لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۳۰)
د احادیثو منکرین څوک او حکم یې څه دی؟
د مبارکو احادیثو څخه انکار له ډېره وخته راروان دی، چي که د تاریخ پاڼو ته ورسو نو لاندي غټو ډلو په مختلفو وختونو کي د مبارکو احادیثو څخه انکار کړیدی.
معتزله
معتزله وو صرف اخبار احاد حجت منل او له متواترو احادیثو څخه یې انکار وکړ، معتزله وو د حشر نشر، د خدای پاک د رویت، جنت، جهنم، عذاب قبر او داسي نورو څخه انکار وکی او حتی رخشند یې واهه، حافظ ابن حزم (۴۵۶ هق) فرمايي:
اهل سنت، خوارج، شیعه ، قدریه او ټولو د رسول لله ﷺ هغه احادیث چي د ثقه راویانو څخه به روایت وه قابل حجت یې منل، چي وروسته په لومړي هجري پېړۍ کي معتزله راغلل او هغو له اجماع انکار وکړ.
د معتزله وو لومړی بنسټ ايښودونکی واصل بن عطا وو چي د لومړۍ هجري پېړۍ په اخر کي راپورته سو او په دوهمه هجري پېړۍ کي حضرت امام شافعی رحمة الله علیه د انکار حدیث د فتنې سره سخته مقابله وکړه او هغه فتنه یې رد کړه.
یادونه: حدیث د نقل له پلوه پر دوه ډوله دی، متواتر حدیث او خبر واحد
متواتر حدیث: دا هغه حدیث دی چي د سند د ابتداء څخه تر اخري سند پوري دومري خلکو بیان کړی وي چي د درواغو امکان نلري، د متواتر حدیثو ماسوا نور ټول اخبار احاد دي، دغه بیا پر درې قسمه دی: مشهور، عزیز او غریب
مشهور: دا هغه حدیث دی چي درو یا زیاتو کسانو روایت کړی وي، یا تر درو زیات وي او تر لسو کسانو یې راویان کم وي، خو تواتر ته نه وي رسېدلی.
عزیز: دا هغه حدیث دی چي صرف دوو کسانو روایت کړی وي.
غریب: دا هغه حدیث دی چي صرف یوه شخص روایت کړی وي .
اخبار الاحاد دا هغه حدیثونه دي چي ځیني یې صحیح دي، ځیني یې حسن دي، ځیني یې ضعیف دي، ځیني یې منکر دي، ځیني یې شاذ دي او ځیني یې موضوعي دي.
(مصطلح الحدیث: ص: ۶-۸، الوسیط فی علوم و مصطلح الحدیث: ص: ۱۸۹، اثار الحدیث، ج: ۲ ، ص: ۱۲۸)
د احدیثو څخه انکار د نیچریانو
ددې تحریک بنسټ ايښودونکی سر سید احمد خان وو، نواب اعظم یار جنګ او مولوی چراغ علی (۱۸۹۵ میلادي) کي دده شاګردان وه، چي په اخر کي دوی معتزله جدید سول، له احادیثو څخه انکار، له جناتو او ملائکو څخه انکار او داسي نور...
اهل تشیع د احادیثو څخه انکار
شیعه ګان د اهل سنت یو حدیث هم نه مني دوی خپل ځانته د حدیثو په نامه زخیره لری، دوی وايي چي موږ هغه حدیث منو چي راوي به پکښې ضرور شیعه وي، نور دوی صحاح سته یا کتب تسعه د احادیثو نه مني.
قادیانیان منکرین حدیث
قادیانیان مطلق حدیث نه مني او کې مني دوی وايي چي موږ هغه حدیث د حجت په ډول منو چي د قرآن سره مطابق وي، حال داچي دوی قرآن کریم هم نه مني. (اثار الحدیث: ج: ۲، ص: ۳۹۹ – ۴۴۷/ لیکوال: ډاکتر علامه خالد محمود/ دارالمعارف )
یادونه: د قادیانیانو په هکله پوره معلومات زما په چاپ سوي کتاب (نړیوال سوالونه ځوابونه) کي وګورئ.
نور بیا...
www.taleemulislam.net