تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه ډلي چي الله(ج)د قیامت په ورځ و دوی ته نه ګوري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 18, 2021
  0

درې ډلي دي چي الله(جل جلاله)د قیامت په ورځ و دوی ته نه ګوري


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


﴿ثلاثةٌ لاَ یَنظُرُ اللهُ(جل جلاله) إلَیهِم یَومَ القِیامَةِ العَاقّ لِوالِدَیهِ وَ المَرأةُ المُتَرَجِّلَةُ و الدّیّوثُ﴾ (رواه النسائي) 


رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي: درې ډلي دي چي الله(جل جلاله)د قیامت په ورځ و دوی ته نه ګوري (نه رحم پر کوي او نه یې بخښي بلکه دوی لره سخت او دردناکه عذاب دی) 


اول: هغه څوک چي الله(جل جلاله)د قیامت په ورځ نه ورته ګوري نه رحم پر کوي او نه یې بخښي هغه څوک دی چي د مور او پلار عاق او آزاري وي.


وروره او خوري! ښه متوجه سه د مور او پلار آزاري یا هغه څوک چي مور یا پلار یې زهیر کړی او غمجن کړی وي، هغه زوی یا هغه لور چي مور یا پلار یې په خپل بېځایه خبرو او عمل سره ژړولی وي الله(جل جلاله) د قیامت په ورځ نه ورته ګوري.


دوهم: هغه څوک چي الله(جل جلاله)د قیامت په ورځ نه ورته ګوري نه رحم پر کوي او نه یې بخښي هغه ښځي دي چي د نارینوو تقلید کوي د نارینوو پر قسم لباس اغوندي د نارینوو پر قسم د سر ورېښتان جوړوي، د نارینوو پر قسم لوبي کوي فټبال او والیبال کوي، خپل رِقّت، نعومت او ښځه والی یې د لاسه ورکړی وي ژوند یې د نر پر قسم وي، الله(جل جلاله) دا د یوه هدف او مقصد دپاره پیدا کړې ده خو دې هغه هدف ته تغیر ورکړی وي خپل ښځه والی یې پرې ایښی وی او د ځان څخه یې نارینه جوړ کړی وي.


درېیم: هغه څوک چي الله(جل جلاله)د قیامت په ورځ نه ورته ګوري نه رحم پر کوي او نه یې بخښي دَیّوث دی، دَیّوث څوک دی او و چا ته دَیّوث ویل کیږي؟ دیّوث چي موږ دووس ورته وایو هغه څوک دی چي د ده په اهل او کورنۍکي بد او ناوړه کار کیږي خو دﺉ یې نه منعه کوي او نه یې پروا په کیږي، دیّوث هغه څوک دی چي پر خپله ښځه یا د خپل کور پر ښځو غیرت نه لري د هغو په بدیو او بې  حیایی یې پروا نه کیږي. 


وروڼو! دغه د دَیّوث موضوع ډېره مهمه موضوع ده که تفصیل ورکوم هم بېرېږم ځکه ممکن ځیني خلک د حق په بیانولو سره زما څخه ناراضه سي او که تفصیل نه ورکوم هم بېرېږم ځکه د حق په پټولو یا نه بیانولو الله(جل جلاله) ناراضه کیږي، څرنګه چي د الله(جل جلاله) نه رضائیت او د هغه(جل جلاله) په حضور کي مسئولیت د خلکو تر ناراضه کېدلو سخت او مشکل دي نو زه به هم د الله(جل جلاله) د بیري په سبب د موضوع په بیانولو شروع وکړم، خو دا دي هم درته معلومه وي چي نه معیّن څوک یادوم او نه مي څوک په نظر کي دی فقط غواړم چي زموږ د ټولني دغه بربادونکي رواج او عادت ته متوجه سو او تر توجه وروسته اصلاح پکښي راولو.


څرنګه چي زموږ په ټولنه کي ډېر کسان و دغه مهمي موضوع ته اهمیت نه ورکوي، خپله رایه او نظر د الله(جل جلاله) تر قانون حق او ښه بولي نو زه مجبوره یم چي دغه موضوع په یو څه تفصیل سره بیان کړم. 


وروڼو! دا چي د یو چا ښځه د ده د ورور، د ده د اکا د زوی، د ماما د زوی، د خاله د زوی،  د وراره، خوريي او نورو نا محرمه اقرباوو څخه ستر نه کوي یا مخ نه پټوي، یا داچي د یو چا لور د دې د اکا د زوی څخه یا د ماما د زوی څخه یا د خاله او عمه د زوی څخه ستر او حجاب نه کوي یا مخ نه پټوي حتْی په ځینو کورنیو کي د لاس په ورکولو سره ستړې مسې هم سره کوي آیا دغه کار حرام دی که حلال ؟ 


د شکه وتلی حرام دی، که یې څوک حلال و بولي د هغه پر ایمان بېره ده ځکه و حرام ته حلال ویل کفر دی، او که یې حرام بولي او پروا یې نه په کیږي دغه ته دَیّوث ویل کیږي، هغه دَیّوث چي الله(جل جلاله) د قیامت په ورځ نه ورته ګوري او نه عفوه ورته کوي. 


خو بد بختانه زموږ په ټولنه کي پر بې پروا انسانانو سربېره نور هم داسي ډېر کسان سته چي هم ږیري لري او هم سپین کالي اغوندي، پنځه لمنځونه په جماعت سره کوي، نفلي روژې نیسي او د قرآن مجید تلاوت کوي، پر دغه ټولو سربېره د ښه سړي یا ملا او مولوي نوم هم پر یادیږي، دغه کسان هم دغه الْهي امر او الْهي قانون د کورنۍ د اتفاق په نامه سره تر شا غورځوي، چي په نتیجه کي د نورو عامو خلکو دپاره دغه د ده حرام عمل دلیل وګرځي او خلک وايي فلانی هم دغسي کوي که دغه کار منعه او حرام وای هغه به نه کولای، نو د دغه کار د کونکي دپاره خپله ګناه خو یې خپله سول او د نورو د ګمراهۍ سبب هم وګرځېدی. 


دغه کسان د کورنۍ د اتفاق په نامه په دې خوشاله وي چي لوڼي او مږندي یې په پوره فېشن او ښایسته لباس، په تنګو پتلونو او جاکټو کي د لېورو او د اکا د زامنو سره پر یوه سترخان ناستي وي، ورېنداره او لېور د اکا زوی او د اکا لور د تلوېزیون او کېبل، د دُش او فیدیو بېحیا فلمونه په ګډه سره ویني، د اختر یا نورو خوشالیو په مناسباتو کي دغه نا محرمه نارینه او ښځي یو د بل سره غیر شرعي او حرام اختلاطونه کوي، دا خو لا څه کوې په ودو او ښادیو کي د اکا، ماما، عمه او خاله لوڼي د اکا، ماما، عمه او خاله د زامنو و مخ ته په لڅو کالو کي رقصیږي، که څه هم دغه رقص د پلار او اکا په حضور کي نه دی خو دا د هغه کورني ګډ ژوند او د هغه اتفاق مېوه او ثمره ده چي پلار او اکا غوښتل، آيا دغسي ګډ ژوند د الْهي قانون څخه مخالفت نه دی؟ آیا د دغسي ګډ ژوند څخه فسادونه په وجود نه دي راغلي او که نه راځي؟ او که پر هغو فسادو هم د اتفاق په نامه خاشې اچول کیږي او خوله پر پټیږي؟ 


مسلمان وروڼو! لږ خپل کړو وړو ته متوجه سی: یو وار خو مو لباسونه د شرعي لباس څخه مخالف دي او بیا مو د شرعي ستر او حجاب مراعت هم نه دی کړی. 


د یو چا د ښځي خوندي د ده سره داسي ژوند کوي لکه د ده خوندي چي وي، نن ورځ خوښینیاني نه د اخښي څخه مخ پټوي او نه نوره حیا ځني کوي، په سفر ور سره ځي په یوه خونه کي تنها ور سره کښیني، حتْی ځني وختونه په بې پروایي سره لاس هم سره اچوي، آیا دا په کوم کتاب جایز او روا دي؟


ماخذ: دحساب ورځ


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته