لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۳۲)
په هندوستان کي انکار حدیث
د منکر احادیث غلام احمد پرویز ځیني غلط عقائد په لاندي ډول سره دي:
۱: د الله او د د الله د رسول څخه مراد مرکزي حکومت دی(. معارف القرآن ،ج: ۴، ص: ۶۵۴)
۲: فرض لمونځونه صرف دوه دي نور نفل دي. (لاهوتی، طلوع اسلام، ص:۶۰، ۱۹۵۰م)
۳: حج یو بین المللي کانفرانس دی. (رساله قربانی از اداره طلوع اسلام)
۴: د لوی اختر په ورځ لس کروړه سر مایه ضایع سي. (قرباني وسي) (اداره طلوع اسلام، ص: ۱، ۱۹۵۰م)
۵: احادیث صرف یو تاریخ دی بلکي حجت نه دی. (اسلم جیراج پوری، طلوع اسلام ص: ۷۳، نومبر: ۱۹۵۰م )
۶: نه پر احادیثو زما ایمان دی او نه داسي حکم سویدی چي پر احادیثو ایمان راوړئ. (اسلم جیراج پوری، طلوع اسلام ص: ۱۷، ۱۹۵۰م )
۷: د احادیثو ټوله لړۍ د عجمو فتنه ده، چي دوی ورته شریعت وايي. (پرویز طلوع اسلام ص: ۷/ ۱۹۵۱)
۸: صرف خنزیر، بهېدونکې وینه او په غیر الله سره ذبح سوی حیوان او مردار حیوان حلال نه دي نور ټول حلال دی، لکه سپی، خره، پړانګ، موږک او داسي نور... (طلوع اسلام: ۱۹۵۲)
۹: د احادیثو چي څومري کتابونه دي لکه بخاری مسلم او نور، زما پر دې هیڅ یقین نه راځي چي دادي د رسول الله صی الله علیه وسلم الفاظ وي( طلوع اسلام ص: ۲۹و اکتوبر ۱۹۴۹/ شخصیت پرستی از پرویز)
۱۰: هر مسلمان پخپل وخت کي د خپلې خوښې مطابق اوصول ټاکلای سي. (طلوع اسلام ص: ۲۶، اکتوبر ږ ۱۹۵۰)
۱۱: د زکات هیڅ اندازه نه ده ټاکل سوې له همدې کبله اسلامي حکومت یې خپله اندازه ټاکلای سي.
۱۲: حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت په اړه په انجیلونو کي بیان راغلی دی چي د حضرت داؤد علیه السلام له نسله ده د یوسف نجار په واسطه لهذا حضرت عیسی علیه السلام د یوسف نجار زوی دی.
نوربیا...
www.taleemulislam.net