کوم کسان چي سر تور سر ګرځی شاهديي نه قبوليږي
لیکنه : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسلام د ښو اخلاقو او ښو کارونو تعلیم ورکوي او له بدو اخلاقو او بدو معاملاتو څخه يي منعه کوي .
په لارو او بازارونو کې سرتور سر ګرځیدل د اسلام کې دا سي عیب دی چې د انساني شرافت او مروت خلاف دی ، په دي وجه فقهاوو فرمایلي دي چې اسلامي عدالت به د داسي کس شاهدي نه قبلوي .
په مسلمانانو کې د سرتور سر ګرځیدو رواج د انګریزي طرز د نقلولو په وجه پیدا شوی دی ، کنې په اسلامي معاشره کې سرتور سر ګرځیدل غټ عیب ګڼل کیږي .
ماخذ: پاشلي ملغري :۱۱۳:صفحه
www.taleemulislam.net