تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه ماشومان په اسلام کي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 11, 2019
  0

ژباړه: محمود اصیل ”زارع“  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ماشومان د چاپېریال سره په ډېره اسانۍ بدلون کوي. په دي ورځو کي ماشومان د اسلام تر اغیزي لاندي راوستل خورا سخت دي؛ دا اغیزي ټول د رسنیو، ملګرو او د کورنۍ د غړو له لاسه دی. دا به ډېره ستونزمنه وي چي ماشومان د يو عادلانه اسلامي چاپيريال تر اغيزې لاندي راسي.


په داسي وخت کي چي تلویزیون، راډیو، انټرنیټ او ټولنیزي شبکي تر ډېره ځایه اسلام په ناسمه توګه ښکاره کوي، مور او پلار او مشران، چي و دوی ته تر ټولو نژدې هم دي، باید د اسلام ښه انځور او مثالونه و خپلو ماشومانو ته وړاندي کړي. 


دا ډېر سخت کار دئ چي په يو پلا خپل کوچنيان د هر رقم ناوړه عمل څخه راوګرځوی او د دوی دماغ بدل کړی، هغه عملونه چي د دوی دماغ او د دوی روهيه او اخلاق خرابوي.


موږ په ښو مثالونو او دلايلو کولای سو ماشومانو ته ښه ښه لاري وښيو، موږ کولای سو ماشومان په مستقيمه او حقه لاره برابر کړو ، کومه چي موږ ته زموږ الله تعالی او د هغه نبي صلی الله علیه وسلم ښودلې ده. 


دلته مو یو څه هغه لاري را ټولي کړي دي، چي په مرسته یې موږ خپل ماشومان په اسلامي ارزښتونو سمبالولای سو: 

 


 

۱. ماشومانو ته مو یوازي د الله جل جلاله د عبادت کولو ارزښت و ښیاست.

له کومي ورځي څخه چي ستاسو ماشومان په یو څه پوه سي، له هغې ورځي څخه تر ټولو مهم څه ستاسو ماشومانو ته د الله یووالی او دا ور ښودل دي، چي الله یو دئ او بل څوک د عبادت وړ نه دئ. دا د رسول الله صلی الله علیله وسلم هغه لومړنۍ پیغام او د جنت کیلي ده. 


۲. له دوی سره په مهرباني چلند وکړئ
که موږ پر خپلو ماشومانو باندي مهربانه سو، نو هغوی به پر نورو مهرباني وکړي. پر ماشومانو باندي د مهربانۍ کولو تر ټولو ښه مثال زموږ خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم دئ. 


۳. د اسلامي اتلانو نموني ورته بیان کړئ
د سوپر مين او بيټ مين پر ځای د اسلامي اتلانو کارنامي ورته بیان کړئ. دا قصې ورته وکړئ، چي اسلامي مشرانو او اتلانو څنګه په نړۍ کي یو ارام او سولیز بدلون راوست. مسلمانانو او کفارو دواړو د اسلامي اتلانو او امیرانو سره مینه درلودل. خپلو ماشومانو ته وواياست چي رښتيني نوميالو څوک وه چي د اسلام د بيانولو لپاره یې هلي ځلي کولې؟ 
څنګه هغوی په اسلامي بنسټ مشرتوب کوی او هغوی څنګه په نړۍ کي يو اسلامي بدلون راوستی؟ هغوی څنګه د مسلمانانو او غيرو مسلمانانو  زړونه وګټل؟!


۴. ماشومان پرېږدئ، چي له مشرانو سره کښیني
دا به ډېره غوره وي، چي ستاسو ماشومان د لویانو سره کښیني، په ځانګړي ډول د اسلامي بیانونو په وخت کي.

 
۵. پرېږده، هغوی د ځان ارزښت احساس کړي
په کورنیو موضوعاتو کي مشوري ورسره وکړئ، ترڅو د کور او کورنۍ په جوړولو کي د ځان په ارزښت پوه سي او دا احساس وکړي، چي زه د کورنۍ یو مهم غړی یم.  


۶. د کورنۍ په توګه له کوره ووځئ
هغوی په کورني سفرونو کي در سره ملګري کړئ، دا یې د  ملګرو سره تر میلي کولو بهتره ده. د ماشومانو پر ملګرو مو فکر وکړئ، ځکه هر انسان د هغه چا په څېر کیږي له چا سره چي را غټيږي.


۷. ستاینه یې وکړئ
د نورو په وړاندي د هغوی ستاینه کول، هغوی ته قوت ورکوئ. د ماشومانو ستاینه مو وکړئ. ستاینه هغوی و نورو ښو کارو ته هڅوي. خو پام، چي دا ستاینه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کي نه وي. 


۸. له سپکاوي څخه ډډه وکړئ
د نورو په وړاندي مو د ماشومانو سپکاوی مه کوئ. ماشومان تېروتنه کوي. هغوی خپله تېروتنه خپله اصلاح کوي. که پر کوم شي ځني ناراضه یاست، نو په یوازيوالي کي ورته ووایاست. 


۹. ورزش
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ و لامبو، ځغاستي او د اس سپرتیا ته هڅولي یو. هغه ورزشونه، چي شخصیت جوړونه او بدني غښتلتیا ته وده ورکوي، خاصه سپارښتنه یې سوې ده. 


۱۰. مسؤلیت
پردي باور ولرئ، چي هغوی کولای سي ورسپارل سوي کارونه بشپړ کړي. د هغوی د عمر مطابق کارونه ور وسپارئ او بیا یې د هغه کار د سرته رسولو لپاره وهڅوئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته