تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:خاصه خبرتيا، يا تنبـيه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۹ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

خاصه خبرتيا،  يا تنبـيه

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د والدينو په باره کي د اسلامي علماوو اقوال ډير فرق سره لري، ځينو د دې دپاره چي د دوى ايمان او نجات ثابت کړي  خاصي رسالې ليکلي دي او ځينو د حديثو شرحه کونکو محدثانه او متکلمانه بحثونه کړي دي، خو د احتياط او سلامتۍ ښه او بهتره لار دا ده: چي په دغه مسئله کي څوک چپ پاته سي او په داسي دقيقو  بحثو کي د څېړنو څخه ځان وساتي، د داسي مسائلو حقيقت يواځي الله جل جلاله  ته معلوم دى او هغه عادل رب په ښه ډول سره د ټولو موضوعاتو فيصله کونکى دى.

 

وروڼو! د ابوطالب د ايمان په متعلق دغه لاندني معلومات په صحي احاديثو کي راغلي دي، امام بخاري د ابي سعيد الخدري رضی الله عنه څخه روايت کوي چي وايي: 


يو وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ابوطالب د ده صلی الله علیه وسلم په حضور کي ياد کړل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ښايي و ده  ته د قيامت په ورځ زما شفاعت دا نفعه ورسوي چي د اور په څنډه کي به وي، چي اور به  يې تر بجلکو پوري رسيږي.


 بيا هم په صحي حديث کي راغلي دي چي حضرت عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: و اکا ته به دي څه فايده ورسيږي؟ هغه ستا ساتنه کول او ستا په سبب په قهرکېدى (مقصد يې ابوطالب ؤ)  رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هغه د اور په څنډه کي دى، که زه نه واى د اور په هغه کښته طبقه کي به واى. 

 

خو بيا هم په تکرار سره وايم: زيات تر دغه د ابوطالب پر کفر او ايمان بحث کول غيرِ ضروري موضوع ده، ښه به دا وي چي د داسي غير ضروري او خطراتو ډکو موضوعاتو په باره کي څوک چپ پاته سي چي د ګټي پر ځاى تاوان ورته پېښ نه سي، ابوطالب هغه څوک ؤ چي د اسلامي دعوت او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره مظبوطه قلا وه، اسلام او مسلمانان يې د قريشو د مشرانو او بېباکانو د تعارض څخه ساتلي وه.


ابوطالب خپل ټول قوت او شرف د دې دپاره استعمالول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده ملګري د مشرک قریشو د شر او آزارو څخه وساتي. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته