د رسول الله ﷺ سره زموږ محبت په زياتيږي، د متابعت شوق يې را پکښي پيدا کيږي، درود ویل زموږ د ښه ژوند او خوش بختۍ سبب ګرځي، حتّْی د درود ویلو په برکت به مو ان شاء الله تعالْی د رسول الله ﷺ شفاعت هم په نصیب سي.
نو وروره! په خپل ژوند کي درود ويل ډير كړه او د ځان عادت يې وګرځوه، نتيجه به يې په يقيني ډول سره په دنيا او آخرت کي و وينې.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند