تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کائیناتو خلقت او د جوړښت مادې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 25, 2019
  0

ټولونه: اصیل زارع 


د عالم خلقت د څلورو مادو څخه سوی دی.


خاوره، اور، اوبه او هوا.


د خدای تعالی د مخلوقات ټوله د دغو مادو څخه ترکيب سوي دي.


انسان يې د خاوري څخه جوړ کړی.
شيطان او جن يې د اوره پيدا کړی.
ملکه يې د نوره پيدا کړل.
غرونه د اوره پيدا سوي دي.
نباتات او درختي  د هوا، اوبو او اوره پيدا سوي دي.
عناصر د اوره پيدا سوي دي.
مځکه يې د خاوري، غرونو او اوبو څخه پيدا کړل.


مولانا رومي صاحب فرمایې:
آنچه در عالم است در آدم است.
هر هغه څه چي په دنيا کي دي په انسان کي سته (یعني په انسان کي هم د مځکي عناصر سته).


حتی نور علماء فرمایي چي داسي شيان سته چي په عالم کي سته مګر په انسان کي نسته.


انسان ته يې په بدن کي دننه ۳۷ درجې ګرمايښت ورکړی دی او په عالم کي لمر سته.


د انسان  په بدن کي يې څلور ډوله اوبه پيدا کړي دي:
تروې يعني اوښکي، خوږې يعني ناړي، ترخې يعني د غوږو او اب شور يعني ولاړي اوبه.

 


 

انسان ته يې په هوا باندي ژوندون ورکړی يعني اکسيجن.
انسان په بدن کي يې هډوکي پيداکړل او په عالم کي يې غرونه پيدا کړل
په انسان کي يې رګونه پيدا کړل او په عالم کي رودونه پيدا کړل.
په انسان کي يې کوچني او غټ عضلات پيدا کړل او په عالم کي يې کوچنۍ او غټي درختي.
په عالم کي يې لمر پيدا کړی که چيري لمر نه وي نو هيڅ شی به نه معلوميږي همداسي يې په انسان کي د سترګو رفول پيدا کړي دي که چيري تاسي سترګي پټي کړی نو هيڅ شی به ونه وينی.
حتی ساينس ثابته کړې ده، چي د هر ستوري څخه يو زره د انسان په جوړښت کار سوې ده.
د الله عزوجل خلقت بې شانه دی.


تاسو وګورئ.
که چيري پر خاوره باندي هوا ونه چليږي، خاوري ته اوبه ورنه کول سي او پر خاوره باندي لمر برابر نسي نو هيڅ شين بوټی به ونه وينی.


نو څلور سره مادې پکښې کار سوې: خاوره، اوبه، اور او  هوا.


د خدای تعالی یو جوړ سوي بلګ یا پاڼي ته وګورئ چي څنګه يې کوچني رګونه پکښي کار کړي دي.


موږ تر اوسه د عالم د جوړښت دوه سلنه هم په خپل سترګو نه دی ليدلی.


که چيري د خاوري یو جوړښت ته فکر ور واچوې او معلومات پکښي وکړې او په خاوره کي د ژونديو موجوداتو په لټه کي سې، نو ټوله ژوند به مو پدې کي ختم سي.


د الله تعالی دغه کائینات په ډېر تخنيک سره جوړ سوی دی.
که چيري يوه ورځ ستا پر خوله باندي ناوړي بندي کړي نو د خبرو توان به ونه لرې.
که چيري يوه ورځ ستا پر بدن د ويني پمپولو اله بنده کړي نو مړ به سې.
که چيري يوه ورځ پر تا باندي د بدن خوله بنده کړي نو بدن به دي کمزوره سي.
که چيري يوه ورځ پر تا باندي د غوږونو قوت ودروي نو فکر وکړه چي څه حال او کيفيت به دي وي؟
که چيري پنځه دقيقې هوا درباندي بنده کړي څه حالت به دي وي؟
که چيري يو کوچنی درد درته پېښ کړي، څه حال به دي وي؟
که چيري يوه ورځ پر تا د زړه نفس تنګي راولي، د من و سلوا خوراک به هم خوند نه درکوي.


د الله تعالی په نعمتونو کي باید فکرمند اوسو.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته